• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني په تورینګن ایالت کې یو افغان پر پولیسو د برید په تور محکمې ته وړاندې کېږي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د جرمني د تورینګن ایالت په زونبرګ ښار کې یو۳۳ کلن افغان پناه غوښتونکی، چې څو اونۍ وړاندې یې په وسپنیزې میلې پر پولیسو او یوې هټۍ برید کړی و، محکمې ته وړاندې کېږي.

څارنوالۍ د نوموړي پر ضد پر پولیسو د برید، د هغوی پر وړاندې د مقاومت، بدني زیان رسونې، د عامه او شخصي شتمنیو د تخریب، ګواښ، درغلۍ، غلا او نورو جرمونو تورونه ثبت کړي دي.

د پېښې له مخې، دغه افغان د اپرېل په لسمه نېټه د زونبرګ ښار په مرکز کې پر یوې هټۍ په وسپنیزې میلې برید کړی او د هټۍ ښیښې او دروازې یې ماتې کړې وې. وروسته چې پولیس د هغه د نیولو لپاره سیمې ته ورسېدل، نوموړي پر یوه پولیس هم د برید هڅه وکړه او نږدې و چې پر هغه د وسپنیزې میلې ګوزار وکړي.

پولیسو په پای کې پر هغه مرچ سپرۍ وکاروله او ویې نیوه.

راپورونه وايي، چې نوموړي له دې پېښې دوه ورځې وړاندې هم د یوې غلا پر مهال پر پولیسو برید کړی و او یو پولیس یې ټپي کړی و. تر هغه وروسته نوموړی د رواني درملنې یوې ادارې ته لېږدول شوی و، خو لږ وخت وروسته بېرته خوشې شوی و.

اوس مهال لا روښانه نه ده چې محکمه به نوموړي ته د بند سزا ورکړي او که به یې د رواني درملنې ځانګړي مرکز ته واستوي. همدارنګه د هغه د استوګنې او پناه غوښتنې د وضعیت په اړه وروستۍ پرېکړه هم نه ده شوې.

د جرمني د کډوالو ادارې د پخوانۍ پرېکړې له مخې، نوموړی افغانستان ته نه شي استول کېدای، ځکه د هغه لپاره په خپل هېواد کې د ژوند او امنیت جدي خطر دی. خو د تورینګن د عدلیې چارواکو غوښتنه کړې چې د نوموړي د اخراج د مخنیوي موضوع له سره وڅېړل شي.

ټاکل شوې ده چې د دې قضیې اورېدنه د جون پر درېیمه نېټه د زونبرګ په محکمه کې پیل شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د افغانستان د اتومي انرژۍ په اداره کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ادارې کارکوونکو ته طالبانو شرایط سخت کړي دي. طالبانو په دې اداره کې د ارشاد او دعوت یو ریاست هم فعال کړی او دفتر یې هم له پخواني ځای څخه لېږدولی دی.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو اسنادو له مخې، دمګړۍ په دې اداره کې د کیمیاوي ټکنالوژۍ او رادیو اکتیف موادو ریاست، د هستوي تطبیقاتو ریاست او د اتومي وسلو او ډرونونو جوړولو برخې فعالي دي.

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ اداره د کابل نوي سرک ته نژدې د جلب او جذب قوماندانۍ ته انتقال کړې ده او اوس مهال په دې اداره کې شاوخوا څلور سوه کسان کار کوي.

په دې اداره کې د کمپیوټر ساینس تر څنګ د ارشاد او دعوت ریاست هم فعال شوی دی.

د دې ادارې یوه چارواکي، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې هر کارکوونکی ودانۍ ته د ننوتلو پر مهال په دروازه کې له سختو امنیتي تدابیرو سره مخ کېږي او ټول شخصي وسایل ترې اخیستل کېږي او بیا خپل دفتر ته بدرګه کیږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې د بشري سرچینو او روزنیزو لګښتونو د مدیریت لپاره ځانګړي داخلي مقررات پلي کړي، چې د کارکوونکو د ګومارنې او دندې پرېښودو شرایط هم پکې شامل دي.

ددغو مقرراتو او شرایطو له مخې، چې کوم کارکوونکی له دندې استعفا کوي یا له دندې منفک کیږي، مکلف ګڼل کېږي چې د خپلې روزنې او مسلکي ظرفیت لوړونې اړوند لګښتونه، په ځانګړي ډول د ماسټرۍ او نورو تخصصي کورسونو مصارف، بېرته ادارې ته تادیه کړي.

په دې اداره کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دوی بودجه د طالبانو د مشر ملاهبت الله له خوا په مستقیم ډول ور کول کېږي خو دوی ټینګار کوي چې د اداري رهبري افغان مسلکي کادرونه کوي.

سرچینې وایي چې طالبانو په وروستیو کې د افغانستان د اټومي انرژۍ په اداره کې د راډیو اکټیف موادو د څېړنې، تحلیل او تخنیکي ارزونې پر فعالیتونو تمرکز زیات کړی خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا څېړنې په مشخص ډول په کومو علمي، صنعتي یا تخنیکي برخو کې کېږي او د کومو موخو لپاره کارول کېږي.

د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي ادارې پخوانیو متخصصانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کېدای شي طالبان د ځینو تخنیکي وسایلو د پیاوړتیا لپاره له ایران، روسیې او چین څخه وارداتي تجهیزات وکاروي او د لابراتوارونو د فعالولو هڅې یې کړې وي، خو زیاته یې کړه چې دمګړۍ داسې شواهد نشته چې دا اداره دې د هستوي وسلو د پراختیا لپاره تخنیکي ظرفیت ولري.

هغوی زیاته کړه، « نه د جمهوریت په دوره کې او نه هم اوس دا ډول ظرفیت شته. که څه هم طالبان له چین سره د روزنیزو همکاریو او د هستوي انجینرۍ او فزیک د پروګرامونو په برخه کې هڅې کوي».

کارپوهان ټینګار کوي چې راډیو اکټیف وړانګې په اصل کې د طبي، صنعتي او څېړنیزو سوله‌ییزو موخو لپاره کارول کېږي،خو همدا مواد د نظامي او تخریبي موخو لپاره هم کارېدلی شي، چې په داسې حالت کې چاپېریال او انساني ژوند ته جدي ګواښونه پېښولی شي.

یو تن متخصص چې پخوا یې په دې اداره کې کار کړی، په خپلو څرګندونو کې وایي چې که په کابل کې دا ډول تخنیکي فعالیتونه کېږي، دی یې احتمال نه ردوي، خو ټینګار کوي چې د دې کچې پرمختللي هستوي ظرفیت لپاره واضح علمي او صنعتي بنسټونه اړین دي، چې شته شواهد یې نه ښيي.

طالبانو ددې ادارې د فعالیتونو د څرنګتیا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو افغانستان د هغو ۲۳ هیوادونو له ډلې دی چې په ۱۳۳۶ل کې یې د نړیوال اټومي اژانس غړیتوب ترلاسه کړ.

ددغه سازمان مهمې دندې د سوله ییزو هستوي تخنیکونو پرمختګ او پراختیا، په نظامي برخه کې د هغو نه کارول او همدارنګه د لازمو تدابیرو نیول او د څیړنو د ارتقا او سوله ییزو موخو لپاره د اټومي انرژي عملي تطبیق ګڼل شوې او تر دې دمه یاد سازمان ۱۵۱ غړي لري.

100%

په افغانستان کې د اټومي انرژي اداره د لومړي ځل لپاره په کابل پوهنتون کې د ظاهر شاه د سلطنت پر مهال جوړه شوه او په ۱۳۸۷ کال کې د پخوانې ولسمشر حامد کرزي په فرمان سره د ۱۳۸۹ کال د وري په میاشت کې د یو مستقل دولتي سازمان په توګه د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون په توګه معرفي شوه.

یاد سازمان پر مرکزي دفتر سربیره په ولایتونو کې هم څلور امریتونه لري چې په هرات، کندهار، مزار شریف او جلال اباد ولایتونو کې فعالیت لري.

دې ادارې د جمهوري نظام پرمهال له نړیوال اټومي اژانس سره نږدي اړیکې او له ایران سره د همکاریو هوکړه لیکونه درلودل او د یاد سازمان له غړو وزارتونو او عمومي ریاستونو سره یې د هستوي تکنالوژي په برخه همکاري کوله، خو د طالبانو تر واک لاندې دوره کې تر دې مهاله روښانه نه ده، چې یاده اداره د اتومي انرژۍ له نړیوال اژانس او نورو هېوادونو سره پخوانۍ اړیکې لري او که اغیزمنې شوې دي.

طالبان: په بلخ کې د اختر په ورځو کې شپږ کسان د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱

بلخ کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د لوی اختر په ورځو او شپو کې د مزارشریف ښار او د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۸ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي چې پکې شپږ کسان وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې شپږ کسان مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

بلخ کې طالب ځایي چارواکي وایي، یادې ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعات له امله رامنځته شوې دي.

د بلخ د ترافیکو مدیریت په وینا، د ترافیکي پېښو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره یې په ښار او د ولایت په نورو سیمو کې د ترافیکي لارښوونو او قوانینو اړوند د پوهاوي بنرونه هم نصب کړي دي.

په هلمند کې یوه مقتدي د خپل جومات ملا د کوکنارو کروندې د افشا کولو له امله په چاقو وهلی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې یو کس د خپل کلي د جومات ملا امام له دې امله د چاقو په برید کې ټپی کړی چې دده د کوکنارو کروندې یې د طالبانو د کوکنارو له منځه وړو کمپاین ته ورښودلې وې. د طالبانو د یاد کمپاین غړو د نوموړي کس د کوکنارو کروندې له منځه وړې دي.

په هلمند کې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره ورځ د نهرسراج ولسوالۍ په میرمنداب سیمه کې یو کس د خپل کلي د جومات پر امام ځکه د چاقو برید وکړ، چې د نوموړي د کوکنارو کرونده یې د طالبانو د تریاکو د له منځه وړلو کمپاین کمېسیون ته ښودلې وه.

افغانستان انټرنشنل ته په استول شوې ویډیو کې ښکاري چې د جومات امام ښی لاس سخت ژوبل شوی دی.

سرچینو ویلي، چې له یادې پېښې څو ساعته وروسته طالبانو تورن کس نیولی او اوس بندي دی.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو کمېسیون کې د سیمې د جوماتونو امام هم شامل دي، څو طالبان په اسانۍ سره د کوکنارو د پټو کروندو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو په جنوب لویدیزو ولایتونو کې په غیر مستقیم ډول خلکو ته ویلي چې کوکنار له سترګو پناه او په کلاوو کې دننه کرلی شي.

که څه هم په دې وروستیو کې په سوېلي ولایتونو کې د نورو کلونو په پرتله کوکنار کرل کم شوي، خو سږکال طالبانو په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې د کوکنارو د سلګونه جریبو کروندو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

طالبان: په درېیو ولایتونو کې یې څه باندې ۵۰۰ راستنېدونکو کډوالو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، په درېیو ولایتونو ننګرهار، فاریاب او سمنګان کې یې ۵۳۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه ۲۰۰ استوګنیزې نمرې په ننګرهار، ۲۸۰ په فاریاب او ۵۰ نورې په سمنګان ولایت کې پر مستحقو کورنیو وېشل شوې دي.

وزارت زیاتوي چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۳۵ زره او ۷۱۹ راستنېدونکو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي.

د وزارت په وینا، د استوګنیزو نومرو د وېش بهیر د یوه منظم پلان له مخې پر مخ وړل کېږي او موخه یې راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه برابرول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه کول دي.

د طالبانو کونسل له ایراني چارواکي سره د افغان کډوالو او ترانزیټي ستونزو په اړه خبرې کړي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د ایران په مشهد ښار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي، چې د دغه هېواد لپاره د طالبانو جنرال کونسل نورمحمد متوکل د خراسان رضوي له والي غلام‌حسین مظفري سره د افغان کډوالو، ترانزیټي ستونزو، د افغان بندیانو د لېږد او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو کونسلګرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نورمحمد متوکل د خراسان رضوي له والي غلام‌حسین مظفري سره په لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دوغارون پولې د ترانسپورتي او ترانزیټي ستونزو د حل، افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد بهیر د چټکتیا او اسانتیا، او همداراز د هغو افغان کډوالو د اجباري بیمې د ستونزې د حل په اړه خبرې شوې چې په ایران کې د قانوني استوګنې کارتونه لري.

دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو او د تګ راتګ د اسانتیاوو پر پراخولو هم بحث کړی دی.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د بشري حقونو سازمان «هانا» په خپل وروستي راپور کې ویلي چې افغان کډوال په ایران کې له زیاتېدونکو فشارونو، جبري ایستلو او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه ۸۶ زره او ۲۵۳ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغان کډوالو د وضعیت او د هغوی د ستنېدو بهیر په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.