• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې د هند د کرکټ غوره لیګ اتلولي وګټله

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د هند د کرکټ غوره لیګ (ای پي ایل) پایلوبه د رویال چلنجرز بنګلور او ګجرات ټایټنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پای کې بنګلور لوبډلې د بریا په خپلولو سره د دغه سیالیو اتلولي وګټله.

ګجرات ټایټنز لومړی توپ وهنه وکړه او بنګلور ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه. د هدف په تعقیب، رویال چلنجرز بنګلور لوبډله وتوانېده چې ټاکل شوې موخه د لوبې په ۱۸م اوور کې پوره کړي او د اتلولۍ جام خپل کړي.

دا دویم ځل دی چې رویال چلنجرز بنګلور د هند د غوره لیګ اتلولي ګټي. دغې لوبډلې تېر کال، ۲۰۲۵ کې هم د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

د پایلوبې په بریا کې د هند نامتو لوبغاړي ویراټ کوهلي مهم رول ولوباوه. نوموړي ۷۵ چټکې منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. کوهلي د خپلې غوره لوبې له امله د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د ګجرات ټایټنز په لوبډله کې افغان ستوری راشد خان هم شامل و. راشد خان د توپ اچونې پر مهال د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول او د خپلو ټولو ملګرو بالرانو په پرتله یې کمې منډې ورکړې، خو ونه توانېد چې خپله لوبډله له ماتې وژغوري.

د بنګلور دغه بریا د لوبډلې د مینه‌والو لپاره یوه بله تاریخي لاسته راوړنه بلل کېږي او د هند د روان کرکټي فصل د یادګارو شېبو له ډلې ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۳

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۴

فضل محمود فضلي: د کایا کالاس دریځ افغانستان د «دویمې غزې» پر لور بیايي

۵

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

•
•
•

نور کیسې

پکتیا زندان کې د کرکټ اختریز جام سیالۍ د ځوان ستوري لوبډلې په اتلولۍ سره پایته ورسېدې

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱
پکتیا زندان کې د کرکټ اختریز جام سیالۍ د ځوان ستوري لوبډلې په اتلولۍ سره پایته ورسېدې
100%

د لومړي ځل لپاره د پکتیا ولایت په زندان کې د «اختریز جام ټورنمنټ» په نوم د محبوسینو تر منځ کرکټ سیالۍ ترسره شوې. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، په دې سیالیو کې ۷ لوبډلو ګډون درلود او بالاخره دغه سیالۍ د «ځوان ستوري» لوبډلې په اتلولۍ سره پایته ورسېدې.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په لومړي ځل د زندانونو چارو د تنظیم ادارې تر چتر لاندې د پکتیا په زندان کې د زندانیانو د ۷ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ اختریز جام په نوم ټورنمنټ پیل شوی وو او بالاخره دغه ټورنمنټ د ځوان ستوري په نوم د محبوسینو لوبډلې په اتلولۍ سره پایته ورسېد.

د دغه زندان مسوولینو د پایلوبې په مراسمو کې د ورزش، یووالي او سالمو فعالیتونو ارزښت ته په اشارې وویل: «دا ډول ورزشي پروګرامونو ته د زمینې برابرول، د زندانیانو د فکري، روحي او بدني وړتیاوو له لوړولو سره ډېره مرسته کوي».

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګټونکې لوبډلې ته د یاد جام د کپ ترڅنګ، د نورو لوبډلو لوبغاړو زندانیانو سره یو ځای د هڅونې په موخه یو شمېر ډالۍ هم ورکړل شوې.

سمنګان د پنځو ولایتونو د غېږنیونې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۱
سمنګان د پنځو ولایتونو د غېږنیونې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی
100%

په سمنګان ولایت کې د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ امریت وايي چې د غیږنیونې په یو ورځنیو سیالیو کې د کندز، بغلان، جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو ۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی و. سمنګان په دغو سیالیو کې بریالی ولایت اعلان شوی.

د طالبانو تر کنترول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، چې په سمنګان ولایت کې د پنځو ولایتونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش یا غېږنیونې یو ورځنۍ سیالۍ شوې دي.

د چارواکو په وینا، په دغو سیالیو کې پر کوربه ولایت سمنګان سربېره د کندز، بغلان، جوزجان او بلخ ولایتونو څخه راغلو ورزشکارانو برخه اخیستې وه او د یوې ورځې لپاره یې یو بل سره د غېږنیونې سیالۍ وکړې.

په دغو ترسره شویو سیالیو کې د سمنګان ولایت ورزشکارانو وکولای شول چې لومړی مقام خپل کړي او د اتلولۍ جام وګټي.

دغه راز د کندز ولایت ورزشکارانو دویم او د بغلان ولایت غېږنیوونکو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د طالبانو المپیک او سپورټ ریاست وایي چې د دغو سیالیو موخه د یادې ورزشي رشتې وده او د ولایتونو ترمنځ د ورزشکارانو همغږي وه.

د دغو سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته جایزې او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د هند غوره لیګ پایلوبه؛ ګوجرات ټایټنز او رویل چلینجرز د اتلولۍ لپاره مخامخ کېږي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۶:۵۵ GMT+۱
د هند غوره لیګ پایلوبه؛ ګوجرات ټایټنز او رویل چلینجرز د اتلولۍ لپاره مخامخ کېږي
100%

د هند د کرکټ غوره لیګ پایلوبه نن ماښام د هند په احمداباد ښار کې د ګوجرات ټایټنز او رویل چلینجرز بنګلورو ترمنځ ترسره کېږي، چې دواړه لوبډلې د روان فصل د اتلولۍ جام ګټلو لپاره وروستۍ او حساسه سیالي کوي.

دغه پایلوبه د هند د کرکټ غوره لیګ د روان فصل مهمه او وروستۍ لوبه ده چې نن د احمداباد په لوبغالي کې د ګوجرات ټایټنز او رویل چلینجرز بنګلورو ترمنځ ترسره کېږي.

ګوجرات ټایټنز د پایلوبې تر پړاو پورې د رسېدو په لاره کې د راجستان رویلز لوبډلې ته په مهمه لوبه کې ماتې ورکړې او د پیاوړي کارکردګۍ له امله یې د اتلولۍ پړاو ته لاره موندلې ده.

په دې لوبډله کې افغان سوکه توپ اچوونکی راشد خان هم شامل دی، چې د خپل غوره وروستي فارم او پرېکنده توپ اچونې له امله د ګوجرات ټایټنز د بریا مهمه برخه بلل کېږي.

د دواړو لوبډلو ورستۍ سیالۍ عالي ترسره کړي.

د کرکټ شنونکي وايي چې دواړه لوبډلې په قوي توپ وهنه او توپ اچونه سمبالې دي، نو ځکه د نننۍ پایلوبې پایله له مخکې نه نه شي اټکل کېدای.

تمه کېږي چې دا حساسه او مهمه لوبه به د کرکټ مینه والو لپاره له هیجان ډکه وي او دا به څرګنده کړي چې د روان فصل د اتلولۍ جام د کومې لوبډلې په برخه کېږي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف نړیوال ټورنمنټ کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته لاړه

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف نړیوال ټورنمنټ کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته لاړه
100%

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د «الماس جوبیلي» په نوم په څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره مالدیف ته روانه شوه. دغه سیالۍ به د افغانستان، مالدیف، پاکستان او بنګله‌دېش د ۲۳ کلنو لوبډلې په ګډون د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې پورې د مالدیف په پلازمېنه ماله کې ترسره شي.

دا سیالۍ د مالدیف د فوټبال د پنځه اویا کلنۍ په مناسبت جوړېږي او موخه یې د راتلونکو سیالیو لپاره د سیمې د لوبډلو چمتو کول بلل شوې ده.

د اعلان شوي مهالوېش له‌مخې، د افغانستان ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د غبرګولي په ۱۱مه د مالدیف ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. دویمه لوبه به د غبرګولي په ۱۴مه د بنګله‌دېش د ۲۳ کلنو لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي او په درېیمه لوبه کې به د غبرګولي په ۱۷مه د پاکستان له ملي لوبډلې سره مخ شي.

د دغو سیالیو پایلوبه به د غبرګولي په ۲۰مه ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزنیز پلاوي د دغو سیالیو لپاره ۲۳ لوبغاړي غوره کړي دي. په دې نوملړ کې تجربه‌لرونکي او ځوان لوبغاړي دواړه شامل دي.

د افغانستان ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ

فیصل احمد حمیدي، کیوان متقیان، علي‌سینا حکیمي، مصور احدي، مصطفی عمرخېل، احمد شکیب مهري، عمید ارزو، علي رایض مرادي، حبیب‌الله عسکر، نوید محبوبي، علي‌رضا پناهي، الیاس منصور، حامد مومند، رحمت اکبري، جمشید اڅکزی، ساحل سروري، امین نبي‌زاده، امید موسوي، مازیار کوهیار، امید پوپلزی، یاسر صافي، رومین فازي او محبوب حنفي.

د افغانستان فوټبال په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو؛ له پرله‌پسې ماتو، د نړیوالو سیالیو له کمښت، تر بنسټیزو ننګونو او مالي محدودیتونو پورې. خو د افغانستان ملي لوبډله هڅه کوي، چې د اسیا په کچه خپل ځای وساتي او له سیالانو سره سیالي وکړي.

د مالدیف څلور اړخیزې نړۍوالې سیالۍ؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې وروستی نوملړ اعلان شو

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۴ GMT+۱
د مالدیف څلور اړخیزې نړۍوالې سیالۍ؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې وروستی نوملړ اعلان شو
100%

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال ملي لوبډلې د «الماس جوبیلي» په نوم په څلور اړخیزو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ۲۳ کسیز وروستی نوملړ اعلان کړی. دغه سیالۍ د افغانستان، مالدیف، پاکستان او بنګله‌دېش تر ۲۳ کلنو کم‌عمره لوبډلو په ګډون په مالدیف کې ترسره کېږي.

د افغانستان ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ:

فیصل احمد حمیدي، کیوان متقیان، علي‌سینا حکیمي، مصور احدي، مصطفی عمرخېل، احمد شکېب مهري، عمید ارزو، علي رایض مرادي، حبیب‌الله عسکر، نوید محبوبي، علي‌رضا پناهي، الیاس منصور، حامد مومند، رحمت اکبري، جمشید اڅکزی، ساحل سروري، امین نبي‌زاده، امید موسوي، مازیار کوهیار، امید پوپلزی، یاسر صافی، رومین فایزي او محبوب حنفي.

د اعلان شوي پلان له مخې؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه (د غبرګولي ۱۱مه) د کوربه هېواد مالدیف د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبو مهالوېش:

افغانستان – مالدیف | د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۱۱مه
افغانستان – بنګله‌دېش | د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۱۴مه
افغانستان – پاکستان | د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۱۷مه
د سیالیو پایلوبه | د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۲۰مه