تېره اونۍ په شاهرګ کې د ناپېژانده وسله والو پر بريد کې دغه ۵ کسان وژل شوي وو.
د پرلت لخوا په يوه بيان کې ويل شوي، «د وژل شوو کسانو کورنۍ، سیاسي ګوندونه او د ژوند له بېلابېلو برخو سره تړاو لرونکي خلک په شاهرګ کې د روانې ترهګرۍ، ناامنۍ، باج اخیستنې، غيرقانونۍ او وېرې د وضعیت او روانو پېښو مسوولیت پر ریاست، حکومت او امنیتي ادارو اچوي او غوښتنه کوي چې ریاست او ادارې دې د هرنایي ولسوالۍ په اړه خپله اوسنۍ ولس دښمنه تګلاره پرېږدي او د اساسي قانون او قانون د حاکمیت، د امنیت د تامین او د خلکو د سر او مال، سوداګرۍ او کاروبار د ساتنې مسوولیت پوره کړي».
د ملي ډيموکراټيک غورځنګ ګوند عمومي منشي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، دوی په اول سر کې په هرنايي کې پرلت پيل کړو چې پکې د ټولو سياسي ګوندونو غړي ګډون لري، او دغه لړۍ به بيا کاربنديز ته او نوره هم پراخه کړي.
هغه وويل، د پرلت او لاريونونو لړۍ ته یې د «شهدای شاهرګ» غورځنګ نوم ورکړی او د دې لارې به د خپلو غوښتنو منلو لپاره سوله ييزه او ډيموکراټيکه مبارزه او هڅې کوي.
دوی غوښتنې وړاندې کړي چې، «ریاست، حکومت او استخباراتي ادارې دې په هرنایي شاهرګ کې د دولتي ادارو پر سرپرستۍ کې د فعالو وسله والو ډلو او همدارنګه د بېلابېلو نومونو لاندې د فعالو وسله والو ډلو سمدستي مخنیوی وکړي چې پر سیمه کې په ترهګرۍ، باج اخیستنې، تښتونو، په بېلابېلو لویو لارو او سړکونو د پوستو په جوړولو، د لاریو او د کانونو د ماشینونو په سوځولو او نورو ترهګریزو پېښو کې ککړ دي او پر دغو پېښو کې ککړ کسان ونیسي، افشا یې کړي او د قضایي پروسې له لارې ورته سخته سزا ورکړي».
دوی له سيمې څخه د تښتول شوو کسانو خوشي کولو د غوښتنې ترڅنګ ویلي، سیمه دې د وسله والو ډلو څخه ازاده کړل شي، د خلکو ځورولو لړۍ دې ودرول شي او هغه پوستې چې د سوداګرۍ او کاروبار پر وړاندې خنډ جوړوي، له منځه يوړل شي.
همداراز د عوامي نشنل ګوند ايالتي مشر اصغر خان اڅکزي هم ادعا کړې، چې د ځواکمنو حلقو نظرونه د پښتنو او بلوڅو سیمو پر طبیعي زیرمو راټول شوي دي، او په همدې نظر په دغه سیمو کې د ناامنۍ او بېثباتۍ حالت ساتل کېږي.
هغه زیاته کړې، چې خلک باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د خپلو سیمو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره منظمه سیاسي او سولهییزه مبارزه وکړي، څو د طبیعي زیرمو پر حق کې د ځایي ولس حق ومنل شي او د تلپاتې سولې لاره هواره شي.
بلوچستان کې اکثرله پر امنيتي او ملېشه «اېف سي» ځواکونو په چيک پوستو د خلکو د ځورولو او ورسره اړونده نور تورونه هم لګي، خو ايالتي حکومت بيا تل دغه تورونه ردوي او وايي چې دغه ځواکونو د تلپاتې سولې لپاره شتون لري.