• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیې د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې له امله افغانانو ته تسلیت ویلی دی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱

په کابل کې د ترکیې سفارت په لغمان کې د ټرافیکي پېښې له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. دغه سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یادې پېښې له امله افغان ولس ته تسلیت هم ویلی دی. په یاده ټرافیکي پېښه کې له پاکستانه راستنېدونکي له ۲۰ ډیر کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.

په کابل کې د ترکیې سفارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې په لغمان ولایت کې رامنځته شوې ټرافیکي پیښې له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده».

دغه سفارت مړه شویو ته د مغفرت او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده: «دوست او ورور افغان ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو».

دغه پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو یوه لارۍ د ننګرهار- لغمان پر لویه لاره له سړک څخه واوښت او چپه شو. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې ۱۰ یې ماشومان او ۵ یې ښځې دي، مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د یادې مرګونې ټرافیکي پېښې په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، متحده عربي امارات او په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم ورته د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۴

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

برلین کې د معترضو افغانانو لاریون؛ نړۍ دې د افغان ښځو غږ واوري

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱

په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو د دغه هېواد په پلازمېنه برلین کې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ اعتراضي لاریون ترسره کړی او ویلي یې دي چې نړۍ دې د افغان ښځو غږ واوري.

په دغه اعتراضي لاریون کې د بشري حقونو فعالانو، معترضو مېرمنو او نورو برخه اخیستې وه، ګډونوالو ویلي چې د دې لاریون موخه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو او نجونو غږ نړیوالې ټولنې ته رسول دي.

لاریونوالو د «ډوډۍ، کار، ازادي»، «طالبان نه منو» او «جنسیتي اپارتاید نه منو» شعارونو په ورکولو سره له افغان ښځو او نورو قشرونو سره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د اساسي او مدني حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ګډونوالو همدارنګه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودېدو پر وړاندې چوپه پاتې نه شي او د هغوی له بنسټیزو حقونو څخه دفاع وکړي.

د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ګڼ محدودیتونه لګولي او هغوی یې له یو شمېر اساسي حقونو، لکه زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو، محرومې کړې دي.

په همدې حال کې، د طالبانو مشر شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د زوجینو د تفریق اړوند یو قانون توشیح کړی دی. د بشري حقونو یو شمېر فعالان او څارونکي دغه سند د ښځو پر حقونو د نویو محدودیتونو یوه بله بېلګه بولي.

د یاد قانون منتقدین وایي چې په سند کې د کم عمره نجونو د ودونو په اړه داسې موارد شته چې د ماشومانو او ښځو له حقونو سره په ټکر کې دي.

بشري حقونو فعالانو دغه قانون د بشري حقونو او د ماشومانو د حقونو ښکاره نقض بللی او د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

ایراني چارواکی: د افغان کډوالو د روغتیا بیمې فیس د ایراني وګړو په پرتله ۸۰ سلنه لوړ دی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د ایران د روغتیا بیمې ادارې مشر، محمد مهدي ناصحي ویلي چې په ایران کې د استوګنې کارت لرونکي افغان کډوال د روغتیا بیمې لپاره د ایراني وګړو په پرتله ۸۰ سلنه زیات فیس ورکوي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د هغو قانوني بهرنیو وګړو د استوګنې د مودې غځول، چې د استوګنې کارت لري، د روغتیا بیمې د ونډې له ورکړې سره مشروط شوي دي.

د ناصحي په وینا، د استوګنیز کارت ټول لرونکي باید د بنسټیزې روغتیا بیمې تر پوښښ لاندې وي او د دوی د قانوني استوګنې دوام به د همدې لګښت له ورکړې سره تړلی وي.

هغه زیاته کړې چې دا مهال له ۱۰۰ زرو څخه کم استوګنیز کارت لرونکي کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د زیانمنو قشرونو د روغتیا بیمې له پروګرام څخه ګټه اخلي.

د ایران د روغتیایي بیمې ادارې مشر ویلي چې نور استوګنیز کارت لرونکي افغان کډوال هم کولای شي د ټاکل شویو تعرفو په ورکولو سره د روغتیا بیمې له خدماتو استفاده وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغان وګړو لپاره د بیمې تعرفه د هغه مبلغ په پرتله ۸۰ سلنه لوړه ده چې ایراني وګړي یې د روغتیا بیمې لپاره ورکوي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، د دې پالیسۍ موخه د بیمې د پوښښ پراخول او د ایران د روغتیايي نظام په چوکاټ کې د قانوني بهرنیو وګړو د درملنې د لګښتونو برابرول دي.

استوګنیز کارت هغه پېژندپاڼه او د استوګنې سند دی چې د ایران حکومت د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو یوې برخې ته ورکوي. د دې کارت لرونکي په ایران کې له ځینو قانوني خدماتو او امتیازونو څخه برخمنېږي.

ذبیح الله مجاهد وايي چین په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان واقعیتونه په پام کې نیسي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه د مذاکراتو د رهبرۍ او د پرېکړه لیکونو د مسودو د چمتو کولو په برخه کې د چین د رول هرکلی کړی. چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان اړوند سلا مشورو او پرېکړه لیکونو د مسودو چمتو کولو مسوولیت لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، ویلي چې بیجینګ د افغانستان د وضعیت په اړه ښه خبر دی او د دوی په ګټه ګامونه پورته کوي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د چین فعال حضور او د افغانستان په تړاو د پرېکړه لیکونو په مسودو کار کول د کابل او بیجینګ ترمنځ د ښو اړیکو ښکارندویي کوي.

د هغه په وینا، دغه هېواد تل هڅه کړې چې په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیسي.

چین یو له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی ساتلی او د طالبانو له حکومت سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.

د چین حکومت هم په وار وار په نړیوالو ناستو کې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

د سیاسي چارو د کارپوهانو په باور، بیجینګ په ملګرو ملتونو کې د خپل نفوذ څخه په استفادې هڅه کوي چې د طالبانو پر وړاندې د لوېدیځو هېوادونو د پرېکړه لیکونو توندوالی کم کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له «غیر‌فعالو صنعتکارانو» صنعتي ځمکې بېرته اخلي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس وايي، صنعت او سوداګرۍ وزارت پرېکړه کړې ده، چې د افغانستان په صنعتي پارکونو کې له غیرفعالو صنعتکارانو صنعتي ځمکې بېرته اخلي. امیر محمد متقي وايي، له هغو صنعتکارانو هم ځمکې اخلي چې د صنعتي فعالیتونو پر ځای یې په نورو موخو کارولې دي.

د طالبانو د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس ددې ډلې اړوندو رسنیو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې که صنعتکارانو صنعتي پارکونه د شخصي موخو لپاره کارولي وی ترې بېرته اخیستل کېږي.

له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې په زابل او غزني ولایتونو کې یې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځمکې تثبیت کړي دي.

یاد وزارت ادعا کړې وه، چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې په هیواد کې د صنعتي سکتور هر اړخیز ملاتړ کړی، د صنعتي فابریکو په جوړولو کې د پام وړ لیوالتیا شته او د نویو صنعتي پارکونو جوړولو ته اړتیا لیدل کېږي.

طالبانو ددې صنعتي پارکونو د جوړېدو، پیل او د پانګونې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

ډيلي میل ورځپاڼه: په افغانستان کې «بچه‌بازي» او د ماشومانو جنسي ځورونه لاهم شته

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۱

بریتانیایۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په یوه رپوټ کې لیکلي چې د طالبانو له ادعاوو سره سره چې ګواکې «بچه‌بازي» یې منع کړې ده، په افغانستان کې له هلکانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه لا هم روانه ده. د رپوټ له مخې، د طالبانو ځینې چارواکي، سیمه‌ییز قوماندانان او بانفوذه کسان په دغه بهیر کې ښکېل دي.

په افغانستان کې د «بچه‌بازۍ» تر نامه لاندې بېوزله او اغیزمن هلکان په ښځینه جامو او سینګار د زورواکو نارینه‌وو مېلمستیاوو ته بیول کېږي.

دوی نڅا ته اړ ایستل کېږي او وروسته ترې کله ناکله جنسي ناوړه ګټه اخیستل کېږي.

راپور وایي چې قربانیانو له دې وضعیت څخه تر تېښتې وروسته د وهلو ټکولو، جنسي تېري او رواني شکنجو کیسې کړې دي.

ډېری یې کله چې لوی شي او ږیرې یې پرمخ راشي، پرېښودل کېږي. یو شمېر قربانیان وروسته نشه‌یي توکو، فحشا یا ځان‌وژنې ته مخه کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستو د پام وړ کمېدو له امله قربانیانو ته د ملاتړ او بیارغونې خدمات هم محدود شوي دي.

راپور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني ‌قاچاق وروستي راپور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ماشومانو جلب‌وجذب، انساني ‌قاچاق او بچه‌بازي لا هم دوام لري.

د راپور له مخې طالبان ماشومان د زور، دوکې او ناسمو ژمنو له لارې جذبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د بچه‌بازۍ داسې پېښې ثبت کړې چې د طالبانو ځینې چارواکي او نورې وسله‌والې ډلې پکې ښکېلې بلل شوې دي.

ژوندي پاتې شویو قربانیانو ویلي چې اوس سیمه‌ییز قوماندانان او بانفوذه کسان د دې ناوړه کړنو اصلي عاملان دي.

ډېلي مېل لیکلي چې بچه‌بازي په افغانستان کې اوږد تاریخ لري او ریښې یې لږ تر لږه تر دیارلسمې پېړۍ رسېږي.