• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کیوبا د سږو د سرطان لپاره نوی واکسین جوړ کړی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱

کیوبا اعلان کړی چې د سږو د سرطان د درملنې لپاره یې یو نوی واکسین جوړ کړی چې د پرمختللي سږي سرطان پر ضد یې اغېزمنې پایلې ښودلې دي.

د روسیې رسنۍ د سپوتنک د راپور له مخې، «واکسیرا» نومې دغه واکسین د کیوبا او ارجنټاین د څېړونکو په ګډو هڅو جوړ شوی دی.

ویل کېږي چې دا واکسین د انسان د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي څو د غیر کوچنیو حجرو د سږي سرطان (NSCLC) حجرې له منځه یوسي، په داسې حال کې چې سالمو نسجونو ته زیان نه رسوي.
د څېړنو د پایلو له مخې، هغه ناروغان چې دغه واکسین یې کارولی، د ژوندي پاتې کېدو منځنۍ موده یې له ۳۴ میاشتو څخه ۷۷ میاشتو ته لوړه شوې ده.

همداراز، ویل شوي چې د دې درمل کلنی لګښت شاوخوا پنځه زره امریکايي ډالره دی، په داسې حال کې چې د ورته لوېدیځو درملنو بیه تر دوو لکو ډالرو پورې رسېږي.

کیوبايي چارواکي دا واکسین د خپل هېواد د بایوټکنالوژۍ په برخه کې یو مهم پرمختګ بولي او وايي چې دغه لاسته راوړنه د اوږدمهالو علمي څېړنو پایله ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې ۷۵۰ میلیونه انسانان د تنباکو پرېښودلو هیله لري

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د تنباکو ضد نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، نږدې ۶۰ سلنه د تنباکو کاروونکي د دې عادت پرېښودو هیله لري، چې شمېر یې په نړۍ کې شاوخوا ۷۵۰ میلیونو کسانو ته رسېږي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د مناسب ملاتړ په ترلاسه کولو سره د تنباکو پرېښودل ممکن دي او د انسان پر روغتیا ژورې مثبتې اغېزې لري.

دغه سازمان د تنباکو ضد نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ایکس‌پاڼه کې له خلکو غوښتي چې د تنباکو له کارولو لاس واخلي او د روغ ژوند لپاره ګام پورته کړي.

یاد سازمان ویلي چې په نړۍ کې نږدې ۶۰ سلنه د تنباکو کاروونکي غواړي دا عادت پرېږدي. د سازمان په وینا، دا شمېر شاوخوا ۷۵۰ میلیونه کسانو ته رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل پیغام کې ویلي: «د مناسب ملاتړ په ترلاسه کولو سره تاسو کولی شئ د تنباکو پرېښودو هیله په حقیقت بدله کړئ.»

سازمان د تنباکو پرېښودو روغتیايي ګټې هم یادې کړې او ویلي یې دي چې له پرېښودو یوازې شل دقیقې وروسته د زړه درزا راټیټېږي، د دوو تر دولسو اوونیو په موده کې د سږو فعالیت ښه کېږي او له یوه کال وروسته د زړه د ناروغیو خطر نږدې نیمایي ته کمېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د تنباکو اعتیاد ماتېدای شي او د هغو کسانو لپاره چې غواړي دا عادت پرېږدي، بېلابېل روغتیايي او مشورتي خدمتونه شته.

د تنباکو ضد نړیواله ورځ هر کال د مې پر ۳۱مه لمانځل کېږي او موخه یې د تنباکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د تنباکو د استعمال د کمولو لپاره د خلکو هڅول دي.

روسیه وايي اوکراین د زاپوریژیا پر اټومي بټۍ برید کړی خو کیېف یې ردوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱

د روسیې د اټومي انرژۍ دولتي شرکت «روس اټوم» د شنبې په ورځ وویل، د اوکراین یوې بې‌پيلوټه الوتکې د روسیې تر کنټرول لاندې د اروپا پر تر ټولو لویې زاپوریژیا اټومي بټۍ برید کړی دی. د دغه شرکت په وینا، برید اصلي او کلیدي تجهیزاتو ته زیان نه دی اړولی، خو د اوکراین پوځ دا ادعا رد کړې ده.

د روسیې د روس اټوم مشر الکسي لیخاچیف دا پېښه «قصدي» وبلله او ویې ویل، چې دغه برید د توربین د تالار په دېوال کې یو سوری رامنځته کړی دی.

لیخاچیف په یوې خبرپاڼه کې وویل: «نن ماسپښین، د اوکراین یوه چاودېدنکې جنګي ډرون د شپږم نمبر برېښنايي واحد د توربین تالار پر ودانۍ برید وکړ چې وروسته په‌کې چاودنه وشوه. دې چاودنې اصلي تجهیزاتو ته کوم زیان نه دی اړولی، خو د توربین تالار دېوال یې سوری کړی دی».

د اوکراین پوځ د روسیې دا ادعا د مسکو «یو بل تبلیغاتي چل» بللی او رد کړې یې ده. اوکرایني لوري ویلي، چې ځواکونو یې د زاپوریژیا د اټومي برېښناکوټ پر شپږم نمبر واحد هیڅ ډول برید نه دی کړی.

د زاپوریژیا اټومي بټۍ د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د روسیې له‌خوا ونیول شوه او د اوکراین په سویل ختیځ، د زاپوریژیا په سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې پرته ده.

دا اټومي سایټ د دې څلور کلنې جګړې په اوږدو کې کله نا کله د ډزو ښکار شوی، چې دغې چارې په یادو تاسیساتو کې د اټومي پېښې د رامنځته کېدو اندېښنې راپارولې دي.

د بشري حقونو نقض؛ په ټګزاس کې د کډوالو تر ټولو لوی پنډغالي مسوولین محکمې ته کاږل کېږي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱

د بشري حقونو مدافع ډلو د امریکا د تګزاس ایالت په الپاسو کې د کډوالو د ساتنې تر ټولو لوی مرکز کې د بشري حقونو د نقض او ناوړه چلند له امله په محکمې کې شکایت کړی دی. په دغه مرکز کې چې د کډوالو د شړلو لپاره جوړ شوی، په تېرو نهو میاشتو کې لږ تر لږه درې تنه مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، دغه شکایت د امریکا د مدني ازادیو ټولنې (ACLU)، د بشري حقونو د څار سازمان او د ټګزاس د مدني حقونو پروژې له‌خوا د هغو څلورو کسانو په استازیتوب ثبت شوی چې اوس مهال په «ایسټ مونټانا» کمپ کې ساتل کېږي. دا پنډغالی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د کډوالو د ډله‌ییز اخراج د تګلارې له مخې جوړ شوی او اوس پکې تر ۲۷۰۰ زیات کډوال ساتل کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌‌دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي وو، چې دغه ۱،۲ میلیارد ډالري کمپ له فدرالي معیارونو سره سم جوړ شوی دی.

د دعوې پر بنسټ، کډوال په داسې ځایونو کې ساتل کېږي چې هېڅ کړکۍ نه‌لري او هلته د ساتونکو له‌خوا له فزیکي شکنجې، ناسمې روغتیايي پاملرنې او انفرادي بند سره مخ دي. په عریضه کې راغلي، چې د ونزوېلا یو کډوال ایریک ایوان روډریګز د ساتونکو له‌خوا دومره ووهل شو، څو د شړل کېدو پاڼې لاسلیک کړي.

همدارنګه د کامرون یو بل کډوال، جیرالډ اکارې انګې هم ویلي، چې د ساتونکو له‌خوا سخت وهل شوی دی.

د روان کال د جنورۍ په درېیمه د کیوبا د یوه کډوال جیرالډو لوناس کامپوس مړینه د طبي معایناتو وروسته د زندۍ کېدو له امله وژنه وبلل شوه، په داسې حال کې چې چارواکو په لومړي سر کې د هغه مړینه د روغتیايي ستونزو له امله بللې وه. د بشري حقونو ډلو ویلي، چې دغه کس د سالنډۍ د درملو د غوښتلو په خاطر تر وهلو ټکولو لاندې مړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له‌خوا د کډوالو د نیولو د کچې په لوړېدو سره، په توقیف ځایونو کې د مړینې کچه په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده.

د نړیوالو مسایلو په تړاو د خبرو لپاره؛ د برېتانیا بهرنیو چارو وزیره چین او هند ته سفر کوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره ایویټ کوپر سبا (دوشنبه- د غبرګولي ۱۱مه) لومړی چین او بیا هند ته په رسمي سفر ځي، څو له دغو دوو سترو نړیوالو قدرتونو سره د هُرمز تنګي د امنیت، د روسیې او اوکراین د جګړې او د اېبولا ناروغۍ د خپرېدو په ګډون پر مهمو نړیوالو مسایلو خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، لندن اعلان کړی چې د کوپر دغه سفرونه به پر هغو موضوعاتو متمرکز وي، چې اوس مهال نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده.

ټاکل شوې، چې ایویټ کوپر د جون په ۲مه په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او د دغه هېواد له مرستیال ولسمشر هان ژینګ سره وګوري او له هغه یوه ورځ وروسته د شینزین ټیکنالوژیکي مرکز ته سفر وکړي.

د برېتانیا لومړي وزیر سټارمر او د چین ولسمشر شي جین پینګ په تېره جنوري میاشت کې په بیجینګ کې د لیدنې پر مهال له سوداګریزو مسایلو سربېره د دوه اړخیزو اړیکو د بیا رغولو په تړاو خبرې کړې وې.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره به د جون په ۴مه هند ته ورسېږي او هلته به د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ایس جې شنکر او یو شمېر متشبثینو او اکاډمیکو شخصیتونو سره وګوري، څو د دواړو هېوادونو د ۲۰۳۵ کال د ګډ لیدلوري پر پلي کېدو خبرې وکړي.

که څه هم تېر کال دواړو هېوادونو د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی، خو د هند د سوداګرۍ سکرتر راجیش اګروال تېره میاشت ویلي وو، چې د فولادو پر وارداتو د لندن د نویو محدودیتونو له امله د دغه تړون پلي کېدل له خنډ سره مخ شوي دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو د وزیرې دغه سفرونه په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران له بریدونو وروسته په سیمه کې جیوپولیټیک تاوتریخوالی خورا زیات شوی او د تېلو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي. د برېتانیا حکومت ویلي، چې له دغو دوو سترو اقتصادي ځواکونو سره د کوپر لیدنې د نړیوالو ننګونو د هواري لپاره خورا مهمې دي.

د یادولو وړ ده چې په فارس خلیج کې د هُرمز تنګي د بندېدو له امله د نړۍ د تېلو د لېږد رالېږد شاوخوا ۲۰ سلنه برخه له جدي خنډ سره مخ شوې ده. د ایران له خوا د هرمز تنګي تړل کېدو او د بېړیو توقیفولو د نړۍ په کچه سوداګري اغېزمنه کړې ده.

تاجکستان له پاکستان سره د ستراتیژیک مشارکت د پیاوړتیا ژمنه تازه کړه

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین ویلي، هېواد یې له پاکستان سره د ستراتیژیک مشارکت پیاوړتیا ته ژمن دی او دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د پراخولو لپاره هڅې کوي.

نوموړي د شنبې ورځ (د غبرګولي ۹مه) په دوشنبه ښار کې د اوبو په اړه د څلورم نړیوال کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، له پاکستان ټلوېزون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې د پام وړ پراخې شوې دي.

هغه وویل: «په ۲۰۲۱ کال کې دواړو هېوادونو خپلې اړیکې په رسمي ډول د ستراتیژیک مشارکت کچې ته لوړې کړې». د هغه په وینا، پاکستان او تاجکستان د ګډو لوژستیکي دهلیزونو پر جوړولو کار کوي، څو د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ خوندي او دوامدارې لارې رامنځته شي.

مهرالدین سیمه‌ییز اتصال د دواړو هېوادونو د همکاریو یو مهم بنسټ بللی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د انرژۍ سکتور د دواړو هېوادونو لپاره د پراخو فرصتونو ډګر وباله او ویې ویل، چې دغه همکاري به د سیمه‌ییز یووالي او اقتصادي ادغام بهیر ته هم وده ورکړي.

هغه زیاته کړه: «د انرژۍ په برخه کې د تاجکستان او پاکستان همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو په ګټه ده، بلکې د سیمه‌ییز ادغام بهیر ته به هم مثبت حرکت ورکړي».

مهرالدین دکاسا ۱۰۰۰ پروژې اهمیت ته په اشارې وویل، چې دواړه هېوادونه به له سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ د دې پروژې د عملي کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تېره اونۍ د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست ويلي وو، چې په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې په درېیو برخو کې پيل شوي چې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. نوموړي زياته کړې وه، چې د یادې پروژې لومړي لاټ چارې بشپړې او د دوو نورو لاټونو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي.