نوموړي د شنبې ورځ (د غبرګولي ۹مه) په دوشنبه ښار کې د اوبو په اړه د څلورم نړیوال کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، له پاکستان ټلوېزون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې د پام وړ پراخې شوې دي.
هغه وویل: «په ۲۰۲۱ کال کې دواړو هېوادونو خپلې اړیکې په رسمي ډول د ستراتیژیک مشارکت کچې ته لوړې کړې». د هغه په وینا، پاکستان او تاجکستان د ګډو لوژستیکي دهلیزونو پر جوړولو کار کوي، څو د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ خوندي او دوامدارې لارې رامنځته شي.
مهرالدین سیمهییز اتصال د دواړو هېوادونو د همکاریو یو مهم بنسټ بللی دی.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د انرژۍ سکتور د دواړو هېوادونو لپاره د پراخو فرصتونو ډګر وباله او ویې ویل، چې دغه همکاري به د سیمهییز یووالي او اقتصادي ادغام بهیر ته هم وده ورکړي.
هغه زیاته کړه: «د انرژۍ په برخه کې د تاجکستان او پاکستان همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو په ګټه ده، بلکې د سیمهییز ادغام بهیر ته به هم مثبت حرکت ورکړي».
مهرالدین دکاسا ۱۰۰۰ پروژې اهمیت ته په اشارې وویل، چې دواړه هېوادونه به له سیمهییزو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ د دې پروژې د عملي کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
تېره اونۍ د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حقپرست ويلي وو، چې په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې په درېیو برخو کې پيل شوي چې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. نوموړي زياته کړې وه، چې د یادې پروژې لومړي لاټ چارې بشپړې او د دوو نورو لاټونو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي.