خیبر پښتونخوا:شمالي وزیرستان کی امنيتي وضعیت له امله ګرځبندیز اعلان شوی

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ولسوالۍ ادارې اعلان کړی چې د مې میاشتې په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه (شنبه او یکشنبه) به په سیمه کې ګرځبندیز وي.

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ولسوالۍ ادارې اعلان کړی چې د مې میاشتې په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه (شنبه او یکشنبه) به په سیمه کې ګرځبندیز وي.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر ویلي، د ګرځبندیز پر مهال به د ولسوالۍ ټولې داخلي او خارجي لارې د ولسي تګ راتګ پر مخ تړلې وي.
د نوموړي په وینا، د خلکو د اسانتیا لپاره به هره ورځ د ماښام له شپږو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پورې په ګرځبندیز کې لنډمهاله نرمي راوستل کیږي.
ځايي چارواکو ویلي، د ګرځبندیز له امله به ټولې لویې لارې د عامو موټرو او ترافیکو پر مخ تړلې وي. له همدې امله یې له اوسېدونکو غوښتي چې د ټاکل شویو وختونو درناوی وکړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.
بلخوا، د ولسوالۍ چارواکو د ګرځبندیز د پلي کېدو رسمي خبرتیا هم خپره کړې ده.
د یادونې وړ ده چې شمالي وزیرستان او سويلي وزیرستان کې امنیتي وضعيت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي، چې له اسلاماباد څخه ګلګت بلتستان ته د ټاکنیز کمپاین لپاره روان وو، خو د پنجاب پولیسو یې مخه نیولې او هوايي ډګر ته یې د تګ اجازه نهده ورکړې. د پنجاب پولیسو لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.
اسد قیصر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) له دغې پېښې وروسته په یوې خبري غونډه کې وویل، کله چې د اسلاماباد هوايي ډګر ته پر لاره وو، نو د ده پر وړاندې لویه لاره تړل شوې وه او وروسته پولیسو ورته وویل، چې سفر نهشي کولای.
اسد قیصر د پوښتنې په توګه مطرح کړې، چې د پنجاب پولیس څنګه کولای شي ګلګت بلتستان ته د ده د سفر مخه ونیسي؟ هغه ادعا وکړه: «د پنجاب پولیسو راسره ناسم چلند کړی دی. زه د ملي شورا پخوانی رییس او اوسنی غړی یم او دا یوه فدرالي موضوع ده. بلاول بوټو هلته شته، لومړی وزیر هم ورځي او هلته اعلانونه کوي».
هغه همداراز څرګنده کړه، چې د پاکستان تحریک انصاف سره تبعیضي چلند کېږي او په وینا یې، د خیبر پښتونخوا لپاره د تحریک انصاف د ګوند مشر هم له ګلګت بلتستان څخه اېستل شوی دی.
بل لور ته، د خیبرپښتونخوا لپاره د پاکستان پیپلز ګوند مشر محمد علي شاه د اسد قیصر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په ایالت کې روانه ناامني او ترهګري د پاکستان تحریک انصاف د ناکامو پالیسیو پایله ده. هغه زیاته کړې، چې یاد ګوند باید پر نورو د تورونو لګولو پر ځای د ایالت د خراب امنیتي وضعیت په اړه ځواب ووایي.
په همدې حال کې، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپريدي بیا ویلي، چې د ګلګت بلتستان د سترې محکمې مشر قاضي ته د یوه لیک د لېږلو په ترڅ کې له هغه غوښتي، چې راتلونکې ټاکنې باید په بشپړ شفاف او عادلانه توګه ترسره شي.
هغه ویلي، په ګلګت بلتستان کې سیاسي فعالان ځورول کېږي، په ناقانونه توګه نیول کېږي او د هغوی د سیاسي فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړېږي.
د يادونې وړ ده، چې ټاکل شوې د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې د جون په ۷مه ټاکنې وشي.
د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر، ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د تورخم دروازه یو ځل بیا افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو او کورنیو پر مخ پرانیستل شوې او د بېرته ستنېدو بهیر عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
د نوموړي په وینا، هغه موټر چې افغان کډوال لېږدوي او همدارنګه تش موټر چې له افغانستان نه بېرته پاکستان ته ستنېږي، خپل عادي تګ راتګ پیل کړی دی. هغه زیاته کړې چې د اړوندو ادارو تر څارنې لاندې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په منظم ډول روانه ده.
انعام الله وزیر ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له امله د مې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې پورې د تورخم دروازه د ستنېدونکو کډوالو پر مخ تړل شوې وه او د بېرته ستنېدو بهیر د څلورو ورځو لپاره ځنډېدلی و.
دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه له نږدې یو کال راهیسې د ترانزیټي او عادي تګ راتګ پر مخ تړلې ده، خو له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له یوه لوري خلاصه ده.
بلخوا، یو شمېر افغان کډوال د بېرته ستنولو د اوږدو اداري پړاوونو او د لنډي کوتل په کمپ کې د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه پرلهپسې شکایتونه کوي.
د وزیرستان قومي مشرانو، سیاسي او ټولنیزو فعالانو او ځوانانو د ناامنۍ، هدفي وژنو، تښتونو او نورو امنیتي ستونزو پر ضد د یوې پراخې قومي امن جرګې د جوړېدو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د سیمې خلک نور د دوامدارې ناامنۍ، جبري بېدرکیو او امنیتي ستونزو د زغملو توان نه لري.
د جرګې د تنظیموونکو په وینا، ټاکل شوې ده چې دغه قومي جرګه نن د مې په ۳۰مه نېټه د واڼه ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د دفتر په تالار کې جوړه شي، چې پکې به د وزیرستان د امنیتي وضعیت، د خلکو د حقونو او د سیمې د راتلونکي په اړه بحث وشي.
د جرګې په اعلان کې راغلي چې د وزیرستان اوسېدونکي له کلونو راهیسې د ترهګرۍ، هدفي وژنو، تښتونو او نورو امنیتي پېښو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د خلکو ژوند، مال او ټولنیز ثبات له جدي ګواښونو سره مخامخ شوی دی.
تنظیموونکي وايي، د وزیرستان ولس تل د سولې، ورورولۍ او ګډ ژوند پلوی پاتې شوی، خو په وروستیو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله یو ځل بیا د خلکو ترمنځ د اندېښنې او بېباورۍ فضا پراخه شوې ده. د دوی په وینا، د ناامنۍ تر ټولو ډېر زیان عامو خلکو، زدهکوونکو، سوداګرو، مزدورانو او قومي مشرانو ته رسېدلی دی.
د اعلامیې له مخې، دولت د خپلو وګړو د امنیت د خوندي کولو او د اساسي قانون له مخې د هغوی د بنسټیزو حقونو د تضمین مسولیت لري. تنظیموونکو ټینګار کړی چې خلک نور د وینې تویېدو، جبري بېدرکیو، په امنیتي پوستو کې د سپکاوي چلند او دوامدارې ناامنۍ د زغملو توان نه لري.
دوی ویلي چې د جرګې موخه د وزیرستان د خلکو غوښتنې او اندېښنې په سولهییز او منظم ډول اړوندو چارواکو ته رسول او په سیمه کې د تلپاتې سولې، ثبات، د قانون د حاکمیت او د انساني کرامت د خونديتوب غوښتنه ده.
د جرګې تنظیموونکو همداراز ټینګار کړی چې دا غونډه د کوم سیاسي ګوند یا ډلې پر ضد نه ده، بلکې د وزیرستان د خلکو د امنیتي اندېښنو د مطرح کولو او د امن لپاره د ګډ ولسي دریځ د څرګندولو په موخه رابلل شوې ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ اړوند د دره ادمخېل په تور څپر سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې ۵ وسلهوال او دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. امنیتي سرچینو زیاته کړې، چې په دې نښته کې څلور نور پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي.
امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وروسته له هغې پلان شول، چې پاکستاني ځواکونو ته په سیمه کې د وسلهوالو د حضور په اړه راپورونه ورسېدل. سرچینې وایي، پاکستاني ځواکونو لومړی د تور څپر غرنۍ سیمه کلابنده کړه او د عملیاتو پر مهال د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته وشوه.
د چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې د وسلهوالو یو پټنځای په بشپړ ډول لهمنځه وړل شوی دی.
تر اوسه هېڅ وسلهوالې ډلې د دغې نښتې په تړاو څه نهدي ویلي. پاکستاني امنیتي مسوولین وایي، چې دغه عملیات به تر هغې روان وي چې سیمه په بشپړ ډول د وسلهوالو له موجودیت څخه پاکه او خوندي شي.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول قبایلي سیمو کې په دې وروستیو کې ناامني زیاته شوې او ډېری قربانیان یې ځايي اوسېدونکي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي چمن کې په یوې ولسي غونډه کې ویلي، په پاکستان کې مېشتو څلورو واړو ایالتونو ته د واک او سرچینو د مساوي حقونو له ورکولو پرته دغه هېواد هېڅکله پرمختګ نهشي کولای.
د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) چمن کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا په ترڅ کې زیاته کړه، چې د پاکستان د روانو سیاسي او اداري ستونزو یوازنی حل د ۱۹۷۳ کال د اساسي قانون په بشپړ پلي کېدو او د منتخب پارلمان د واکمنۍ په منلو کې دی.
محمود خان اڅکزي همداراز څرګنده کړه، چې پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وبلل شي. هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه وویل، چې کابل باید د پاکستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د هغه په وینا، دواړه هېوادونه یو بل ته اړتیا لري او د سیمې د ثبات لپاره دوه اړخیزه همکاري اړینه ده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار وکړ، چې په سیمه کې جګړه د هېڅ ستونزې حللاره نه ده او یوازې د خبرو اترو له لارې په سیمه کې سوله او اقتصادي پرمختګ راتلای شي. هغه پر ډیورند کرښه د سوداګرۍ د ازادو زونونو پر جوړولو ټینګار وکړ او د قبایلي سیمو د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې په مالیاتو کې د تخفیف غوښتنه وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا یادونه وکړه، چې په پاکستان کې ټولو قومونو ته باید مساوي حقونه ورکړل شي. هغه وویل،څو چې د سرچینو او واک عادلانه وېش رامنځته نهشي، پاکستان له روانو بحرانونو څخه نهشي وتلای.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پر ډیورند کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په کونړ او ننګرهار کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک بېځایه شوي دي.