• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رضایت که اړتیا؛ طالبان وایي هره اوونۍ زرګونه افغانان د تماس کمېسیون په هڅو هېواد ته ستنېږي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وایي چې هره اوونۍ د دغه کمېسیون په هڅو ګڼ شمېر افغانان هېواد ته راستانه کېږي. خو د پخوانیو نظامیانو او د طالبانو د منتقدانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او د ډېرو افغانانو د نه راستنېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وایي، د کمېسیون د فعالیت له پیله تر اوسه ۱۳۹۵ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. د هغه په وینا، په دغو کسانو کې د پخواني جمهوري نظام وزیران، مرستیالان، والیان، د ملي او ولایتي شورا غړي، جنرالان او نور پوځي او ملکي چارواکي شامل دي.

وثیق زیاتوي چې سلګونو نورو کسانو ته، چې د پخواني نظام پر مهال یې دندې لرلې او اوس په افغانستان کې ژوند کوي، د مصونیت کارتونه ورکړل شوي دي.

د هغه په خبره، د کمېسیون هڅه دا ده چې هېڅ افغان د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده بهر پاتې نه شي. نوموړی ادعا کوي چې د طالبانو مخالفین د منفي تبلیغاتو له امله په افغانستان کې د ګواښ احساس کوي.

طالبان همداراز ادعا کوي چې افغانستان د پخوا په پرتله ډېر امن شوی دی.

خو منتقدان دا ادعاوې ردوي او وایي چې یو شمېر بېرته راستانه شوي افغانان، په ځانګړي ډول پخواني نظامیان او هغه کسان چې د طالبانو له ایډیالوژۍ سره مخالف وو، په مشکوکو او ناڅرګندو پېښو کې وژل شوي دي.

څه موده وړاندې یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ډسمبر تر پایه لږ تر لږه ۱۴ پخواني نظامیان وژل شوي دي. د راپور له مخې، په قربانیانو کې یو شمېر هغه کسان هم شامل وو چې تازه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي وو.

یو شمېر نور راپورونه هم ښيي چې ځینې پخواني پوځي او امنیتي کارکوونکي هېواد ته له راستنېدو وروسته د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د خوړو او کرنې سازمان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې ځپلو کورنیو لاسنیوی کړی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې د بشري مرستو د ګډ صندوق په مالي ملاتړ یې د ۲۰۲۵ کال له ویجاړوونکې زلزلې وروسته په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې له زیانمنو کرنیزو کورنیو سره مرستې کړې دي.

د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان دفتر په خپل ایکس‌پاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ګډ صندوق په مالي ملاتړ یې د ۲۰۲۵ کال له زلزلې وروسته په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د کروندګرو او مالدارو کورنیو د ملاتړ لپاره بېړني اقدامات ترسره کړي دي.

د یاد سازمان په وینا، په دغو مرستو کې د څارویو درملنه، د اوبو لګولو د کانالونو پاکول او د څارویو لپاره د بېړنۍ خوراکي مرستې وېشل شامل دي.

سازمان ویلي چې دغه اقدامات د هغو کورنیو د ژوند او معیشت د خوندي کولو لپاره ترسره شوي چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې وې او د خپلو څارویو او کرنیزو فعالیتونو پر عوایدو متکي دي.

د خوړو او کرنې سازمان د فهیم په نوم د یوه مالدار مثال هم یاد کړی او ویلي یې دي چې دغو مرستو هغه ته زمینه برابره کړه څو د خپلې کورنۍ هغه څاروي وساتي چې د ژوند او عاید اصلي سرچینه یې بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو او متحده عربي اماراتو د لغمان د پېښې په اړه د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یونسیار) او متحده عربي اماراتو په جلا جلا پیغامونو کې په لغمان ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو د موټر اوښتو له امله د رامنځته شوې مرګونې پېښې په تړاو له افغانانو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب څرګند کړي دي.

یونسیار پر اېکس په خپاره کړي پیغام کې د دغې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې سخت وخت کې یې فکرونه او خواخوږي له زیانمنو کورنیو سره دي. دغه سازمان ټپیانو ته د بېړنۍ او بشپړې روغتیا هیله کړې ده.

ورته مهال، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو او افغان ولس سره خپله خواخوږي او تسلیت شریک کړی او د ټولو ټپیانو لپاره یې د ژر تر ژره روغتیا غوښتنه کړې ده.

دغه پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه چې له پاکستان نه د راستنېدونکو کډوالو یوه لارۍ د لغمان ـ جلال‌اباد پر لویه لاره واوښته. د راپورونو له مخې، په پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې ۱۰ ماشومان او ۵ښځې هم پکې شاملې دي، مړه شوي او نږدې ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

خوشحال خان کاکړ: لویه جرګه، نوی اساسي قانون او ټاکنې د افغانستان اړتیا ده

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د بشري حقونو درناوی، د نجونو او ښځو د زده‌کړو حق تامین، د ټولشموله حکومت جوړول او د رڼو ټاکنو له لارې د واک لېږد د هېواد د ثبات لپاره اړین دي.

خوشحال خان کاکړ د برشور ولسوالۍ یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو جګړو، ناامنۍ او بهرنیو لاسوهنو له امله له سختو ستونزو او زیانونو سره مخ شوی دی.

هغه په افغانستان کې د بشري حقونو د بشپړ رعایت غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او نورو اساسي حقونو لګېدلي محدودیتونه باید پای ته ورسېږي.

نوموړي همداراز وغوښتل چې په افغانستان کې د ټولو قومونو، سیاسي جریانونو او ټولنیزو قشرونو په ګډون یو ټولشموله ملي حکومت جوړ شي. د هغه په وینا، باید لویه جرګه راوبلل شي، نوی اساسي قانون جوړ شي او د شفافو او رڼو ټاکنو له لارې واک د خلکو منتخب استازو ته وسپارل شي.

خوشحال خان کاکړ د خپلې وینا په بله برخه کې د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د طبیعي سرچینو او معدني شتمنیو د مدیریت په اړه هم نیوکه وکړه. هغه ادعا وکړه چې د سیمې طبیعي زیرمې د ځايي خلکو له رضایت پرته شرکتونو ته سپارل کېږي.

هغه وویل: «په توبه اڅکزي، توبه کاکړۍ، برشور، دکۍ، هرنایي او نورو سیمو کې د نایابه معدني موادو پراخې زېرمې شته، خو ځايي خلک ترې هېڅ ګټه نه شي اخیستلای.»

د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر د «کانونو او معدني شتمنیو د ۲۰۲۵ کال قانون» مخالفت هم اعلان کړ او ویې ویل چې د پښتونخوا د طبیعي سرچینو لومړنی حق د همدې سیمو اوسېدونکو ته رسېږي.

نوموړي د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ترهګرۍ، بې‌روزګارۍ، ګراني، جبري لادرکیو او سیاسي محرومیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او له خلکو یې وغوښتل چې د خپلو ملي، سیاسي او ولسي حقونو د خوندي کولو لپاره ګډه او منظمه مبارزه وکړي.

ملا یعقوب: له روسیې سره پوځي ـ تخنیکي تړون د کوم هېواد پر ضد نه دی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ویلي، له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکارۍ د توافقنامې لاسلیک د کوم بل هېواد پر ضد نه دی، بلکې موخه یې د افغانستان د دفاعي او امنیتي وړتیاوو پیاوړتیا ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس له لارې د دفاع وزیر څرګندونې خپرې کړې او ویلي یې دي چې د مسکو او کابل ترمنځ د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ احتمالي توافقنامه به د افغانستان د دفاع او امنیت د ساتنې لپاره وکارول شي.

د دفاع وزیر په وینا، له روسیې سره د دغه ډول همکارۍ په اړه اندېښنې بې‌ځایه دي او دا تړون د کوم بل هېواد پر ضد نه دی طرحه شوی.

هغه زیاته کړې: «که نور هېوادونه هم له افغانستان سره د ورته تړونونو د لاسلیکولو لېوالتیا ولري، موږ ورسره خبرې کولای شو.»

د نوموړي په خبره، د طالبانو حکومت له بېلابېلو هېوادونو سره د هغو همکاریو هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د امنیتي همکاریو د زیاتېدو په اړه راپورونه او بحثونه زیات شوي دي.

په روانه میاشت کې په کابل کې د صنعت او معدن اونۍ پنځم ملي او نړۍ‌وال نندارتون جوړېږي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱

د روانې غبرګولي میاشت په لړ کې به په کابل کې د «صنعت او معدن» اونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانېستل شي. د دغه نندارتون د سمبالوونکو په وینا، په دې نندارتون کې به د افغان پانګوالو او صنعتکارانو تر څنګ د چین، روسیې، منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو پانګوال ګډون وکړي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال خان محمد وردګ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي: «خارجي کمپنیانې به له دغه نندارتون څخه لیدنې وکړي او هغوی ته به فرصت برابر کړي، څو په افغانستان کې پانګونې وکړي».

د افغانستان د نړیوال ننداراتون مرکز مشر محمد صابر لطفي ویلي، چې د ایران، روسیې او ازبکستان چارواکو هم ډاډ ورکړی چې دغه نندارتون کې به ګډون وکړي.

د شېرباز کمین‌زاده په نوم یوه صنعتکار د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې دې نندارتون کې به د افغانستان تولیدات نندارې ته کېښودل شي. د هغه په خبره، دغه نندارتون کولای شي چې په نړیواله کچه د افغانستان د تولیداتو پلور ته لاره برابره کړي.

تر دې مخکې هم طالبانو په کابل کې نندراتونونه جوړ کړي چې په‌کې ډېر کله د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین، روسیې او ایران پانګوالو ګډون کړی دی.

د چین او روسیې سترګې د افغانستان د داخلي تولیداتو پر ځای طبیعي زېرمو ته دي او د کانونو په کېندلو کې پانګونو ته لېوالتیا لري. ډېری چینایي او روسي شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په کانونو کې پانګونې کړي او عملا یې د کېندنو بهیر هم پیل کړی دی.