برلین کې د معترضو افغانانو لاریون؛ نړۍ دې د افغان ښځو غږ واوري

په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو د دغه هېواد په پلازمېنه برلین کې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ اعتراضي لاریون ترسره کړی او ویلي یې دي چې نړۍ دې د افغان ښځو غږ واوري.

په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو د دغه هېواد په پلازمېنه برلین کې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ اعتراضي لاریون ترسره کړی او ویلي یې دي چې نړۍ دې د افغان ښځو غږ واوري.
په دغه اعتراضي لاریون کې د بشري حقونو فعالانو، معترضو مېرمنو او نورو برخه اخیستې وه، ګډونوالو ویلي چې د دې لاریون موخه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو او نجونو غږ نړیوالې ټولنې ته رسول دي.
لاریونوالو د «ډوډۍ، کار، ازادي»، «طالبان نه منو» او «جنسیتي اپارتاید نه منو» شعارونو په ورکولو سره له افغان ښځو او نورو قشرونو سره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د اساسي او مدني حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
ګډونوالو همدارنګه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودېدو پر وړاندې چوپه پاتې نه شي او د هغوی له بنسټیزو حقونو څخه دفاع وکړي.
د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ګڼ محدودیتونه لګولي او هغوی یې له یو شمېر اساسي حقونو، لکه زدهکړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو، محرومې کړې دي.
په همدې حال کې، د طالبانو مشر شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د زوجینو د تفریق اړوند یو قانون توشیح کړی دی. د بشري حقونو یو شمېر فعالان او څارونکي دغه سند د ښځو پر حقونو د نویو محدودیتونو یوه بله بېلګه بولي.
د یاد قانون منتقدین وایي چې په سند کې د کم عمره نجونو د ودونو په اړه داسې موارد شته چې د ماشومانو او ښځو له حقونو سره په ټکر کې دي.
بشري حقونو فعالانو دغه قانون د بشري حقونو او د ماشومانو د حقونو ښکاره نقض بللی او د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.