• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نورستان اوسېدونکو له سیلانیانو د نظم د مراعاتولو غوښتنه کړې

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۹ GMT+۱

د اختر په ورځو کې د نورستان د منظرو لیدلو ته ګڼ هېوادوال ورمات شوي وو. په دې لړ کې په هوايي ډزو او سقوطي مرمیو کې یو ځايي اوسېدونکی وژل شوی او پرون بیا د سیلانیانو یوه موټر یو ټرافیک وهلی او پښه یې ورماته کړې ده. د نورستان اوسېدونکي له سیلانیانو د نظم مراعاتولو غوښتونکي دي.

د نورستان یو شمېر اوسېدونکي، سیلانیان او طالب مسوولین دغه ولایت ته د ورتلونکو سیلانیانو له لوري د نظم او پاکۍ د مراعاتولو غوښتنه کړې ده.

په خواله رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېږي او په‌کې لیدل کېږي چې د نورستان پارون کې سېلانیان هوايي ډزې کوي او له هر لوري څخه د مرمیو غږونه اورېدل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې وسلې یوازې له طالبانو سره دي او بل څوک د وسلې د ساتنې، لېږدونې او کارونې اجازه نه‌لري.

د اسباط‌ الله په نوم یوه اوسېدونکي له سیلانیانو د نظافت له مراعاتولو سربېره له هغوی په کلکه وغوښتل، چې د وسلو له راوړلو او بې‌ځایه ډزو څخه ډډه وکړي.

هغه وویل: «له هر ولایت څخه چې هر څوک نورستان ته راځي، دا غوښتنه لرم، چې د نظافت خیال وساتي. بل هغه ضرري شیان لکه د وسلو له راوړلو جدا ډډه وکړي بیخي دې له ځانه سره نه‌راوړي، ځکه امنیت تامین دی هېڅ ستونزه نشته».

دا په داسې حال کې ده، چې پرون (شنبه د غبرګولي ۹مه) د نورستان په مرکز پارون کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي وو، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې د سېلانیانو د هوایي ډزو او سقوطي مرمیو له امله د پارون اړوند اسټوي کلي یو اوسېدونکی چې زین‌السلام نومیده وژل شوی دی.

د طالبانو د نورستان ولایت امنیه قومندانۍ بیا ویلي، د مرکز پارون اړوند اسټوي سیمه کې د زین‌الاسلام په نوم د یوه کس د وژل کېدو په تړاو یې درې کسان نیولي دي.

د اسټوي کلي اوسېدونکو غوښتنه لري، چې د مېلو په ورځو کې نورستان ته ورتلونکي سیلانیان باید له وسلو سره پرېنښودل شي.

یوه ځایي اوسېدونکي وویل: «موږ غرونو او بانډو کې شپه او ورځ کار کوو او دغه بې احتیاطه ډزې کولای شي چې د خلکو په کورونو کې غمونه جوړ کړي».

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ټرافیک امر محمد داوود شمس بیا وايي، د قاري عنایت‌الله شاه‌ بخاري چې نشیګرام کلي اوسېدونکی او د ټرافیک مدیریت د تنظیم غړی دی، د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کي د سېلانیانو له لوري د فلډر ډوله موټر په ټکر کې سخت ټپي شوی دی.

د نوموړي په وینا، د یاد ټرافیک چپه پښه ماتې شوې او دمګړۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ټپي شوی ټرافیک
100%
ټپي شوی ټرافیک

په ورته وخت کې د ننګرهار پخواني والي ضیا‌الحق امرخېل په نورستان کې د سیلانیانو له لوري پر رامنځته شویو بې‌نظمیو خواشیني څرګنده کړې او د نظم پر مراعاتولو یې ټينګار کړی دی.

هغه ویلي: «دوی [سیلانیان] به هر ځای چې تلل، له تګ وروسته به یې سیمه په کثافاتو ککړه پرېښوده او د ځایي اوسېدونکو فصلونو ته به یې هم زیان رساوه».

هغه هیله څرګنده کړې: «سیلانیان د سیمې د اوسېدونکو د ازار او اذیت لامل ونه ګرځي، د چاپېریال ساتنې ته پاملرنه وکړي او عامه نظم ته درناوی ولري».

د پارون اړوند یوه تفریحي سیمه
100%
د پارون اړوند یوه تفریحي سیمه

په ورته وخت کې یو شمېر نور سیلانیان بیا په دغه ولایت کې له خرابو لارو شکایت لري او له اړوندو مسوولینو د لارو جوړولو او پخولو غوښتونکي دي.

د نورستان د یوې برخې خرابه لاره
100%
د نورستان د یوې برخې خرابه لاره

د یادونې وړ ده، چې نورستان د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د ملي پارک په نوم نومول شوی دی او په دې وروستیو کې له هېوادوالو سربېره یو شمېر بهرني سیلانیان هم ورمات شوي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۴

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د اختر په ورځو کې ترافیکي پېښو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۱

طالبانو وایي چې د لوی اختر په ورځو کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۸۰ زیاتې ترافیکي پېښې ثبت شوي چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي. دوی ویلي، دغه پېښې تر ډېره د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ، له ټاکلي حده د زیات سرعت او د ترافیکي قوانینو د نه مراعات له امله رامنځته شوي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، دغه پېښې په پکتیا، غزني، کونړ او بلخ ولایتونو کې رامنځته شوې دي.

د پکتیا ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي چې د اختر په ورځو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶ ترافیکي پېښې شوې دي. د یادو پېښو له امله یو ماشوم مړ شوی او ۱۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

بل لور ته په غزني ولایت کې د طالبانو چارواکو ویلي چې د اختر په ورځو کې ۳۴ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي چې په پایله کې یې درې کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا، ډېری دغه پېښې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې دي.

همدارنګه په غزني کې د اختر پر مهال د ډوبېدو په جلا پېښو کې پنځه نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کونړ ولایت د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ هم د اختر په ورځو کې د څو ترافیکي پېښو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغو پېښو کې دوه کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعات د دغو پېښو اصلي لاملونه وو.

په بلخ ولایت کې هم د اختر په ورځو کې ۱۸ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې شپږ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په لغمان ولایت کې یوه خونړۍ ترافیکي پېښه رامنځته شوه.

د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا، د پېښې ټول قربانیان له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال وو او پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د هغوی موټر د قرغیو ولسوالۍ په سیمه کې له سړک څخه واوښت او چپه شو.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتوالی د سړکونو د وضعیت، د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د کمزوري پلي کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر: ایران کې میلیونونه افغانان له جګړې او اقتصادي بحران سره مخ دي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ، خبرداری ورکړی، چې په ایران کې مېشت میلیونونه افغانان د جګړې او اقتصادي بحران له امله له سختو شرایطو سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په ایران کې د وروستیو بمباریو له امله افغان او ایراني ماشومان له رواني او ذهني زیانونو سره مخ شوي دي.

د هغه په وینا، د ناروې د کډوالو شورا له خپلو شریکانو سره په ګډه د افغان کډوالو لپاره ټولنیز مرکزونه چلوي، چې په کې ماشومانو ته د لومړنیو زده‌کړو ترڅنګ د رواني ملاتړ او د جګړې د صدمو د درملنې اړوند خدمتونه هم وړاندې کېږي.

ایګلنډ ویلي چې ګڼو والدینو ورته ویلي، د جګړې له امله رامنځته شوي اقتصادي بحران کې یې خپلې د عاید سرچینې له لاسه ورکړې او اوس د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر ټینګار کړی چې له څلورو میلیونو څخه ډېر افغانان په ایران کې ژوند کوي او نړیواله ټولنه باید له هغوی سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

هغه همدارنګه ویلي چې په تهران کې یې د یوه زیانمن شوي استوګنیز کمپلکس لیدنه کړې او د توغندیزو بریدونو په کنډوالو کې یې د ماشومانو لوبتکې او درسي کتابونه لیدلي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي، او ګڼې کورنۍ اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي.

ایګلنډ زیاته کړې چې زرګونو زیانمنو کورنیو د ناروې د کډوالو شورا له بېړنیو مرستو ګټه اخیستې ده.

هغه ویلي چې د ناروې او سویډن په مالي ملاتړ شاوخوا ۹ زره هغو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې چې د جګړې پر مهال یې خپل ټول شتمنۍ له لاسه ورکړې دي.

خو نوموړي د موجودو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مالي سرچینو له کمښت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ډېرو مرسته کوونکو هېوادونو لا هم په ایران کې د افغان کډوالو او جګړه ځپلو ملکي وګړو د ملاتړ لپاره کافي مرسته نه ده کړې.

د ناروې د کډوالو شورا مشر تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د امریکا او اسرائیل د هوايي بریدونو له امله شاوخوا ۳،۲ میلیونه کسان په ایران کې له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د هغه په وینا، ډېرو دغو کسانو خپل کورونه، سپما او حتی خپلوان له لاسه ورکړي او اوس د جګړې له اقتصادي پایلو سره مخ دي.

ایګلنډ ټینګار کړی چې ایران د شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغان کډوالو په کوربتوب سره د نړۍ له سترو کوربه هېوادونو څخه دی، خو د ټولو اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره موجود امکانات او سرچینې بسنه نه کوي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که نوې او همغږې نړیوالې مرستې برابرې نه شي، د جګړې بشري او اقتصادي اغېزې به د راتلونکو کلونو لپاره د میلیونونو کورنیو پر ژوند سیوری وغورځوي.

ترکیې د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې له امله افغانانو ته تسلیت ویلی دی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱

په کابل کې د ترکیې سفارت په لغمان کې د ټرافیکي پېښې له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. دغه سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یادې پېښې له امله افغان ولس ته تسلیت هم ویلی دی. په یاده ټرافیکي پېښه کې له پاکستانه راستنېدونکي له ۲۰ ډیر کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.

په کابل کې د ترکیې سفارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې په لغمان ولایت کې رامنځته شوې ټرافیکي پیښې له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده».

دغه سفارت مړه شویو ته د مغفرت او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده: «دوست او ورور افغان ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو».

دغه پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو یوه لارۍ د ننګرهار- لغمان پر لویه لاره له سړک څخه واوښت او چپه شو. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې ۱۰ یې ماشومان او ۵ یې ښځې دي، مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د یادې مرګونې ټرافیکي پېښې په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، متحده عربي امارات او په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم ورته د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

برلین کې د معترضو افغانانو لاریون؛ نړۍ دې د افغان ښځو غږ واوري

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱

په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو د دغه هېواد په پلازمېنه برلین کې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ اعتراضي لاریون ترسره کړی او ویلي یې دي چې نړۍ دې د افغان ښځو غږ واوري.

په دغه اعتراضي لاریون کې د بشري حقونو فعالانو، معترضو مېرمنو او نورو برخه اخیستې وه، ګډونوالو ویلي چې د دې لاریون موخه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو او نجونو غږ نړیوالې ټولنې ته رسول دي.

لاریونوالو د «ډوډۍ، کار، ازادي»، «طالبان نه منو» او «جنسیتي اپارتاید نه منو» شعارونو په ورکولو سره له افغان ښځو او نورو قشرونو سره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د اساسي او مدني حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ګډونوالو همدارنګه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودېدو پر وړاندې چوپه پاتې نه شي او د هغوی له بنسټیزو حقونو څخه دفاع وکړي.

د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ګڼ محدودیتونه لګولي او هغوی یې له یو شمېر اساسي حقونو، لکه زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو، محرومې کړې دي.

په همدې حال کې، د طالبانو مشر شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د زوجینو د تفریق اړوند یو قانون توشیح کړی دی. د بشري حقونو یو شمېر فعالان او څارونکي دغه سند د ښځو پر حقونو د نویو محدودیتونو یوه بله بېلګه بولي.

د یاد قانون منتقدین وایي چې په سند کې د کم عمره نجونو د ودونو په اړه داسې موارد شته چې د ماشومانو او ښځو له حقونو سره په ټکر کې دي.

بشري حقونو فعالانو دغه قانون د بشري حقونو او د ماشومانو د حقونو ښکاره نقض بللی او د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

ایراني چارواکی: د افغان کډوالو د روغتیا بیمې فیس د ایراني وګړو په پرتله ۸۰ سلنه لوړ دی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د ایران د روغتیا بیمې ادارې مشر، محمد مهدي ناصحي ویلي چې په ایران کې د استوګنې کارت لرونکي افغان کډوال د روغتیا بیمې لپاره د ایراني وګړو په پرتله ۸۰ سلنه زیات فیس ورکوي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د هغو قانوني بهرنیو وګړو د استوګنې د مودې غځول، چې د استوګنې کارت لري، د روغتیا بیمې د ونډې له ورکړې سره مشروط شوي دي.

د ناصحي په وینا، د استوګنیز کارت ټول لرونکي باید د بنسټیزې روغتیا بیمې تر پوښښ لاندې وي او د دوی د قانوني استوګنې دوام به د همدې لګښت له ورکړې سره تړلی وي.

هغه زیاته کړې چې دا مهال له ۱۰۰ زرو څخه کم استوګنیز کارت لرونکي کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د زیانمنو قشرونو د روغتیا بیمې له پروګرام څخه ګټه اخلي.

د ایران د روغتیایي بیمې ادارې مشر ویلي چې نور استوګنیز کارت لرونکي افغان کډوال هم کولای شي د ټاکل شویو تعرفو په ورکولو سره د روغتیا بیمې له خدماتو استفاده وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغان وګړو لپاره د بیمې تعرفه د هغه مبلغ په پرتله ۸۰ سلنه لوړه ده چې ایراني وګړي یې د روغتیا بیمې لپاره ورکوي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، د دې پالیسۍ موخه د بیمې د پوښښ پراخول او د ایران د روغتیايي نظام په چوکاټ کې د قانوني بهرنیو وګړو د درملنې د لګښتونو برابرول دي.

استوګنیز کارت هغه پېژندپاڼه او د استوګنې سند دی چې د ایران حکومت د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو یوې برخې ته ورکوي. د دې کارت لرونکي په ایران کې له ځینو قانوني خدماتو او امتیازونو څخه برخمنېږي.