• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډزو، تاوتریخوالي او ټرافیکي پېښو له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د پولیسو او ځايي سرچینو په وینا، دغه پېښې په مکران، چمن، کوټه، ډېره بګټي، ګوادر او زیارت ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د پولیسو په وینا، د مکران ساحلي لویې لارې د چربندر کراس په سیمه کې د دوو کسانو مړي موندل شوي دي. چارواکي وایي، له لومړنیو قانوني چارو او پلټنو وروسته مړي د قربانیانو کورنیو ته سپارل شوي دي.

بلخوا، د چمن ولسوالۍ د روغاني ټاپ په سیمه کې ناپېژاندو موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر خلکو ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې، په دې برید کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، د کوټې ښار د ختیځ بایپاس په سیمه کې هم ناپېژاندو وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی دی.

راپورونه ښيي چې د کوټې د سرکي سړک په سیمه کې یو سپینږیری کس د پولیسو د ادعا شوي تشدد له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پولیسو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

همداراز، د ډېره بګټي ولسوالۍ په یوه سیمه کې د ناپېژاندو کسانو د ډزو له امله یو کس ټپي شوی دی.

په ګوادر کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او یو بل کس ټپي شوی دی.

بل لور ته، د زیارت ولسوالۍ د کُچ په سیمه کې د یوې مسافر وړونکې موټر او بل موټر ترمنځ د ټکر له امله لس کسان سخت ټپیان شوي دي.

امنیتي او د قانون پلي کوونکو ادارو ویلي چې د یادو ټولو پېښو د څرنګوالي او عاملینو د پېژندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۴

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

خوشحال خان کاکړ: لویه جرګه، نوی اساسي قانون او ټاکنې د افغانستان اړتیا ده

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د بشري حقونو درناوی، د نجونو او ښځو د زده‌کړو حق تامین، د ټولشموله حکومت جوړول او د رڼو ټاکنو له لارې د واک لېږد د هېواد د ثبات لپاره اړین دي.

خوشحال خان کاکړ د برشور ولسوالۍ یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو جګړو، ناامنۍ او بهرنیو لاسوهنو له امله له سختو ستونزو او زیانونو سره مخ شوی دی.

هغه په افغانستان کې د بشري حقونو د بشپړ رعایت غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او نورو اساسي حقونو لګېدلي محدودیتونه باید پای ته ورسېږي.

نوموړي همداراز وغوښتل چې په افغانستان کې د ټولو قومونو، سیاسي جریانونو او ټولنیزو قشرونو په ګډون یو ټولشموله ملي حکومت جوړ شي. د هغه په وینا، باید لویه جرګه راوبلل شي، نوی اساسي قانون جوړ شي او د شفافو او رڼو ټاکنو له لارې واک د خلکو منتخب استازو ته وسپارل شي.

خوشحال خان کاکړ د خپلې وینا په بله برخه کې د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د طبیعي سرچینو او معدني شتمنیو د مدیریت په اړه هم نیوکه وکړه. هغه ادعا وکړه چې د سیمې طبیعي زیرمې د ځايي خلکو له رضایت پرته شرکتونو ته سپارل کېږي.

هغه وویل: «په توبه اڅکزي، توبه کاکړۍ، برشور، دکۍ، هرنایي او نورو سیمو کې د نایابه معدني موادو پراخې زېرمې شته، خو ځايي خلک ترې هېڅ ګټه نه شي اخیستلای.»

د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر د «کانونو او معدني شتمنیو د ۲۰۲۵ کال قانون» مخالفت هم اعلان کړ او ویې ویل چې د پښتونخوا د طبیعي سرچینو لومړنی حق د همدې سیمو اوسېدونکو ته رسېږي.

نوموړي د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ترهګرۍ، بې‌روزګارۍ، ګراني، جبري لادرکیو او سیاسي محرومیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او له خلکو یې وغوښتل چې د خپلو ملي، سیاسي او ولسي حقونو د خوندي کولو لپاره ګډه او منظمه مبارزه وکړي.

بلوچ فعالانو په جرمني کې د چاغي اټومي ازموینو پر ضد لاریون وکړ

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د بلوچ نیشنل موومنټ (بي اېن اېم) غړو د جرمني په کولون ښار کې د احتجاجي لاریون پر مهال د ۱۹۹۸ کال د مې په ۲۸مه په بلوچستان کې د پاکستان د اټومي ازموینو پر ضد اعتراض وکړ او ادعا یې وکړه چې د دغو چاودنو اغېزې لا هم د سیمې د اوسېدونکو پر ژوند او روغتیا سیوری غوړولی دی.

ددغه لاریون ګډونوالو د بلوچستان د چاغي په سیمه کې د پاکستان د اټومي ازموینو مخالفت وکړ.

پاکستان د ۱۹۹۸ کال د مې په ۲۸مه خپله اټومي وړتیا ولمانځله، خو بلوچ ملتپالان ادعا کوي چې د دغو ازموینو بار د بلوچستان خلکو پر اوږو پرېوت او سیمه یې له ناروغیو، محرومیتونو او ستونزو سره مخ کړه.

اعتراض کوونکو ویلي چې د چاغي په غرونو کې د ترسره شویو چاودنو اغېزې تر اوسه هم احساسېږي. د هغوی په وینا، د سرطان او نورو خطرناکو ناروغیو له امله ګڼو کورنیو خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.

د لاریون ګډونوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د چاغي د اټومي ازموینو د اوږدمهالو روغتیايي او چاپېریالي اغېزو په اړه جدي څېړنې او ارزونې ترسره کړي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو اسلام‌اباد له دې وړاندې د ۱۹۹۸ کال اټومي ازموینې د هېواد د دفاعي وړتیا مهمه لاسته راوړنه بللې وه.

تاجکستان له پاکستان سره د ستراتیژیک مشارکت د پیاوړتیا ژمنه تازه کړه

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین ویلي، هېواد یې له پاکستان سره د ستراتیژیک مشارکت پیاوړتیا ته ژمن دی او دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د پراخولو لپاره هڅې کوي.

نوموړي د شنبې ورځ (د غبرګولي ۹مه) په دوشنبه ښار کې د اوبو په اړه د څلورم نړیوال کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، له پاکستان ټلوېزون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې د پام وړ پراخې شوې دي.

هغه وویل: «په ۲۰۲۱ کال کې دواړو هېوادونو خپلې اړیکې په رسمي ډول د ستراتیژیک مشارکت کچې ته لوړې کړې». د هغه په وینا، پاکستان او تاجکستان د ګډو لوژستیکي دهلیزونو پر جوړولو کار کوي، څو د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ خوندي او دوامدارې لارې رامنځته شي.

مهرالدین سیمه‌ییز اتصال د دواړو هېوادونو د همکاریو یو مهم بنسټ بللی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د انرژۍ سکتور د دواړو هېوادونو لپاره د پراخو فرصتونو ډګر وباله او ویې ویل، چې دغه همکاري به د سیمه‌ییز یووالي او اقتصادي ادغام بهیر ته هم وده ورکړي.

هغه زیاته کړه: «د انرژۍ په برخه کې د تاجکستان او پاکستان همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو په ګټه ده، بلکې د سیمه‌ییز ادغام بهیر ته به هم مثبت حرکت ورکړي».

مهرالدین دکاسا ۱۰۰۰ پروژې اهمیت ته په اشارې وویل، چې دواړه هېوادونه به له سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ د دې پروژې د عملي کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تېره اونۍ د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست ويلي وو، چې په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې په درېیو برخو کې پيل شوي چې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. نوموړي زياته کړې وه، چې د یادې پروژې لومړي لاټ چارې بشپړې او د دوو نورو لاټونو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي.

اسد قیصر: د پنجاب پولیسو ګلګت بلتستان ته زما د سفر مخه ونیوله

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱

د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي، چې له اسلام‌اباد څخه ګلګت بلتستان ته د ټاکنیز کمپاین لپاره روان وو، خو د پنجاب پولیسو یې مخه نیولې او هوايي ډګر ته یې د تګ اجازه نه‌ده ورکړې. د پنجاب پولیسو لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

اسد قیصر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) له دغې پېښې وروسته په یوې خبري غونډه کې وویل، کله چې د اسلام‌اباد هوايي ډګر ته پر لاره وو، نو د ده پر وړاندې لویه لاره تړل شوې وه او وروسته پولیسو ورته وویل، چې سفر نه‌شي کولای.

اسد قیصر د پوښتنې په توګه مطرح کړې، چې د پنجاب پولیس څنګه کولای شي ګلګت بلتستان ته د ده د سفر مخه ونیسي؟ هغه ادعا وکړه: «د پنجاب پولیسو راسره ناسم چلند کړی دی. زه د ملي شورا پخوانی رییس او اوسنی غړی یم او دا یوه فدرالي موضوع ده. بلاول بوټو هلته شته، لومړی وزیر هم ورځي او هلته اعلانونه کوي».

هغه همداراز څرګنده کړه، چې د پاکستان تحریک انصاف سره تبعیضي چلند کېږي او په وینا یې، د خیبر پښتونخوا لپاره د تحریک انصاف د ګوند مشر هم له ګلګت بلتستان څخه اېستل شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ادعا کړې چې ګلګت کې یې د خيبرپښتونخوا مشر او پارلماني غړي نيول شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

بل لور ته، د خیبرپښتونخوا لپاره د پاکستان پیپلز ګوند مشر محمد علي شاه د اسد قیصر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په ایالت کې روانه ناامني او ترهګري د پاکستان تحریک انصاف د ناکامو پالیسیو پایله ده. هغه زیاته کړې، چې یاد ګوند باید پر نورو د تورونو لګولو پر ځای د ایالت د خراب امنیتي وضعیت په اړه ځواب ووایي.

په همدې حال کې، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپريدي بیا ویلي، چې د ګلګت بلتستان د سترې محکمې مشر قاضي ته د یوه لیک د لېږلو په ترڅ کې له هغه غوښتي، چې راتلونکې ټاکنې باید په بشپړ شفاف او عادلانه توګه ترسره شي.

هغه ویلي، په ګلګت بلتستان کې سیاسي فعالان ځورول کېږي، په ناقانونه توګه نیول کېږي او د هغوی د سیاسي فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړېږي.

د يادونې وړ ده، چې ټاکل شوې د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې د جون په ۷مه ټاکنې وشي.

اسحاق ډار له ابراهيمي تړون سره د پاکستان د يو ځای کېدو اوازې رد کړې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له ابراهيمي تړون سره د پاکستان د یو ځای کېدو اوازې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د فلسطین د خپلواک دولت تر پېژندلو پورې به په دې اړه د اسلام‌اباد په دریځ کې هېڅ ډول «نرمښت» رانه‌شي.

د پاکستان د اېکسپرېس ورځپاڼې د خبر له‌مخې، اسحاق ډار د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) په واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې رسنیو ته وویل: «د ابراهيمي تړون په اړه ډېرې اوازې خپرېږي، خو په دې اړه د پاکستان دریځ خورا روښانه او ثابت دی. تر هغې چې فلسطین د ۱۹۶۷ کال له ماډل سره سم، چې قدس شریف یې پلازمېنه وي په رسمیت ونه‌پېژندل شي، هېڅ نرمښت به ونه‌ښي».

د خبر له‌مخې، اسحاق ډار د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره تر کتنې وروسته دغه خبره کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له‌خوا دا سپيناوی څو ورځې وروسته له هغې څرګندېږي، چې د مې پر ۲۵مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ده د قطر، سعودي عربستان، پاکستان، مصر، اردن او ترکیې په ګډون له څو هېوادونو څخه غوښتي، چې له اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره له ابراهيمي تړون سره یوځای شي.

ټرمپ ويلي وو، له ايران سره د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په اړه هم د دغو هېوادونو له مشرانو سره یې خبرې کړې دي.

ابراهيمي تړون

ابراهیمي تړون هغه تړون ته ویل کېږي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، د امریکا په منځګړیتوب د اسرایيل او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره لاسلیک شو.

په دغه تړون کې لومړی متحده عربي امارات او بحرين شامل شول او له اسرایيل سره یې رسمي اړیکې جوړې کړې، وروسته بيا سوډان او مراکش هم ورسره یوځای شول.

په دې تړون کې؛ د اسرايیل او عربي هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړېدل، سوداګریز، اقتصادي او امنیتي همکارۍ، د الوتنو او سیاحت اسانتیاوې، د ټکنالوژۍ او پانګونې پراختیا شاملې دي.

هغه وخت ویل شوي وو، چې دغه تړون ته د ابراهيم نوم ځکه ورکړل شوی، چې مسلمانان، عیسویان او یهودیان ټول ابراهیم (ع) خپل ګډ پیغمبر ګڼي، نو د سولې او ګډ تفاهم د سمبول په توګه دا نوم ورته غوره شوی دی.

خو ځینې یې په ځانګړي ډول فلسطینیان، پر دې تړون نیوکې لري او وايي، چې فلسطين په‌کې له پامه غورځول شوی، خو ملاتړ کوونکي یې په اړه څرګندوي، چې دا تړون د منځني ختیځ د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره مهم دی.