په افغانستان کې د «بچهبازۍ» تر نامه لاندې بېوزله او اغیزمن هلکان په ښځینه جامو او سینګار د زورواکو نارینهوو مېلمستیاوو ته بیول کېږي.
دوی نڅا ته اړ ایستل کېږي او وروسته ترې کله ناکله جنسي ناوړه ګټه اخیستل کېږي.
راپور وایي چې قربانیانو له دې وضعیت څخه تر تېښتې وروسته د وهلو ټکولو، جنسي تېري او رواني شکنجو کیسې کړې دي.
ډېری یې کله چې لوی شي او ږیرې یې پرمخ راشي، پرېښودل کېږي. یو شمېر قربانیان وروسته نشهیي توکو، فحشا یا ځانوژنې ته مخه کوي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستو د پام وړ کمېدو له امله قربانیانو ته د ملاتړ او بیارغونې خدمات هم محدود شوي دي.
راپور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق وروستي راپور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ماشومانو جلبوجذب، انساني قاچاق او بچهبازي لا هم دوام لري.
د راپور له مخې طالبان ماشومان د زور، دوکې او ناسمو ژمنو له لارې جذبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د بچهبازۍ داسې پېښې ثبت کړې چې د طالبانو ځینې چارواکي او نورې وسلهوالې ډلې پکې ښکېلې بلل شوې دي.
ژوندي پاتې شویو قربانیانو ویلي چې اوس سیمهییز قوماندانان او بانفوذه کسان د دې ناوړه کړنو اصلي عاملان دي.
ډېلي مېل لیکلي چې بچهبازي په افغانستان کې اوږد تاریخ لري او ریښې یې لږ تر لږه تر دیارلسمې پېړۍ رسېږي.