سهیل اپریدی: د عمران خان د یوې سترګې ۸۵ سلنه لید له منځه تللی

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ادعا کړې چې د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د یوې سترګې ۸۵ سلنه لید له منځه تللی دی. هغه ویلي چې یو ځل بیا به د اډیاله زندان مخې ته ورشي.

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ادعا کړې چې د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د یوې سترګې ۸۵ سلنه لید له منځه تللی دی. هغه ویلي چې یو ځل بیا به د اډیاله زندان مخې ته ورشي.
سهیل اپریدي د یکشنبې په شپه په پېښور کې د ګوند پارلماني غونډې ته په وینا کې وویل: «د جعلي حکومت د سختدریځۍ او د زندان د ادارې د بېغورۍ له امله د عمران خان د یوې سترګې نږدې ۸۵ سلنه لید له منځه تللی دی».
هغه زیاته کړه چې د عمران خان کورنۍ او د ګوند غړي هم له هغه سره د لیدنې اجازه نه لري، او د هغه د روغتیا په اړه معلومات پټ ساتل کېږي، چې دا چاره اندېښنې لا زیاتوي.
هغه وویل: «د سې شنبې په ورځ به یو ځل بیا ټول په ګډه د اډیاله زندان مخې ته ولاړ شو او له جعلي حکومت او د دغه حکومت له جوړوونکو څخه به وغواړو چې د عمران خان درملنه د هغه او د هغه د کورنۍ د خوښې له مخې، د هغه د خپل ډاکټر او په ټاکل شوي روغتون کې ترسره شي».
تحریک انصاف ګوند تور لګوي چې عمران خان ته د خپل ډاکټر له خوا د درملنې اسانتیاوې نه ورکول کېږي، خو مرکزي حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې عمران خان ته تل د روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
سهیل اپریدي غونډې ته دا هم وویل چې په غونډه کې د اسمبلۍ د غړو پراخ ګډون هغه اوازې ردوي چې ګواکې په ګوند کې دننه کومه ډله جوړه شوې ده. هغه همدارنګه د راتلونکې بودجې په اړه هم خبرې وکړې.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، دین د انسان او د هغه د خالق ترمنځ شخصي اړیکه ده او هېڅوک د دین د انحصار یا مطلق واک ادعا نه شي کولای. نوموړي دا څرګندونې د «رښتیا رښتیا دي»په نوم د خپلې نوې پوډکاسټ خپرونې په اړه د تبصرو پر مهال کړې دي.
اېمل ولي خان ویلي، «دا څه چې اوس روان دي، باور وکړئ چې دا لا هېڅ هم نه دي. کله چې زه خپله مخې ته راشم او په خپرونه کې د تاریخ هغه پټ فصلونه راوسپړم چې کلونه، کلونه یې د پټ ساتلو هڅې شوې دي، نو د ډېرو خلکو لپاره به یې زغمل اسانه نه وي.»
هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی: «دین د انسان او د هغه د خالق ترمنځ شخصي اړیکه ده، او هېڅوک په دې برخه کې د انحصار یا واک ادعا نه شي کولای. موږ ټول به د الله تعالی پر وړاندې په جلا توګه د خپلو کړنو ځواب ورکوو، نو د نورو د ایمان پر ځای د خپلو اعمالو او چلند په اړه فکر وکړئ.»
نوموړي په دې وروستیو کې د«ریښتیا ريښتیا دي» په نوم د پوډکاسټ خپرونه پیل کړې او ویلي یې دي چې د دې پلیټفارم موخه د پښتنو د اصلي تاریخ په اړه د متخصصینو نظرونه عامو خلکو ته رسول دي.
هغه زیاته کړې چې له دې پلیټفارم څخه به د پښتنو د تاریخ، سیاسي حقایقو، بې پرې شننو او د ورځنیو حالاتو پر بنسټ پروګرامونه خپرېږي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د بلوچستان ایالت مشر هدایتالرحمن بلوڅ پر ځوانانو غږ کړی چې وسلې دې نه اخلي، غرونو ته دې نه خېژي، بلکې د خپلو حقونو لپاره دې ډیموکراټیکه مبارزه وکړي. هغه له خلکو وغوښتل، «سړکونو ته راووځئ. دا پارلمان د کوم خان، سردار او پانګهوال شخصي ملکیت نه دی.
هدایتالرحمن بلوڅ په اېکس خواله رسنۍ خپره کړې ویډیو کې ویلي: «ځوانانو! مه ناهیلي کېږئ، وسلې په لاس کې مه اخلئ، غرونو ته مه خېژئ. موږ به د بلوچستان په سړکونو په منظم ډول د ظالمانو پر وړاندې مبارزه وکړو، هغوی به له ګرېوانه راونيسو».
هغه، پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وویل: «دوی موږ ته د غرونو لاره راښيي او بیا راته وایي چې غرونو ته وخېژئ. وروسته به راباندې بمباري وکړي، موږ به ووژني، د ترهګرو او ورانکارو نوم به راکړي او قتل عام به راله وکړي».
نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ: «سړکونو ته راووځئ. دا پارلمان د کوم خان، سردار، پانګهوال او نواب شخصي ملکیت نه دی. رامخکې شئ، سیاسي ډګر ته داخل شئ، پارلمان ته راشئ او ډیموکراټیکه او سیاسي مبارزه وکړئ، څو بلوچستان د ظالمانو له منګولو خلاص کړو».
هدایتالرحمن بلوڅ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې یو شمېر سیاسي ګوندونه او مدني فعالان په بلوچستان کې د مرکزي حکومت پر تګلارو نیوکې کوي. د دوی په وینا، د حکومت د پالیسیو له امله په ایالت کې د بېلتون غوښتنې غږونه پیاوړي شوي او ځینې کسان د وسلوالې مبارزې لپاره غرونو ته ختلي دي.
د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي، چې له اسلاماباد څخه ګلګت بلتستان ته د ټاکنیز کمپاین لپاره روان وو، خو د پنجاب پولیسو یې مخه نیولې او هوايي ډګر ته یې د تګ اجازه نهده ورکړې. د پنجاب پولیسو لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.
اسد قیصر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) له دغې پېښې وروسته په یوې خبري غونډه کې وویل، کله چې د اسلاماباد هوايي ډګر ته پر لاره وو، نو د ده پر وړاندې لویه لاره تړل شوې وه او وروسته پولیسو ورته وویل، چې سفر نهشي کولای.
اسد قیصر د پوښتنې په توګه مطرح کړې، چې د پنجاب پولیس څنګه کولای شي ګلګت بلتستان ته د ده د سفر مخه ونیسي؟ هغه ادعا وکړه: «د پنجاب پولیسو راسره ناسم چلند کړی دی. زه د ملي شورا پخوانی رییس او اوسنی غړی یم او دا یوه فدرالي موضوع ده. بلاول بوټو هلته شته، لومړی وزیر هم ورځي او هلته اعلانونه کوي».
هغه همداراز څرګنده کړه، چې د پاکستان تحریک انصاف سره تبعیضي چلند کېږي او په وینا یې، د خیبر پښتونخوا لپاره د تحریک انصاف د ګوند مشر هم له ګلګت بلتستان څخه اېستل شوی دی.
بل لور ته، د خیبرپښتونخوا لپاره د پاکستان پیپلز ګوند مشر محمد علي شاه د اسد قیصر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په ایالت کې روانه ناامني او ترهګري د پاکستان تحریک انصاف د ناکامو پالیسیو پایله ده. هغه زیاته کړې، چې یاد ګوند باید پر نورو د تورونو لګولو پر ځای د ایالت د خراب امنیتي وضعیت په اړه ځواب ووایي.
په همدې حال کې، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپريدي بیا ویلي، چې د ګلګت بلتستان د سترې محکمې مشر قاضي ته د یوه لیک د لېږلو په ترڅ کې له هغه غوښتي، چې راتلونکې ټاکنې باید په بشپړ شفاف او عادلانه توګه ترسره شي.
هغه ویلي، په ګلګت بلتستان کې سیاسي فعالان ځورول کېږي، په ناقانونه توګه نیول کېږي او د هغوی د سیاسي فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړېږي.
د يادونې وړ ده، چې ټاکل شوې د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې د جون په ۷مه ټاکنې وشي.
د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر، ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د تورخم دروازه یو ځل بیا افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو او کورنیو پر مخ پرانیستل شوې او د بېرته ستنېدو بهیر عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
د نوموړي په وینا، هغه موټر چې افغان کډوال لېږدوي او همدارنګه تش موټر چې له افغانستان نه بېرته پاکستان ته ستنېږي، خپل عادي تګ راتګ پیل کړی دی. هغه زیاته کړې چې د اړوندو ادارو تر څارنې لاندې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په منظم ډول روانه ده.
انعام الله وزیر ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له امله د مې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې پورې د تورخم دروازه د ستنېدونکو کډوالو پر مخ تړل شوې وه او د بېرته ستنېدو بهیر د څلورو ورځو لپاره ځنډېدلی و.
دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه له نږدې یو کال راهیسې د ترانزیټي او عادي تګ راتګ پر مخ تړلې ده، خو له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له یوه لوري خلاصه ده.
بلخوا، یو شمېر افغان کډوال د بېرته ستنولو د اوږدو اداري پړاوونو او د لنډي کوتل په کمپ کې د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه پرلهپسې شکایتونه کوي.
د وزیرستان قومي مشرانو، سیاسي او ټولنیزو فعالانو او ځوانانو د ناامنۍ، هدفي وژنو، تښتونو او نورو امنیتي ستونزو پر ضد د یوې پراخې قومي امن جرګې د جوړېدو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د سیمې خلک نور د دوامدارې ناامنۍ، جبري بېدرکیو او امنیتي ستونزو د زغملو توان نه لري.
د جرګې د تنظیموونکو په وینا، ټاکل شوې ده چې دغه قومي جرګه نن د مې په ۳۰مه نېټه د واڼه ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د دفتر په تالار کې جوړه شي، چې پکې به د وزیرستان د امنیتي وضعیت، د خلکو د حقونو او د سیمې د راتلونکي په اړه بحث وشي.
د جرګې په اعلان کې راغلي چې د وزیرستان اوسېدونکي له کلونو راهیسې د ترهګرۍ، هدفي وژنو، تښتونو او نورو امنیتي پېښو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د خلکو ژوند، مال او ټولنیز ثبات له جدي ګواښونو سره مخامخ شوی دی.
تنظیموونکي وايي، د وزیرستان ولس تل د سولې، ورورولۍ او ګډ ژوند پلوی پاتې شوی، خو په وروستیو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله یو ځل بیا د خلکو ترمنځ د اندېښنې او بېباورۍ فضا پراخه شوې ده. د دوی په وینا، د ناامنۍ تر ټولو ډېر زیان عامو خلکو، زدهکوونکو، سوداګرو، مزدورانو او قومي مشرانو ته رسېدلی دی.
د اعلامیې له مخې، دولت د خپلو وګړو د امنیت د خوندي کولو او د اساسي قانون له مخې د هغوی د بنسټیزو حقونو د تضمین مسولیت لري. تنظیموونکو ټینګار کړی چې خلک نور د وینې تویېدو، جبري بېدرکیو، په امنیتي پوستو کې د سپکاوي چلند او دوامدارې ناامنۍ د زغملو توان نه لري.
دوی ویلي چې د جرګې موخه د وزیرستان د خلکو غوښتنې او اندېښنې په سولهییز او منظم ډول اړوندو چارواکو ته رسول او په سیمه کې د تلپاتې سولې، ثبات، د قانون د حاکمیت او د انساني کرامت د خونديتوب غوښتنه ده.
د جرګې تنظیموونکو همداراز ټینګار کړی چې دا غونډه د کوم سیاسي ګوند یا ډلې پر ضد نه ده، بلکې د وزیرستان د خلکو د امنیتي اندېښنو د مطرح کولو او د امن لپاره د ګډ ولسي دریځ د څرګندولو په موخه رابلل شوې ده.