• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نشه‌يي توکو د صفر کولو له ادعا سره په بلخ کې د نږدې ۲۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۲ GMT+۱

طالبان ادعا لري، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کرکېله او کاروبار یې صفر ته رسولی، خو په بلخ کې د سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکو ترلاسه کول دغه ادعا تر پوښتنې لاندې راولي. د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ په مرکز کې یې نږدې ۲۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي دي.

طالبانو له بیا واکمنېدو سره په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کرکېله او کاروبار یې صفر ته رسولی دی. د راپورونو له‌مخې، دمګړۍ هم د هېواد په ځينو سیمو کې نشه‌يي توکي کرل شوي او کله ناکله طالبان یې د اړولو خبر هم ورکوي.

د چارو څارونکي وايي، د هېواد په ځینو برخو کې د نشه‌يي توکو کرکېله او د طالبانو له لوري د له‌منځه وړل یې د دغې ډلې یاده ادعا تر پوښتنې لاندې راولي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بلخ د مرکز اړوند د درېیمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو یې ۱۹۹ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو نشه‌يي توکو په تړاو ۷ کسان هم نیول شوي دي.

تر دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ځينې طالب چارواکي په‌خپله د نشه‌يي توکو په کاروبار کې لاس لري، نو ځکه دغه ډله یې په بشپړ ډول د مهارولو وس نه‌لري.

په هلمند کې یوه مقتدي د خپل جومات ملا د کوکنارو کروندې د افشا کولو له امله په چاقو وهلی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې یوه کس د خپل کلي د جومات ملا امام له دې امله د چاقو په برید کې ټپی کړی چې دده د کوکنارو کروندې یې د طالبانو د کوکنارو له‌منځه وړو کمپاین ته ورښودلې وې.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۴

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

په عشق‌اباد کې د ترکمنستان د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۱

په عشق‌اباد کې د ترکمنستان د قالینو په ملي جشن کې، د کوربه هېواد د دودیزو قالینو تر څنګ افغاني غالۍ هم نندارې ته وړاندې شوې چې د ګډونوالو پام یې ځان ته اړولی دی.

په ترکمنستان کې د طالبانو له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه جشن چې د دغه هېواد د لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو د ستاینې لپاره جوړ شوی و، د کوربه چارواکو، بهرنیو ډیپلوماټانو او د بېلابېلو هېوادونو د استازو ترڅنګ په عشق اباد کې د طالبانو سفیر فضل محمد صابر هم په کې ګډون کړې و.

په دې نندارتون کې د افغاني غالۍ حضور د افغانستان د بډایه کلتوري میراث او د لاسي صنایعو د لوړ هنري ارزښت څرګندونه ګڼل شوې ده. د ګډونوالو له لوري د افغان غالیو د جوړښت، رنګونو او کیفیت ستاینه شوې او دا یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو لپاره د مهم محصول په توګه یاد کړی دی.

د افغان سوداګرو په وینا، په داسې نړیوالو نندارتونونو کې ګډون د افغان لاسي صنایعو د معرفي کولو او د صادراتو د پراختیا لپاره مهم فرصت بلل کېږي.

د طالبانو د سفارت د ګډون په اړه دا هم ویل کېږي چې دا ډول فرهنګي حضورونه د سیمه‌ییزو اړیکو او اقتصادي تعامل د پراختیا لپاره د نرمې ډیپلوماسۍ یوه برخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د سوداګرۍ او کلتوري اړیکو پیاوړتیا ده.

کارپوهان هم باور لري چې د افغاني غالیو نړیواله نندارې ته وړاندې کېدل کولی شي د افغانستان د اقتصاد لپاره د نوو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي او د دغه هېواد د کلتوري هویت په پېژندنه کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال په بامیان ولایت کې له غار مېشتو کورنیو سره لیدلي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال، عبداللطیف نظری ویلي چې د لوی اختر په مناسبت یې په بامیان ولایت کې له یو شمېر غار مېشتو کورنیو سره لیدلي او له هغوی سره خواخوږي یې خپله ديني، انساني او ټولنیزه دنده بللې ده.

نوموړي د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۰مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د اختر مبارکۍ په موخه یې د بامیان د غر مېشتو بې‌وزلو کورنیو لیدنه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د اړمنو لاسنیوی دې په یو ټولنیز فرهنګ بدل شي.

راپورونه وایي چې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی د بامیان غار مېشتو کورنیو ته د لیدنې لپاره ورځي، چې تر ټولو محروم قشر ګڼل کېږي.

د طالبانو د بامیان ولایت د والي د دفتر په وینا، د طالبانو یو شمېر نور چارواکي هم د اختر په ورځو کې دغه ولایت ته د سیاحت په موخه تللي وو، خو تر اوسه د غر مېشتو د وضعیت او د هغوی د ستونزو د حل په اړه رسمي راپور نه دی خپور شوی.

عبداللطیف نظری د طالبانو په اداره کې له محدودو هزاره چارواکو څخه ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د بامیان په سمڅو کې اوسېدونکي ډېری هزاره او شیعه مذهبه وګړي دي.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د دې ډلې د واکمنۍ په لومړي کال کې ویلي وو چې حکومت به د بامیان د غر مېشتو لپاره ښارګوټي جوړ کړي، څو هغوی له سختو شرایطو وژغورل شي.

خو تر اوسه نه یوازې د ښارګوټو جوړولو په برخه کې عملي ګام نه دی اخیستل شوی، بلکې تېر کال ځینو د سمڅو اوسېدونکو ادعا کړې وه چې له خپلو مېنو د جبري کوچ کولو سره مخ شوي دي.

د نورستان اوسېدونکو له سیلانیانو د نظم د مراعاتولو غوښتنه کړې

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د اختر په ورځو کې د نورستان د منظرو لیدلو ته ګڼ هېوادوال ورمات شوي وو. په دې لړ کې په هوايي ډزو او سقوطي مرمیو کې یو ځايي اوسېدونکی وژل شوی او پرون بیا د سیلانیانو یوه موټر یو ټرافیک وهلی او پښه یې ورماته کړې ده. د نورستان اوسېدونکي له سیلانیانو د نظم مراعاتولو غوښتونکي دي.

د نورستان یو شمېر اوسېدونکي، سیلانیان او طالب مسوولین دغه ولایت ته د ورتلونکو سیلانیانو له لوري د نظم او پاکۍ د مراعاتولو غوښتنه کړې ده.

په خواله رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېږي او په‌کې لیدل کېږي چې د نورستان پارون کې سېلانیان هوايي ډزې کوي او له هر لوري څخه د مرمیو غږونه اورېدل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې وسلې یوازې له طالبانو سره دي او بل څوک د وسلې د ساتنې، لېږدونې او کارونې اجازه نه‌لري.

د اسباط‌ الله په نوم یوه اوسېدونکي له سیلانیانو د نظافت له مراعاتولو سربېره له هغوی په کلکه وغوښتل، چې د وسلو له راوړلو او بې‌ځایه ډزو څخه ډډه وکړي.

هغه وویل: «له هر ولایت څخه چې هر څوک نورستان ته راځي، دا غوښتنه لرم، چې د نظافت خیال وساتي. بل هغه ضرري شیان لکه د وسلو له راوړلو جدا ډډه وکړي بیخي دې له ځانه سره نه‌راوړي، ځکه امنیت تامین دی هېڅ ستونزه نشته».

دا په داسې حال کې ده، چې پرون (شنبه د غبرګولي ۹مه) د نورستان په مرکز پارون کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي وو، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې د سېلانیانو د هوایي ډزو او سقوطي مرمیو له امله د پارون اړوند اسټوي کلي یو اوسېدونکی چې زین‌السلام نومیده وژل شوی دی.

د طالبانو د نورستان ولایت امنیه قومندانۍ بیا ویلي، د مرکز پارون اړوند اسټوي سیمه کې د زین‌الاسلام په نوم د یوه کس د وژل کېدو په تړاو یې درې کسان نیولي دي.

د اسټوي کلي اوسېدونکو غوښتنه لري، چې د مېلو په ورځو کې نورستان ته ورتلونکي سیلانیان باید له وسلو سره پرېنښودل شي.

یوه ځایي اوسېدونکي وویل: «موږ غرونو او بانډو کې شپه او ورځ کار کوو او دغه بې احتیاطه ډزې کولای شي چې د خلکو په کورونو کې غمونه جوړ کړي».

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ټرافیک امر محمد داوود شمس بیا وايي، د قاري عنایت‌الله شاه‌ بخاري چې نشیګرام کلي اوسېدونکی او د ټرافیک مدیریت د تنظیم غړی دی، د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کي د سېلانیانو له لوري د فلډر ډوله موټر په ټکر کې سخت ټپي شوی دی.

د نوموړي په وینا، د یاد ټرافیک چپه پښه ماتې شوې او دمګړۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ټپي شوی ټرافیک
100%
ټپي شوی ټرافیک

په ورته وخت کې د ننګرهار پخواني والي ضیا‌الحق امرخېل په نورستان کې د سیلانیانو له لوري پر رامنځته شویو بې‌نظمیو خواشیني څرګنده کړې او د نظم پر مراعاتولو یې ټينګار کړی دی.

هغه ویلي: «دوی [سیلانیان] به هر ځای چې تلل، له تګ وروسته به یې سیمه په کثافاتو ککړه پرېښوده او د ځایي اوسېدونکو فصلونو ته به یې هم زیان رساوه».

هغه هیله څرګنده کړې: «سیلانیان د سیمې د اوسېدونکو د ازار او اذیت لامل ونه ګرځي، د چاپېریال ساتنې ته پاملرنه وکړي او عامه نظم ته درناوی ولري».

د پارون اړوند یوه تفریحي سیمه
100%
د پارون اړوند یوه تفریحي سیمه

په ورته وخت کې یو شمېر نور سیلانیان بیا په دغه ولایت کې له خرابو لارو شکایت لري او له اړوندو مسوولینو د لارو جوړولو او پخولو غوښتونکي دي.

د نورستان د یوې برخې خرابه لاره
100%
د نورستان د یوې برخې خرابه لاره

د یادونې وړ ده، چې نورستان د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د ملي پارک په نوم نومول شوی دی او په دې وروستیو کې له هېوادوالو سربېره یو شمېر بهرني سیلانیان هم ورمات شوي دي.

طالبان وایي د اختر په ورځو کې ترافیکي پېښو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۱

طالبانو وایي چې د لوی اختر په ورځو کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۸۰ زیاتې ترافیکي پېښې ثبت شوي چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي. دوی ویلي، دغه پېښې تر ډېره د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ، له ټاکلي حده د زیات سرعت او د ترافیکي قوانینو د نه مراعات له امله رامنځته شوي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، دغه پېښې په پکتیا، غزني، کونړ او بلخ ولایتونو کې رامنځته شوې دي.

د پکتیا ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي چې د اختر په ورځو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶ ترافیکي پېښې شوې دي. د یادو پېښو له امله یو ماشوم مړ شوی او ۱۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

بل لور ته په غزني ولایت کې د طالبانو چارواکو ویلي چې د اختر په ورځو کې ۳۴ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي چې په پایله کې یې درې کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا، ډېری دغه پېښې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې دي.

همدارنګه په غزني کې د اختر پر مهال د ډوبېدو په جلا پېښو کې پنځه نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کونړ ولایت د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ هم د اختر په ورځو کې د څو ترافیکي پېښو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغو پېښو کې دوه کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعات د دغو پېښو اصلي لاملونه وو.

په بلخ ولایت کې هم د اختر په ورځو کې ۱۸ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې شپږ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په لغمان ولایت کې یوه خونړۍ ترافیکي پېښه رامنځته شوه.

د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا، د پېښې ټول قربانیان له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال وو او پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د هغوی موټر د قرغیو ولسوالۍ په سیمه کې له سړک څخه واوښت او چپه شو.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتوالی د سړکونو د وضعیت، د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د کمزوري پلي کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر: ایران کې میلیونونه افغانان له جګړې او اقتصادي بحران سره مخ دي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ، خبرداری ورکړی، چې په ایران کې مېشت میلیونونه افغانان د جګړې او اقتصادي بحران له امله له سختو شرایطو سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په ایران کې د وروستیو بمباریو له امله افغان او ایراني ماشومان له رواني او ذهني زیانونو سره مخ شوي دي.

د هغه په وینا، د ناروې د کډوالو شورا له خپلو شریکانو سره په ګډه د افغان کډوالو لپاره ټولنیز مرکزونه چلوي، چې په کې ماشومانو ته د لومړنیو زده‌کړو ترڅنګ د رواني ملاتړ او د جګړې د صدمو د درملنې اړوند خدمتونه هم وړاندې کېږي.

ایګلنډ ویلي چې ګڼو والدینو ورته ویلي، د جګړې له امله رامنځته شوي اقتصادي بحران کې یې خپلې د عاید سرچینې له لاسه ورکړې او اوس د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر ټینګار کړی چې له څلورو میلیونو څخه ډېر افغانان په ایران کې ژوند کوي او نړیواله ټولنه باید له هغوی سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

هغه همدارنګه ویلي چې په تهران کې یې د یوه زیانمن شوي استوګنیز کمپلکس لیدنه کړې او د توغندیزو بریدونو په کنډوالو کې یې د ماشومانو لوبتکې او درسي کتابونه لیدلي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي، او ګڼې کورنۍ اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي.

ایګلنډ زیاته کړې چې زرګونو زیانمنو کورنیو د ناروې د کډوالو شورا له بېړنیو مرستو ګټه اخیستې ده.

هغه ویلي چې د ناروې او سویډن په مالي ملاتړ شاوخوا ۹ زره هغو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې چې د جګړې پر مهال یې خپل ټول شتمنۍ له لاسه ورکړې دي.

خو نوموړي د موجودو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مالي سرچینو له کمښت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ډېرو مرسته کوونکو هېوادونو لا هم په ایران کې د افغان کډوالو او جګړه ځپلو ملکي وګړو د ملاتړ لپاره کافي مرسته نه ده کړې.

د ناروې د کډوالو شورا مشر تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د امریکا او اسرائیل د هوايي بریدونو له امله شاوخوا ۳،۲ میلیونه کسان په ایران کې له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د هغه په وینا، ډېرو دغو کسانو خپل کورونه، سپما او حتی خپلوان له لاسه ورکړي او اوس د جګړې له اقتصادي پایلو سره مخ دي.

ایګلنډ ټینګار کړی چې ایران د شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغان کډوالو په کوربتوب سره د نړۍ له سترو کوربه هېوادونو څخه دی، خو د ټولو اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره موجود امکانات او سرچینې بسنه نه کوي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که نوې او همغږې نړیوالې مرستې برابرې نه شي، د جګړې بشري او اقتصادي اغېزې به د راتلونکو کلونو لپاره د میلیونونو کورنیو پر ژوند سیوری وغورځوي.