• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بزشکیان «په اداره کې د سپاه پاسداران د تسلط» له امله مجتبی خامنه يي ته خپله استعفا لېږلې

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۱

باخبره سرچینو ایران انټرنشنل ته ویلي، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ددغه هېواد د مذهبي مشر مجتبی خامنه یي دفتر ته یو رسمي لیک لیږلی دی او د خپلې استعفا غوښتنه یې کړې ده. تر اوسه د هغه داستعفا د منلو په اړه په رسمي ډول څه نه دی ویل شوي.

د ایران د یو باخبره چارواکي له قوله چې له ایران انټرنشنل سره یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړې، ویل شوي چې مسعود پزشکیان په یوه وروستي لیک کې حکومت ته په غیرمعمولي او انتقادي ډول خبرداری ورکړی دی.

په دغه لیک کې ادعا شوې چې د هېواد د ادارې جوړښت په عملي ډول له رسمي لارو او بنسټونو وتلی او د واک مهمې برخې د سپاه پاسداران د یو ځانګړي جریان تر بشپړ کنټرول لاندې راغلې دي.

راپور زیاتوي چې لا تر اوسه څرګنده نه ده چې مجتبی خامنه‌يي به د ولسمشر د استعفا له غوښتنې سره موافقه وکړي که نه، خو د دې لیک محتوا د ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د ژور او بې‌ساري اختلاف نښه بلل کېږي.

د راپور له مخې، پزشکیان په خپل لیک کې ټینګار کړی چې ولسمشر او حکومت په عملي ډول د هېواد له ستر او مهمو تصمیم‌نیونو څخه ایستل شوي او دا تشه د دې سبب شوې چې «افراطي جریانونه« په سپاه پاسداران کې زیات نفوذ ترلاسه کړي.

هغه همدارنګه ویلي چې په دې شرایطو کې د حکومت چلول او د قانوني مسوولیتونو ترسره کول ورته ممکن نه دي، نو ځکه یې د استعفا غوښتنه کړې ده.

په وروستیو میاشتو کې د ایران د حکومت او نظامي-امنیتي بنسټونو ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی دی.

پخوانیو راپورونو هم اشاره کړې چې سپاه پاسداران په تدریجي ډول د ولسمشرۍ د دفتر ډېر واکونه محدود کړي او د حکومت مهمې برخې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

د سرچینو په وینا، دا وضعیت د پزشکیان حکومت له سخت سیاسي او اجرایي بن‌بست سره مخ کړی، چې نه د ډیپلوماټیکو خبرو د پرمخ بیولو توان لري او نه د کابینې د بدلونونو عملي کولو اجازه ورکوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۴

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

جاپان پر چین نیوکه کړې چې خپل پوځ له روڼتیا پرته په چټکۍ پراخوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱

د جاپان د دفاع وزیر شینجیرو کویزومي پر توکیو د «بېرته پوځي کېدو او نوي جنګي سیاست» تورونه رد کړل او پر چین یې نیوکه وکړه چې خپل پوځ په خورا چټکۍ او له روڼتیا پرته پراخوي.

د جاپان د دفاع وزیر په سنګاپور کې د «شانګریلا ډیالوګ» په امنیتي غونډه کې وویل، د چین لوړ دفاعي لګښتونه او نظامي فعالیتونه د جاپان او نړیوالې ټولنې لپاره د جدي اندېښنې وړ دي.

د جاپان د دفاع وزیر د دغو تورونو په ځواب کې چې ګواکې هېواد یې د پوځي واکمنۍ او پراختیا غوښتنې لور ته مخه کړې، وویل: «فکر پرې وکړئ؛ یو هېواد چې د اټومي وسلو او سټراټیژیکو بم غورځوونکو الوتکو لوی اوزار او زېرمې لري، هېڅ نه ورته ویل کېږي، خو جاپان چې داسې هېڅ وسلې نه لري، د نوي پوځي سیاست نښه ګڼل کېږي؟».

کویزومي زیاته کړه چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د جاپان تاریخ پخپله د دې شاهد دی چې نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور ته ژمن پاتې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره مې میاشت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیا-پسیفیک له هېوادونو غوښتي وو چې د جاپان د «بېرته پوځي کېدو» د بې‌باکه اقداماتو پر وړاندې بېداره واوسي.

کیوبا د سږو د سرطان لپاره نوی واکسین جوړ کړی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۱

کیوبا اعلان کړی چې د سږو د سرطان د درملنې لپاره یې یو نوی واکسین جوړ کړی چې د پرمختللي سږي سرطان پر ضد یې اغېزمنې پایلې ښودلې دي.

د روسیې رسنۍ د سپوتنک د راپور له مخې، «واکسیرا» نومې دغه واکسین د کیوبا او ارجنټاین د څېړونکو په ګډو هڅو جوړ شوی دی.

ویل کېږي چې دا واکسین د انسان د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي څو د غیر کوچنیو حجرو د سږي سرطان (NSCLC) حجرې له منځه یوسي، په داسې حال کې چې سالمو نسجونو ته زیان نه رسوي.
د څېړنو د پایلو له مخې، هغه ناروغان چې دغه واکسین یې کارولی، د ژوندي پاتې کېدو منځنۍ موده یې له ۳۴ میاشتو څخه ۷۷ میاشتو ته لوړه شوې ده.

همداراز، ویل شوي چې د دې درمل کلنی لګښت شاوخوا پنځه زره امریکايي ډالره دی، په داسې حال کې چې د ورته لوېدیځو درملنو بیه تر دوو لکو ډالرو پورې رسېږي.

کیوبايي چارواکي دا واکسین د خپل هېواد د بایوټکنالوژۍ په برخه کې یو مهم پرمختګ بولي او وايي چې دغه لاسته راوړنه د اوږدمهالو علمي څېړنو پایله ده.

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې ۷۵۰ میلیونه انسانان د تنباکو پرېښودلو هیله لري

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د تنباکو ضد نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، نږدې ۶۰ سلنه د تنباکو کاروونکي د دې عادت پرېښودو هیله لري، چې شمېر یې په نړۍ کې شاوخوا ۷۵۰ میلیونو کسانو ته رسېږي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د مناسب ملاتړ په ترلاسه کولو سره د تنباکو پرېښودل ممکن دي او د انسان پر روغتیا ژورې مثبتې اغېزې لري.

دغه سازمان د تنباکو ضد نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ایکس‌پاڼه کې له خلکو غوښتي چې د تنباکو له کارولو لاس واخلي او د روغ ژوند لپاره ګام پورته کړي.

یاد سازمان ویلي چې په نړۍ کې نږدې ۶۰ سلنه د تنباکو کاروونکي غواړي دا عادت پرېږدي. د سازمان په وینا، دا شمېر شاوخوا ۷۵۰ میلیونه کسانو ته رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل پیغام کې ویلي: «د مناسب ملاتړ په ترلاسه کولو سره تاسو کولی شئ د تنباکو پرېښودو هیله په حقیقت بدله کړئ.»

سازمان د تنباکو پرېښودو روغتیايي ګټې هم یادې کړې او ویلي یې دي چې له پرېښودو یوازې شل دقیقې وروسته د زړه درزا راټیټېږي، د دوو تر دولسو اوونیو په موده کې د سږو فعالیت ښه کېږي او له یوه کال وروسته د زړه د ناروغیو خطر نږدې نیمایي ته کمېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د تنباکو اعتیاد ماتېدای شي او د هغو کسانو لپاره چې غواړي دا عادت پرېږدي، بېلابېل روغتیايي او مشورتي خدمتونه شته.

د تنباکو ضد نړیواله ورځ هر کال د مې پر ۳۱مه لمانځل کېږي او موخه یې د تنباکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د تنباکو د استعمال د کمولو لپاره د خلکو هڅول دي.

روسیه وايي اوکراین د زاپوریژیا پر اټومي بټۍ برید کړی خو کیېف یې ردوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱

د روسیې د اټومي انرژۍ دولتي شرکت «روس اټوم» د شنبې په ورځ وویل، د اوکراین یوې بې‌پيلوټه الوتکې د روسیې تر کنټرول لاندې د اروپا پر تر ټولو لویې زاپوریژیا اټومي بټۍ برید کړی دی. د دغه شرکت په وینا، برید اصلي او کلیدي تجهیزاتو ته زیان نه دی اړولی، خو د اوکراین پوځ دا ادعا رد کړې ده.

د روسیې د روس اټوم مشر الکسي لیخاچیف دا پېښه «قصدي» وبلله او ویې ویل، چې دغه برید د توربین د تالار په دېوال کې یو سوری رامنځته کړی دی.

لیخاچیف په یوې خبرپاڼه کې وویل: «نن ماسپښین، د اوکراین یوه چاودېدنکې جنګي ډرون د شپږم نمبر برېښنايي واحد د توربین تالار پر ودانۍ برید وکړ چې وروسته په‌کې چاودنه وشوه. دې چاودنې اصلي تجهیزاتو ته کوم زیان نه دی اړولی، خو د توربین تالار دېوال یې سوری کړی دی».

د اوکراین پوځ د روسیې دا ادعا د مسکو «یو بل تبلیغاتي چل» بللی او رد کړې یې ده. اوکرایني لوري ویلي، چې ځواکونو یې د زاپوریژیا د اټومي برېښناکوټ پر شپږم نمبر واحد هیڅ ډول برید نه دی کړی.

د زاپوریژیا اټومي بټۍ د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د روسیې له‌خوا ونیول شوه او د اوکراین په سویل ختیځ، د زاپوریژیا په سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې پرته ده.

دا اټومي سایټ د دې څلور کلنې جګړې په اوږدو کې کله نا کله د ډزو ښکار شوی، چې دغې چارې په یادو تاسیساتو کې د اټومي پېښې د رامنځته کېدو اندېښنې راپارولې دي.

د بشري حقونو نقض؛ په ټګزاس کې د کډوالو تر ټولو لوی پنډغالي مسوولین محکمې ته کاږل کېږي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱

د بشري حقونو مدافع ډلو د امریکا د تګزاس ایالت په الپاسو کې د کډوالو د ساتنې تر ټولو لوی مرکز کې د بشري حقونو د نقض او ناوړه چلند له امله په محکمې کې شکایت کړی دی. په دغه مرکز کې چې د کډوالو د شړلو لپاره جوړ شوی، په تېرو نهو میاشتو کې لږ تر لږه درې تنه مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، دغه شکایت د امریکا د مدني ازادیو ټولنې (ACLU)، د بشري حقونو د څار سازمان او د ټګزاس د مدني حقونو پروژې له‌خوا د هغو څلورو کسانو په استازیتوب ثبت شوی چې اوس مهال په «ایسټ مونټانا» کمپ کې ساتل کېږي. دا پنډغالی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د کډوالو د ډله‌ییز اخراج د تګلارې له مخې جوړ شوی او اوس پکې تر ۲۷۰۰ زیات کډوال ساتل کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌‌دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي وو، چې دغه ۱،۲ میلیارد ډالري کمپ له فدرالي معیارونو سره سم جوړ شوی دی.

د دعوې پر بنسټ، کډوال په داسې ځایونو کې ساتل کېږي چې هېڅ کړکۍ نه‌لري او هلته د ساتونکو له‌خوا له فزیکي شکنجې، ناسمې روغتیايي پاملرنې او انفرادي بند سره مخ دي. په عریضه کې راغلي، چې د ونزوېلا یو کډوال ایریک ایوان روډریګز د ساتونکو له‌خوا دومره ووهل شو، څو د شړل کېدو پاڼې لاسلیک کړي.

همدارنګه د کامرون یو بل کډوال، جیرالډ اکارې انګې هم ویلي، چې د ساتونکو له‌خوا سخت وهل شوی دی.

د روان کال د جنورۍ په درېیمه د کیوبا د یوه کډوال جیرالډو لوناس کامپوس مړینه د طبي معایناتو وروسته د زندۍ کېدو له امله وژنه وبلل شوه، په داسې حال کې چې چارواکو په لومړي سر کې د هغه مړینه د روغتیايي ستونزو له امله بللې وه. د بشري حقونو ډلو ویلي، چې دغه کس د سالنډۍ د درملو د غوښتلو په خاطر تر وهلو ټکولو لاندې مړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له‌خوا د کډوالو د نیولو د کچې په لوړېدو سره، په توقیف ځایونو کې د مړینې کچه په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده.