د ایران د یو باخبره چارواکي له قوله چې له ایران انټرنشنل سره یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړې، ویل شوي چې مسعود پزشکیان په یوه وروستي لیک کې حکومت ته په غیرمعمولي او انتقادي ډول خبرداری ورکړی دی.
په دغه لیک کې ادعا شوې چې د هېواد د ادارې جوړښت په عملي ډول له رسمي لارو او بنسټونو وتلی او د واک مهمې برخې د سپاه پاسداران د یو ځانګړي جریان تر بشپړ کنټرول لاندې راغلې دي.
راپور زیاتوي چې لا تر اوسه څرګنده نه ده چې مجتبی خامنهيي به د ولسمشر د استعفا له غوښتنې سره موافقه وکړي که نه، خو د دې لیک محتوا د ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د ژور او بېساري اختلاف نښه بلل کېږي.
د راپور له مخې، پزشکیان په خپل لیک کې ټینګار کړی چې ولسمشر او حکومت په عملي ډول د هېواد له ستر او مهمو تصمیمنیونو څخه ایستل شوي او دا تشه د دې سبب شوې چې «افراطي جریانونه« په سپاه پاسداران کې زیات نفوذ ترلاسه کړي.
هغه همدارنګه ویلي چې په دې شرایطو کې د حکومت چلول او د قانوني مسوولیتونو ترسره کول ورته ممکن نه دي، نو ځکه یې د استعفا غوښتنه کړې ده.
په وروستیو میاشتو کې د ایران د حکومت او نظامي-امنیتي بنسټونو ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی دی.
پخوانیو راپورونو هم اشاره کړې چې سپاه پاسداران په تدریجي ډول د ولسمشرۍ د دفتر ډېر واکونه محدود کړي او د حکومت مهمې برخې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
د سرچینو په وینا، دا وضعیت د پزشکیان حکومت له سخت سیاسي او اجرایي بنبست سره مخ کړی، چې نه د ډیپلوماټیکو خبرو د پرمخ بیولو توان لري او نه د کابینې د بدلونونو عملي کولو اجازه ورکوي.