د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یونسیار) او متحده عربي اماراتو په جلا جلا پیغامونو کې په لغمان ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو د موټر اوښتو له امله د رامنځته شوې مرګونې پېښې په تړاو له افغانانو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب څرګند کړي دي.
یونسیار پر اېکس په خپاره کړي پیغام کې د دغې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې سخت وخت کې یې فکرونه او خواخوږي له زیانمنو کورنیو سره دي. دغه سازمان ټپیانو ته د بېړنۍ او بشپړې روغتیا هیله کړې ده.
ورته مهال، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو او افغان ولس سره خپله خواخوږي او تسلیت شریک کړی او د ټولو ټپیانو لپاره یې د ژر تر ژره روغتیا غوښتنه کړې ده.
دغه پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه چې له پاکستان نه د راستنېدونکو کډوالو یوه لارۍ د لغمان ـ جلالاباد پر لویه لاره واوښته. د راپورونو له مخې، په پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې ۱۰ ماشومان او ۵ښځې هم پکې شاملې دي، مړه شوي او نږدې ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ویلي، له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکارۍ د توافقنامې لاسلیک د کوم بل هېواد پر ضد نه دی، بلکې موخه یې د افغانستان د دفاعي او امنیتي وړتیاوو پیاوړتیا ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس له لارې د دفاع وزیر څرګندونې خپرې کړې او ویلي یې دي چې د مسکو او کابل ترمنځ د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ احتمالي توافقنامه به د افغانستان د دفاع او امنیت د ساتنې لپاره وکارول شي.
د دفاع وزیر په وینا، له روسیې سره د دغه ډول همکارۍ په اړه اندېښنې بېځایه دي او دا تړون د کوم بل هېواد پر ضد نه دی طرحه شوی.
هغه زیاته کړې: «که نور هېوادونه هم له افغانستان سره د ورته تړونونو د لاسلیکولو لېوالتیا ولري، موږ ورسره خبرې کولای شو.»
د نوموړي په خبره، د طالبانو حکومت له بېلابېلو هېوادونو سره د هغو همکاریو هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د امنیتي همکاریو د زیاتېدو په اړه راپورونه او بحثونه زیات شوي دي.
د روانې غبرګولي میاشت په لړ کې به په کابل کې د «صنعت او معدن» اونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانېستل شي. د دغه نندارتون د سمبالوونکو په وینا، په دې نندارتون کې به د افغان پانګوالو او صنعتکارانو تر څنګ د چین، روسیې، منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو پانګوال ګډون وکړي.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال خان محمد وردګ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي: «خارجي کمپنیانې به له دغه نندارتون څخه لیدنې وکړي او هغوی ته به فرصت برابر کړي، څو په افغانستان کې پانګونې وکړي».
د افغانستان د نړیوال ننداراتون مرکز مشر محمد صابر لطفي ویلي، چې د ایران، روسیې او ازبکستان چارواکو هم ډاډ ورکړی چې دغه نندارتون کې به ګډون وکړي.
حبیبالرحمان حکمتیار د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) له روسیې کابل ته د طالبانو د دفاع وزیر له ستنېدو وروسته په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې نه پوهېږي ملا دینمحمد خپل وجدان د دې «مزخرفاتو» پر وړاندې څنګه قانع کوي. په کابل کې د طالبانو د علماوو شورا دې مشر په یوه تازه بیان کې ښځو ته د ټکنالوژۍ علم «فضول» او همداراز عصري زده کړې ناروا بللي دي.
هغه روسیې ته د طالبانو د دفاع وزیر د سفر او همداراز له مسکو سره د نظامي تخنیکي هوکړې لاسلیک ته په اشارې ویلي، که طالبان له روسیې وسایلو او تجهیزاتو ته د لاسرسي هڅه کوي، پوښتنه دا ده، چې امریکا به دغه کار ته اجازه ورکړي او که نه.
ده همدارنګه ادعا کړې، چې د پاکستان لهخوا د وسلو پر ډیپوګانو بریدونه هم د واشنګټن په اجازه شوي او په دې شرایطو کې د طالبانو لپاره د پرمختللو تجهیزاتو تر لاسه کول له واقعیت څخه لرې ښکاري.
حکمتیار د خپلې ادعا د پخلي لپاره تاریخي مثالونه هم را اخیستي او لیکلي یې دي، چې انګلیسانو امیر دوستمحمد خان یوازې کابل ته د روسي استازي د سفر له امله له واکه لرې کړ او کابل یې اشغال کړ.
نوموړي همدارنګه یادونه کړې، چې د شوروي حضور د افغانستان په جګړه کې د لویدیځ او اسلامي نړۍ ملاتړ د مجاهدینو خوا ته ور واړاوه او که طالبان او روسیه نن پوځي معامله وکړي، ښايي د دوستمحمد خان د ګوښه کېدو کیسه تکرار شي.