نیویارک ټایمز: ټرمپ له ایران سره د هوکړې شرایط سخت کړي

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران جګړې په تړاو د احتمالي هوکړې د چوکاټ شرایط سخت کړي او د هوکړې اصلاح شوې نسخه یې تهران ته لېږلې ده.
راپور زیاتوي چې ټرمپ د ایران د شتمنیو د ازادولو په اړه اندېښنې لري او د تهران له لوري د ځواب په ځنډ هم ناخوښ دی.
