د ازادۍ جبهه: په بدخشان کې مو د طالبانو پر یوه کندک راکټي برید کړی

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پر یوه کندک راکټي برید کړی او تر شلو دقیقو یې ورسره نښه کړې ده.

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پر یوه کندک راکټي برید کړی او تر شلو دقیقو یې ورسره نښه کړې ده.
ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې جبهې جنګیالیو نن سهار شاوخوا درې بجې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو یو کندک په نښه کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کندک د یوې کمپنۍ ترڅنګ موقعیت درلود او د ازادۍ جبهې ځواکونو پرې څو راکټي بریدونه کړي دي.
جبهې ادعا کړې چې په دغه برید کې له مخکې ټاکل شوي نظامي هدفونه په نښه شوي او د دواړو لورو ترمنځ نښته تر شلو دقیقو ډېره دوام کړې ده.
د ازادۍ جبهې په وینا، د طالبانو د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دی معلوم، خو د برید پر مهال د جبهې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د لوی اختر په ورځو کې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۴ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي له امله یې درې کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان دي.
د امنیه قوماندانۍ په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
قومانداني زیاته کړې چې د پېښو ډېره برخه د کابل–کندهار پر لویه لاره د اندړو ولسوالۍ شاوخوا رامنځته شوې دي.
مسولین د دغو پېښو لامل د موټر چټک تګ، د ټرافیکي اصولو نه مراعتول او بېاحتیاطي بولي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د روان کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د غويي تر ۱۷مې نېټې پورې د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټول یو میلیون او ۳۳۸ زره او ۸۷۹ مټریک ټنه نفتي او غیرنفتي توکي لېږدول شوي دي.
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په وینا، په لېږدول شویو توکو کې ۱۰ زره او ۷۳۱ مټریک ټنه صادراتي توکي شامل دي.
حقشناس زیاته کړې چې په دغو صادراتي توکو کې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو اوبه شاملې دي.
طالبانو، د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالی د ترانزیټي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم بللي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت وایي، د تېر مالي کال پر مهال د ۵۸۵ لویو او بنسټیزو پراختیایي پروژو او همدارنګه د ۱۳۱۵ ولایتي او فرعي پروژو لګښتونه د کورنیو عوایدو او د ملي بودیجې د پراختیایي برخې له لارې تمویل شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي، د دغو پروژو ډېره برخه بشپړه شوې او پاتې پروژې به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
حبیب زیاته کړې چې د روان کال لپاره هم د زیربناوو، ټولنیزو او خدماتي برخو ترڅنګ د کرنې، روغتیا او پوهنې په سکټورونو کې ګڼې پراختیایي پروژې پلان شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، د دغو پروژو پلي کېدل د هېواد د اقتصادي ودې، د بنسټیزو خدمتونو د پراختیا او د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
د طالبانو د شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وایي چې هره اوونۍ د دغه کمېسیون په هڅو ګڼ شمېر افغانان هېواد ته راستانه کېږي. خو د پخوانیو نظامیانو او د طالبانو د منتقدانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او د ډېرو افغانانو د نه راستنېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وایي، د کمېسیون د فعالیت له پیله تر اوسه ۱۳۹۵ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. د هغه په وینا، په دغو کسانو کې د پخواني جمهوري نظام وزیران، مرستیالان، والیان، د ملي او ولایتي شورا غړي، جنرالان او نور پوځي او ملکي چارواکي شامل دي.
وثیق زیاتوي چې سلګونو نورو کسانو ته، چې د پخواني نظام پر مهال یې دندې لرلې او اوس په افغانستان کې ژوند کوي، د مصونیت کارتونه ورکړل شوي دي.
د هغه په خبره، د کمېسیون هڅه دا ده چې هېڅ افغان د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده بهر پاتې نه شي. نوموړی ادعا کوي چې د طالبانو مخالفین د منفي تبلیغاتو له امله په افغانستان کې د ګواښ احساس کوي.
طالبان همداراز ادعا کوي چې افغانستان د پخوا په پرتله ډېر امن شوی دی.
خو منتقدان دا ادعاوې ردوي او وایي چې یو شمېر بېرته راستانه شوي افغانان، په ځانګړي ډول پخواني نظامیان او هغه کسان چې د طالبانو له ایډیالوژۍ سره مخالف وو، په مشکوکو او ناڅرګندو پېښو کې وژل شوي دي.
څه موده وړاندې یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ډسمبر تر پایه لږ تر لږه ۱۴ پخواني نظامیان وژل شوي دي. د راپور له مخې، په قربانیانو کې یو شمېر هغه کسان هم شامل وو چې تازه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي وو.
یو شمېر نور راپورونه هم ښيي چې ځینې پخواني پوځي او امنیتي کارکوونکي هېواد ته له راستنېدو وروسته د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې د بشري مرستو د ګډ صندوق په مالي ملاتړ یې د ۲۰۲۵ کال له ویجاړوونکې زلزلې وروسته په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې له زیانمنو کرنیزو کورنیو سره مرستې کړې دي.
د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان دفتر په خپل ایکسپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ګډ صندوق په مالي ملاتړ یې د ۲۰۲۵ کال له زلزلې وروسته په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د کروندګرو او مالدارو کورنیو د ملاتړ لپاره بېړني اقدامات ترسره کړي دي.
د یاد سازمان په وینا، په دغو مرستو کې د څارویو درملنه، د اوبو لګولو د کانالونو پاکول او د څارویو لپاره د بېړنۍ خوراکي مرستې وېشل شامل دي.
سازمان ویلي چې دغه اقدامات د هغو کورنیو د ژوند او معیشت د خوندي کولو لپاره ترسره شوي چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې وې او د خپلو څارویو او کرنیزو فعالیتونو پر عوایدو متکي دي.
د خوړو او کرنې سازمان د فهیم په نوم د یوه مالدار مثال هم یاد کړی او ویلي یې دي چې دغو مرستو هغه ته زمینه برابره کړه څو د خپلې کورنۍ هغه څاروي وساتي چې د ژوند او عاید اصلي سرچینه یې بلل کېږي.