• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد وايي چین په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان واقعیتونه په پام کې نیسي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه د مذاکراتو د رهبرۍ او د پرېکړه لیکونو د مسودو د چمتو کولو په برخه کې د چین د رول هرکلی کړی. چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان اړوند سلا مشورو او پرېکړه لیکونو د مسودو چمتو کولو مسوولیت لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، ویلي چې بیجینګ د افغانستان د وضعیت په اړه ښه خبر دی او د دوی په ګټه ګامونه پورته کوي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د چین فعال حضور او د افغانستان په تړاو د پرېکړه لیکونو په مسودو کار کول د کابل او بیجینګ ترمنځ د ښو اړیکو ښکارندویي کوي.

د هغه په وینا، دغه هېواد تل هڅه کړې چې په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیسي.

چین یو له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی ساتلی او د طالبانو له حکومت سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.

د چین حکومت هم په وار وار په نړیوالو ناستو کې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

د سیاسي چارو د کارپوهانو په باور، بیجینګ په ملګرو ملتونو کې د خپل نفوذ څخه په استفادې هڅه کوي چې د طالبانو پر وړاندې د لوېدیځو هېوادونو د پرېکړه لیکونو توندوالی کم کړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له «غیر‌فعالو صنعتکارانو» صنعتي ځمکې بېرته اخلي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس وايي، صنعت او سوداګرۍ وزارت پرېکړه کړې ده، چې د افغانستان په صنعتي پارکونو کې له غیرفعالو صنعتکارانو صنعتي ځمکې بېرته اخلي. امیر محمد متقي وايي، له هغو صنعتکارانو هم ځمکې اخلي چې د صنعتي فعالیتونو پر ځای یې په نورو موخو کارولې دي.

د طالبانو د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس ددې ډلې اړوندو رسنیو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې که صنعتکارانو صنعتي پارکونه د شخصي موخو لپاره کارولي وی ترې بېرته اخیستل کېږي.

له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې په زابل او غزني ولایتونو کې یې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځمکې تثبیت کړي دي.

یاد وزارت ادعا کړې وه، چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې په هیواد کې د صنعتي سکتور هر اړخیز ملاتړ کړی، د صنعتي فابریکو په جوړولو کې د پام وړ لیوالتیا شته او د نویو صنعتي پارکونو جوړولو ته اړتیا لیدل کېږي.

طالبانو ددې صنعتي پارکونو د جوړېدو، پیل او د پانګونې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

ډيلي میل ورځپاڼه: په افغانستان کې «بچه‌بازي» او د ماشومانو جنسي ځورونه لاهم شته

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۱

بریتانیایۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په یوه رپوټ کې لیکلي چې د طالبانو له ادعاوو سره سره چې ګواکې «بچه‌بازي» یې منع کړې ده، په افغانستان کې له هلکانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه لا هم روانه ده. د رپوټ له مخې، د طالبانو ځینې چارواکي، سیمه‌ییز قوماندانان او بانفوذه کسان په دغه بهیر کې ښکېل دي.

په افغانستان کې د «بچه‌بازۍ» تر نامه لاندې بېوزله او اغیزمن هلکان په ښځینه جامو او سینګار د زورواکو نارینه‌وو مېلمستیاوو ته بیول کېږي.

دوی نڅا ته اړ ایستل کېږي او وروسته ترې کله ناکله جنسي ناوړه ګټه اخیستل کېږي.

راپور وایي چې قربانیانو له دې وضعیت څخه تر تېښتې وروسته د وهلو ټکولو، جنسي تېري او رواني شکنجو کیسې کړې دي.

ډېری یې کله چې لوی شي او ږیرې یې پرمخ راشي، پرېښودل کېږي. یو شمېر قربانیان وروسته نشه‌یي توکو، فحشا یا ځان‌وژنې ته مخه کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستو د پام وړ کمېدو له امله قربانیانو ته د ملاتړ او بیارغونې خدمات هم محدود شوي دي.

راپور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني ‌قاچاق وروستي راپور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ماشومانو جلب‌وجذب، انساني ‌قاچاق او بچه‌بازي لا هم دوام لري.

د راپور له مخې طالبان ماشومان د زور، دوکې او ناسمو ژمنو له لارې جذبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د بچه‌بازۍ داسې پېښې ثبت کړې چې د طالبانو ځینې چارواکي او نورې وسله‌والې ډلې پکې ښکېلې بلل شوې دي.

ژوندي پاتې شویو قربانیانو ویلي چې اوس سیمه‌ییز قوماندانان او بانفوذه کسان د دې ناوړه کړنو اصلي عاملان دي.

ډېلي مېل لیکلي چې بچه‌بازي په افغانستان کې اوږد تاریخ لري او ریښې یې لږ تر لږه تر دیارلسمې پېړۍ رسېږي.

طالبانو په ټول افغانستان کې د ډرون کامرو پر استعمال او واردولو بندیز لګولی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ډایاګ عمومي مدیر اعلان وکړ، چې د یادې ډلې د نوي لارښود له‌مخې په ټول هېواد کې د ډرون او امنیتي کامرو پر وارداتو او اسعتمال بندیز لګول شوی او یوازې هغه کسان یې کارولی شي، چې سراج الدین حقاني او یا هم ارشد معیین جواز ور کړی وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ډایاګ مدیر عنایت‌الله ذوالفقار له یادې ډلې سره نږدې یوې رسنۍ ته ویلي، چې د دوې د نوي لارښود له‌مخې، افغانستان ته د ډرون او امینتي کامرو پر واردولو او استعمال بندیز لګول شوی او یوازې هغه کسان ترې محدوده استفاده کولی شي چې د یادې ډلې د لارښود پر شرایطو برابر وي.

عنایت‌الله وايي:« له امنیتي ډورن کامرو نه یوازې هغو کسانو ته د استفادې اجازه ورکوو، چې جواز لري، هوټل والا که له امنیتي کامرو استفاده کوي، هغوی به د کامرو د فعالیت لپاره فورمه اخلي، د استفادې ځای به یې کتل کېږي او د یو کال جواز په مقابل کې به شل زره افغانۍ مالیه ورکوي ».

نوموړي ویلي، چې د لارښود له‌مخې، کاروونکي خپل ډرونونه له ۱۰ مترو لوړ نه شي الوزولی.

یاد طالب چارواکي زیاته کړې:«هغو کسانو به چې مخکې ډرون کامرې کارولې، هغوی اوس اړ دي چې جواز ترلاسه کړي، که په شرایطو برابر وي په دې شرط. که په شرایطو نه وي برابر د استفادې حق نه لري».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ډایاګ مدیر ویلي، چې افغانستان ته د ډرون او امنیتي کامرو واردات او تولید د سراج‌الدین حقاني او د یاد وزارت د ارشد معین له اجازې پرته منع دي.

د طالبانو په دغه لارښود کې یوټیبران، د هوټلونو څښتنان او نور کسان هم له جواز پرته د امنیتي او ډرون کامرو د استعمال اجازه نه لري.

طالبانو خبرداری ورکړی چې له اجازې پرته د ډرون کامرو له کاروونکو سره به قانوني چلند وشي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ډرون کامرو پر استعمال او وارداتو د بندیز د لاملونو په اړه له رسنیو سره معلومات نه دي شریک کړي.

د سراج الدین حقاني تره: ۵۰ کاله وړاندې جهاد په «نېزه وهلو» پیل شوی و

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره مولوي ابراهیم حقاني د پکتیا ولایت روحاني بابا ولسوالي کې د نېزه وهنې دودیزې سیالیو کې د ګډون پرمهال ویلي، چې ویلي، چې ۵۰ کاله وړاندې جهاد په نېزه وهلو پیل شوی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره رسنیو ته ډېر کم راڅرګندیږي.

په حاجي ابراهیم مشهور د حقاني شبکې دغه غړی د طالبانو په واکمنۍ کې دنده نه لري خو د شخړو د حل یو کمېسیون یې جوړ کړی دی او له دې لارې یې په ځینو ولایتونو کې استازي ټاکلي دي.

د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو سره د ځینو پخوانیو چارواکو کورونه ددې ډلې غړو ونیول او په لومړیو کالونو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني ادعا وکړه، چې د هغه د ورور کور ابراهیم حقاني نیولی او پکې مېشت دی.

د سراج الدین حقاني یو بل تره چې د طالبانو په روانه واکمنۍ کې د کډوالو وزیر و، د داعش خراسان وسله والې ډلې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

ناامنیو سږ کال د خیبر پښتونخوا په اورکزیو ولسوالۍ کې د سیلانیانو شمېر کم کړی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۱
•
رفعت الله اورکزی

د خیبر پښتونخوا په اورکزۍ ولسوالۍ کې د امنیتي پېښو له ډېرېدو سره سږکال د لوی اختر پر مهال د سیلانیانو شمېر کم شوی و. په سیمه کې له شپږو میاشتو راهیسې انټرنېټ هم بند دی چې زده کوونکي او د سیمې اوسېدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د طبیعت په ښکلو درو شتمنه اورکزۍ ولسوالۍ د وروستو میاشتو امنیتي پېښو له امله د سیلانیانو د سیل او سیاحت له نوملړه غورځېدلې ده.

سیمه‌ ییز خلک وایي هر کال دلته د سیمه‌ییزې ادارې له لوري د سیلانیانو د اسانتیا لپاره بېلابېل ترتیبات کېدل خو سږکال هغه ترتیبات هم ونه لېدلی شول. د دولتي کارکوونکو په وینا، د تېر کوچني اختر پر مهال د اورکزو ولسوالۍ ټولې سیمې پرانستې وې، په تګ راتګ کې هېڅ ډول ستونزه نه وه چې له کبله یې سلګونه زره سیلانیانو غرنیو سیمو ته مخه کړه. خو سږکال د سیلانیانو شمېر په نشت برابر و.

د اورکزو ولسوالۍ په درېو تحصیلونو وېشل شوې ده چې پکې د پاس اورکزو تحصیل، منځنۍ او کوزه اورکزۍ تحصیلونه شامل دي.

د اورکزو یوه دولتي کارکوونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په پاس اورکزو کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د امنیت وضعیت خورا خراب شوی چې اغېزې یې اوس پر ټولې ولسوالۍ پرېوځي.

هغه وویل چې په منځنۍ او کوزه اورکزۍ کې امنیتي وضعیت نن هم د نورو سیمو په پرتله لږ څه ښه دی خو په سیمه کې وېره او ترهه ډېره زیاته ده او د اوازو بازار هر وخت تود وي چې له کبله یې سیلانیان له ورتګه ډډه کوي.

د اورکزو ولسوالۍ نږدې څلور سوه زره وګړي لري او ښایسته سیمه ده. د دې ولسوالۍ پولې له شمالي وزیرستان، کورمې، هنګو، کوهاټ او خیبر ولسوالیو سره نښتي دي.

د منخنۍ اورکزو د مشتي مېلې یو اوسېدونکي محمد عامر افغانستان انټرنشنل ته وویل، « له تېرو پنځو شپږو کلونو راهیسې اورکزو ته هر کال د دوبي په موسم کې سیلانیان په لکونو کې راتلل او همداسې د دوو لویو اخترونو په موقعو کې له درېو تر څلورو لکو سیلانیانو لرې پرتو سیمو ته راتګ کاوه».

د اورکزو یو استاد ثاقب سالار وویل چې پنځه کاله مخکې ټولې سیمې پرانېستې وې، له اورکزو څخه پورته کورمې، خیبر او ان تر شمالي وزیرستان پورې په اسانۍ سفر کېدای شو خو اوس حالت بشپړ بدل شوی دی.

هغه وویل، « د سیلانیانو د کموالي له کبله پر ځايي اقتصاد ډېر بد اغېز شوی او له دې سره بې‌روزګاري هم زیاته شوې ده».

هغه وویل چې په سیمه کې له شپږو میاشتو راهیسې انټرنیټ پرې شوی، چې له امله یې په ځانګړې توګه زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ثاقب سالار په وینا، انټرنېټ نن سبا یوه مهمه اړتیا ده خو له بده مرغه د احتجاجونو او غوښتنلیکونو باوجود د اورکزو خلک له دې مهمې اړتیا څخه محروم دي.

په پاس اورکزو کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې حالات خورا ترینګلي دي. سیمه‌ییزې ادارې په تازه ورځو کې خپل ټولو دولتي کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې د پاس اورکزو خواته له تګ څخه ډډه وکړي. سیمه‌ییز خلک وایي چې په په دې سیمه کې پولیس د ماښام پر وخت له تاڼو دباندې نه شي وتلای چې له کبله یې هلته خلک له سختې ناامنۍ سره مخ دي.