• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

بښنې نړیوال سازمان: افغان نجونې لا هم د زده‌کړې لپاره مبارزه کوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۰۸ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې د فاطمې اوزګن نصرت کیسه خپره کړې، چې وایي هغې د افغانستان د نجونو لپاره یو انلاین ښوونځی جوړ کړی څو هغوی د طالبانو تر بندیزونو لاندې هم له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه شي.

دغه سازمان په تازه راپور کې د افغانې ښوونکې فاطمې له قوله ویلي چې هغې د «بهدخت انلاین اکاډمۍ» په نوم یو مجازي ښوونځی جوړ کړی، څو د افغانستان نجونې د زده‌کړو له دوام څخه محرومې نه شي.

نوموړې ویلي چې افغانستان اوس مهال یوازینی هېواد دی چې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو پکې بندیز دی او دا وضعیت یې د هغو نجونو لپاره «سخت او دردناک» بللی چې د زده‌کړې ارمان لري.

فاطمه اوزګن نصرت د خپل ژوند د یادونو په اړه ویلي چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې په ماشومتوب کې ښوونځي تړل شوي وو او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ وې.

هغې ویلي: «موږ مجبور وو چې کتابونه وسوزوو او د وېرې له امله حتی ځینې کورنۍ خپل شخصي وسایل هم له منځه یوسي.»

نوموړې زیاتوي چې د سختو شرایطو سره سره یې د مطالعې مینه ژوندۍ وساتله او د همدې تجربو له امله یې اوس د نجونو لپاره د زده‌کړې د بدیل سیستم د جوړولو پرېکړه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د «بهدخت انلاین اکاډمۍ» له لارې تر ۲۰۰ډېرې نجونې زده‌کړې کوي، چې ډېری یې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه دي. دا سیستم د خونديتوب د سختو اصولو لاندې کار کوي، څو د زده‌کوونکو هویت خوندي پاتې شي.

فاطمه اوزګن نصرت ویلي چې زده‌کړه په دې اکاډمۍ کې وړیا ده، خو مالي ملاتړ نه لري او هڅه کوي د مرستو له لارې زده‌کوونکو ته انټرنېټ او وسایل برابر کړي.

هغې زیاته کړې: «زما هیله دا ده چې افغانې نجونې بېرته ښوونځیو ته ستنې شي او یو داسې افغانستان جوړ کړي چې په کې برابري او عزت وي.»

راپور زیاتوي چې دا هڅې که څه هم کوچنۍ دي، خو د افغانو نجونو لپاره د زده‌کړې د دوام مهمه لاره بلل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي
۱
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۲

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۳

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی

۴

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

۵

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

•
•
•

نور کیسې

افغانستان مالدیف ته په ماتې ورکولو د څلور اړخیزه فوټبال سیالیو سفر په بریا پیل کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د څلور اړخیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کوربه هېواد مالدیف لوبډلې ته ۱–۰ ماتې ورکړې او خپل سیالیز سفر یې په بریا پیل کړی دی.

دغه سیالۍ چې د افغانستان، مالدیف، بنګلادېش او پاکستان د ملي لوبډلو په ګډون د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې، د همدې میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې دوام کوي.

افغان ملي لوبډله به د دغو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د روانې میاشتې په څلورمه نېټه د بنګلادېش د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

دا سیالۍ د سیمه‌ییزو لوبډلو ترمنځ د تجربې، رقابت او چمتووالي د لوړولو په هدف ترسره کېږي.

د فنلنډ لومړی وزیر: په افغانستان کې بشري بحران او د ښځو حقونه د جدي اندېښنې وړ دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د فنلنډ لومړي وزیر پیتري اورپو د هزاره کلتور د ورځې په نړیوال جشن کې ویلي چې کلتور، ژبه او هویت د انسان د پېژندنې اساسي برخې دي او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو له وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له محدودیتونو سترګې پټې نه کړي.

لومړي وزیر پیتري اورپو د هزاره کلتور د ورځې په نړیوال جشنواره کې، چې د فنلنډ په یاروینپه ښار کې ترسره شوه، د ځانګړي مېلمه او ویناوال په توګه ګډون وکړ.

نوموړي په خپله وینا کې وویل چې هزاره ټولنه په فنلنډ کې د خپل فرهنګي هویت له ساتلو سره سره د دغه هېواد د ټولنیز ژوند برخه ګرځېدلې ده او دا ښيي چې کلتوري میراث او هویت د کډوالۍ له امله له منځه نه ځي.

اورپو ټینګار وکړ چې ژبه، دین، موسیقي، ادبیات او هنر د انسان د هویت بنسټیز عناصر دي او په ځانګړي ډول هغه مهال ډېر ارزښت لري چې خلک له خپلو اصلي رېښو لرې ژوند کوي.

هغه وویل چې نړۍ په یوه نازک او کړکېچن پړاو کې ده او باید هغه بحرانونه هم هېر نه کړل شي چې تل د نړیوالو رسنیو په سر کې نه وي، په ځانګړي ډول د افغانستان وضعیت.

د فنلنډ لومړي وزیر وویل چې د افغانستان وضعیت ژوره اندېښنه رامنځته کوي او په دغه هېواد کې یو له سختو بشري بحرانونو څخه روان دی، چې پکې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې او د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه شامل دي.

اورپو زیاته کړه چې فنلنډ د اروپایي ټولنې د غړي په توګه هڅه کړې او لا هم هڅه کوي چې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره نړیوالې هڅې ملاتړ کړي.

په دې غونډه کې د هزاره ټولنې استازو هم وینا وکړه او د هزاره کلتور د ورځې جشنواره یې د خپل تاریخ او فرهنګ د بیا ژوندي کولو فرصت وباله. هغوی وویل چې هزاره ټولنه په افغانستان کې له اوږدمهاله تبعیض او ستونزو سره مخ پاتې شوې، خو په فنلنډ کې یې د تعلیم، کار او ټولنیز ګډون له لارې خپل مثبت رول ثابت کړی دی.

د یاروینپه ښار مرستیالې هم وویل چې هزاره ټولنه د فنلنډ د څو کلتوري ټولنې فعال برخه ده او د زده کړو، کار او مدني فعالیتونو له لارې یې د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

د جشن په ترڅ کې د بامیانو د بودا مجسمې انځور د هزاره فرهنګي مرکز له لوري فنلنډي لومړي وزیر ته ډالۍ شو، د ماشومانو د شعرونو دکلمه، د دودیزو جامو ننداره او د هنرمندانو موسیقي نندارې هم وړاندې شوې، چې د ګډونوالو له لوري یې پراخ هرکلی وشو.

د طالبانو د ورزش ادارې مشر د روسیې په نړیوال ورزشي فورم کې ګډون کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې مشر احمدالله وثیق د روسیې په بلنه د المپیک مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې ګډون کړی او د ورزش د ودې او د هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

ددغه ریاست له خوا په ځپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي احمدالله وثیق د روسیې د ورزشي مسوولینو په رسمي بلنه د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې ګډون کړی، چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړ شوی و.

د ادارې په وینا، وثیق په دې غونډه کې د کوربه هېواد له لوري د ترسره شوي فورم ستاینه کړې او دا یې د ځوانانو د هڅونې او سالم رقابت ته د ودې ورکولو لپاره مهم ګام بللی دی.

نوموړي ویلي چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ورزش د هېواد ټولو برخو ته رسېدلی او افغان ورزشکارانو په نړیوالو سیالیو کې نږدې ۴۰۰ مډالونه ګټلي دي.

هغه زیاته کړې چې ورزش د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د یووالي د پیغام رسولو تر ټولو اغېزمنه وسیله ده او ټینګار یې کړی چې د ورته ناستو دوام د ورزشي اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی.

د غونډې په څنډه کې احمدالله وثیق د روسیې د المپیک کمېټې او د ورزش وزیر میخایل دیګتیاریوف سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ورزشي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

اروپایي ټولنه: د لغمان د خونړۍ پېښې له امله خواشیني یوو

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۳ GMT+۱

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي، چې د لغمان ولایت د وروستۍ خونړۍ ترافيکي پېښې له امله ژوره خواشیني څرګندوي او د قربانیانو کورنیو ته یې د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړی دی.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د لغمان ولایت د یوې خونړۍ پېښې له امله سخت خواشیني دي.

یادې ادارې د پېښې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

اروپایي ټولنې زیاته کړې چې د دې ډول پېښو له امله د زیانمنو کورنیو درد درک کوي او له هغوی سره خپله همدردي شریکوي.

دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو یوه لارۍ د کابل - لغمان پر لویه لاره له سړک څخه واوښت او چپه شو. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې ۱۰ یې ماشومان او ۵ یې ښځې دي، مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د یادې مرګونې ټرافیکي پېښې په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، متحده عربي امارات او په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم ورته د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

ننګرهار ته د لوړ شمېر سیلانیانو د ورتګ ادعا؛ د اسانتیاوو کمښت لا هم پر خپل ځای دی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ادعا کړې چې د لوی اختر په ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ زره سیلانیانو دغه ولایت ته سفر کړی او د جلال‌اباد ښار ترڅنګ یې د تورې بوړې، کږې منځې، شینوارو، بټي کوټ، درې نور، خوږیاڼو، شیرزادو، حصارک، کامې او نورو سیمو څخه لیدنه کړې ده.

د یاد ریاست طالب چارواکي وایي چې هڅه کوي په راتلونکې کې بهرني سیلانیان هم جذب کړي او د پانګوالو په همکارۍ په سیاحتي سیمو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

خو د طالبانو دغه ادعاوې داسې مهال مطرح کېږي چې د ننګرهار ډېری سیاحتي سیمې لا هم د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي. د ګڼو سیلانیانو او ځايي اوسېدونکو په وینا، د مناسبو سړکونو نشتوالی، د استوګنې محدود امکانات، د پاکو اوبو کمښت او د عامه خدماتو نیمګړتیاوې هغه ستونزې دي چې د سیاحت د پراختیا پر وړاندې خنډونه جوړوي.

یو شمېر منتقدین وایي چې یوازې د سیلانیانو د شمېر اعلانول د سیاحت د پرمختګ معنا نه لري، بلکې حکومت باید د سیاحتي سیمو د ساتنې، د چاپېریال د خوندیتوب او د اساسي خدماتو د برابرولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

اقتصادي شنونکي هم باور لري چې د سیاحت صنعت هغه مهال د سیمې پر اقتصاد مثبت اغېز کولی شي چې د زیربناوو د پیاوړتیا، د پانګونې د جذب او د امنیتي او خدماتي اسانتیاوو د پراختیا لپاره دوامدارې او عملي پالیسۍ موجودې وي.

په همدې حال کې، د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي پوښتنه کوي چې که رښتیا هم سلګونه زره کسان دغه ولایت ته ورغلي وي، نو د سیاحتي سیمو د عوایدو، خدمتونو او د دغو سفرونو د اقتصادي اغېزو په اړه ولې کره او روښانه معلومات نه وړاندې کېږي.