د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن د مالدیف په څلور اړخیزو سیالیو کې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن دوشنبه (د غبرګولي ۱۱مه) په نړۍوالو څلور اړخیزو سیالیو کې د مالدیف په وړاندې لوبه وکړي. په دغه سیالیو کې د افغانستان، مالدیف، پاکستان او بنګلهدېش تر ۲۳ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې برخه اخلي.
دغه سیالۍ به (د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې) پورې د مالدثف په ماله ښار کې ترسره شي. دغه سیالۍ په مالدیف کې د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي او اصلي موخه یې په سیمه کې د راتلونکو سیالیو لپاره د لوبډلو چمتو کول دي.
د اعلان شوي مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه نن (د غبرګولي ۱۱مه) د مالدیف پر وړاندې چې د دغه سیالیو کوربه دی، ترسره کړي. افغانستان به (د غبرګولي ۱۴مه) په خپله دویمه لوبه کې د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو لوبډلې سره مخ شي او (د غبرګولي ۱۷مه) به په درېیمه لوبه کې د پاکستان لوبډلې سره مخ شي.
ټاکل شوې ده، چې د دغه سیالیو پای لوبه (د غبرګولي ۲۰مه) ترسره شي.
د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبو مهالوېش:
افغانستان – مالدیف | د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۱۱مه
افغانستان – بنګلهدېش | د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۱۴مه
افغانستان – پاکستان | د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۱۷مه
د سیالیو پایلوبه | د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۲۰مه
د افغانستان ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ:
فیصل احمد حمیدي، کیوان متقیان، عليسینا حکیمي، مصور احدي، مصطفی عمرخېل، احمد شکېب مهري، عمید ارزو، علي رایض مرادي، حبیبالله عسکر، نوید محبوبي، عليرضا پناهي، الیاس منصور، حامد مومند، رحمت اکبري، جمشید اڅکزی، ساحل سروري، امین نبيزاده، امید موسوي، مازیار کوهیار، امید پوپلزی، یاسر صافی، رومین فایزي او محبوب حنفي.
