ایران د لبنان شخړې د پراخېدو له امله له امریکا سره غیر مستقیمې خبرې ځنډوي
د ایران نیمه رسمي خبري اژانس «تسنیم» راپور ورکړی چې تهران له متحده ایالاتو سره غیرمستقیمې خبرې اترې دروي، ځکه اسراییلي ځواکونو په لبنان کې د ایران ملاتړو ملیشو پر ضد بریدونه پراخ کړي دي.
تسنیم ویلي چې د ایران د مرکچي ډلې غړو د منځګړو له لارې له واشنګټن سره د پیغامونو تبادله درولې ده.
هغه ټینګار کړی چې په هوکړه کې په ښکاره ډول راغلي چې ایران به اټومي وسلې نه لري.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې دغه هوکړه د اټومي پروګرام له نورو اړخونو سره هم په پراخه او جدي توګه چلند کوي او د هوکړې یوه لویه برخه په همدې موضوعاتو راڅرخي.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې پر سياېناېن او یو شمېر نورو رسنیو هم نیوکې کړې او هغوی یې «جعلي خبرونه خپروونکې رسنۍ» بللې دي.
هغه ادعا کړې چې یادې رسنۍ د لیدونکو د شمېر له پلوه له ستونزو سره مخ دي او اټکل یې کړی چې «حتی د نوي مالکیت تر چتر لاندې به هم د هغوی وضعیت د پام وړ ښه نه شي.»
د ټرمپ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام او د واشنګټن ـ تهران د احتمالي هوکړې په اړه اټکلونه او بحثونه دوام لري.
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سعودي عربستان په ګډون د څلورو عربي هېوادونو له مشرانو سره په ټیلېفوني خبرو کې ویلي، له تهران سره په هوکړه کې باید د ایران اټومي او د توغندیو پروګرامونه او همداراز د سیمې ثبات شامل وي.
امانوېل مکرون د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان، د عُمان له پاچا هیثم بن طارق د متحده عربي امارات له امیر محمد بن زاید او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په ټیلېفوني خبرو کې څرګنده کړې، دا ډېره ضروري ده، چې د امریکا او ایران تر منځ د هوکړې بهیر چټک شي او له دې فرصت څخه باید همدا اوس ګټه پورته شي.
مکرون زیاته کړه، چې لومړیتوب باید د اوربند دوام او له هېڅ ډول شرط پرته او له نړۍوالو قوانینو سره سم، سمدستي د هرمز تنګي بېرته پرانېستل وي او له هغې وروسته باید د نورو مسایلو، په ځانګړې توګه د اټومي او بالستیک پروګرامونو او د سیمې د ثبات په اړه د یوې جامع او قوي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې دوام ومومي.
هغه د سیمې د ثبات په تړاو وویل: «دا باید له لبنان څخه پیل شي، چېرې چې دا ډېره بېړنۍ ده چې د وسلو غږ غلی شي، د ټولو وسلو غږ او د تل لپاره. هیڅ شی هم هغه لوی تاوتریخوالی او کړکېچ نه شي توجیه کولای چې همدا اوس په سویلي لبنان کې روان دي».
د فرانسې ولسمشر همداراز په ډاګه کړې، چې د لبنان دولت د حاکمیت د بېرته ټینګولو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په هلو ځلو کې له لبناني چارواکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې اسراییل لا هم پر لبنان هوايي بریدونو ته دوام ورکوي او ورسره یې ځینې سیمې هم لاندې کړې دي.