د حـ . ـزب الله استازی: په ټول لبنان کې د بشپړ اوربند ملاتړ کوو

د لبنان په پارلمان کې د حـ . ـزبالله استازي حسن فضلالله ویلي چې د لبنان په ټوله خاوره کې د بشپړ اوربند د ټینګښت ملاتړ کوي.

د لبنان په پارلمان کې د حـ . ـزبالله استازي حسن فضلالله ویلي چې د لبنان په ټوله خاوره کې د بشپړ اوربند د ټینګښت ملاتړ کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي ټینګار کړی چې حزبالله د جګړو د درولو او د لبنان د امنیت د ټینګښت لپاره د بشپړ اوربند له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
حسن فضلالله ویلي: «موږ په ټول لبنان کې د بشپړ اوربند د ټینګښت ملاتړ کوو.»
هغه زیاته کړې چې د بشپړ اوربند پلي کېدل کولی شي د دې زمینه برابره کړي چې اسراییلي ځواکونه د لبنان له ټولو سیمو ووځي.
د حزبالله د استازي په وینا، د جګړو پای ته رسېدل او د بهرنیو ځواکونو وتل د لبنان د ثبات او امنیت لپاره مهم ګامونه ګڼل کېږي.
د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په سیمه کې د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري او د جګړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو غوښتنې زیاتې شوې دي.

د سپینې ماڼۍ رسمي اېکس پاڼه وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د حـ . ـزبالله له استازو سره د اړیکو او تماسونو په ترڅ کې بېروت ته د امریکايي ځواکونو د نه لېږلو او د ډزو د درېدو هوکړې ته اشاره کړې ده.
سپینې ماڼۍ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د امریکا لپاره «نوی طلايي پړاو» پیل شوی دی.
په همدې پیغام کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راغلي چې نوموړي د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره «ډېرې ګټورې خبرې» کړې دي.
ټرمپ ویلي چې د دغو تماسونو په ترڅ کې پرېکړه شوې چې لبنان ته به امریکايي پوځیان نه لېږل کېږي.
په پوسټ کې همداراز د ټرمپ له قوله ادعا شوې چې له حزبالله سره هم اړیکه شوې او د هغه په وینا «هغوی منلې چې ټولې ډزې به ودرول شي».
په امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږې ادارې «افغان ایواک» ویلي، چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، لا هم د قطر کې بند پاتې دي او د امریکا حکومت تر اوسه د هغوی د انتقال یا راتلونکي په اړه روښانه پلان نه دی اعلان کړی.
افغان ایواک ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جون په دویمه او درېیمه نېټه د کانګرس د څلورو کمېټو پر وړاندې حاضر شي او د لومړي ځل لپاره به د امریکا د افغان متحدانو د وضعیت، د ځانګړو کډوالۍ ویزو پروګرام او د کډوالو د لېږد د ځنډ په اړه له جدي پوښتنو سره مخ شي.
راپور وايي چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان لا هم د قطر په کمپ السیلیه کې بند پاتې دي. د افغان ایواک په وینا، له دې ډلې نږدې ۸۰۰ تنه ښځې او ماشومان دي او شاوخوا ۱۵۰ نور د هغو امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي چې اوس هم په پوځ کې دندې ترسره کوي.
ادارې په راپور کې ویلي: «دا یوازې د دوسیو ځنډ نه دی، بلکې هغه خلک دي چې د امریکا حکومت یې مسوولیت لري، خو له یوه کال څخه ډېر وخت کېږي چې په نامعلوم وضعیت کې پرېښودل شوي دي.»
افغان ایواک همداراز ادعا کړې چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې هېڅ افغان ته د ځانګړې کډوالۍ ویزه نه ده ورکړل شوې، سره له دې چې زرګونه افغانان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تایید مرحلې بشپړې کړې او لا هم د ویزو په تمه دي.
د راپور له مخې، کانګرس له مخکې ۵۰ زره او ۵۰۰ځانګړې کډوالۍ ویزې منظورې کړې وې، خو لا هم ۵ زره او ۹۷۰ ویزې نه دي کارول شوې، په داسې حال کې چې نږدې ۱۷۸ زره افغانان د امریکا د ماموریت د تایید له پړاو څخه تېر شوي او د خپلو دوسیو د بشپړېدو په تمه دي.
راپور زیاتوي چې د جون پنځمه نېټه د هغو افغانانو لپاره مهمه وروستۍ نېټه ده چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې په بهیر کې د ماموریت د تایید غوښتنلیکونه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له غوښتونکو غوښتي چې ټول پاتې اسناد، سپارښتلیکونه او دندې اړوند ثبوتونه تر همدې نېټې وړاندې وسپاري.
افغان ایواک د یوې افغانې کورنۍ د قضیې یادونه هم کړې چې د اخراج له خطر سره مخ وه، خو یوې فدرالي محکمې د حکومت پرېکړه رد کړه او د دغه افغان متحد په ګټه یې حکم صادر کړ. اداره وايي دا پرېکړه ښيي چې د ځینو افغانانو پر ضد د حکومت حقوقي استدلالونه په محکمو کې ننګول کېدای شي.
د راپور په پای کې افغان ایواک له امریکايي قانون جوړوونکو غوښتي چې د افغان متحدانو د قضیو په اړه له مارکو روبیو څخه واضح ځوابونه وغواړي او د هغو زرګونو افغانانو د برخلیک په اړه اقدام وکړي چې لا هم د امریکا د ژمنو د عملي کېدو په تمه دي.
د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د حـ . ـزبالله ډلې د توغندیز ځواک یو قوماندان محمد موسی متیرک یې وژلی دی. د پوځ په وینا، نوموړی پر اسراییلو د سلګونو راکټي او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د طرحه او عملي کولو مسوول و.
د اسراییلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حزبالله د توغندیز ځواک قوماندان محمد موسی متیرک یې له منځه وړی دی.
د پوځ په وینا، متیرک د حزبالله د توغندیز ځواک په بېلابېلو دندو کې کار کړی و او د لبنان د بوفور سیمې په شاوخوا کې یې د اسراییلي ملکي وګړو او د اسراییلو د پوځ د سرتېرو پر ضد د سلګونو راکټي او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د پلان جوړونې او عملي کولو مسوولیت پر غاړه درلود.
اسراییلي پوځ په خپل ایکس پاڼه کې ادعا کړې چې نوموړي د حزبالله د پوځي فعالیتونو په همغږۍ او د بریدونو په تنظیم کې مهم رول درلود.
حزبالله تر اوسه د اسراییلي پوځ د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د دې ادعا د خپلواکې سرچینې له خوا هم پخلی نه دی شوی.
ایران د مهرداد محمدي نیا او اشکان مالکي په نوم هغه دوه لاریون کوونکي اعدام کړل، چې د مرغومي میاشتې لاریونونو پرمهال د تهران د کوی نصر (ګېشا) په سیمه کې د جعفري جومات د سوځولو په تور نیول شوي وو. ایراني چارواکو ویلي، چې دغه سزا د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوې.
د ایران د قضایي قوې اړوند «میزان» خبري اژانس ویلي، د دغه دوو کسانو د اعدام حکم له هغه وروسته پلی شو چې سترې محکمې تایید کړ. د راپور له مخې؛ محمدينیا او مالکي د ۱۴۰۴کال د مرغومي میاشتې د لاریونونو پرمهال نیول شوي وو او قضایي چارواکو دغه دوه تنه د جعفري جومات د سوځولو اصلي عاملین بللي دي.
میزان لیکلي، چې د دغه دوو کسانو په تورونو کې د جومات ویجاړول او سوځول، د عامه شتمنیو تخریب، له امنیتي ځواکونو سره نښته، د سړکونو بندول او د خلکو د تګراتګ مخنیوی شامل دی.
په راپور کې د اشکان مالکي هغه اعترافونو ته هم اشاره شوې، چې چارواکو ورته ځانګړي کړي دي. همدارا، په راپور کې ادعا شوې، چې د امنیتي کمرې پرمټ اخیستل شوي انځورونه دغه دوو کسانو ته منسوب شوې کړنې ښيي.
د فاکسنیوز د راپور له مخې؛ مجتبی خامنهيي د ډونالډ ټرمپ د هغو هڅو په غبرګون کې چې غواړي د ابراهیم تړون پراخ کړي، په منځني ختیځ کې د امریکا تر مشرۍ لاندې نړۍوال نظم پرضد د یوې سیمهییزې ټلوالې جوړولو هڅه کوي.
ویل کېږي، چې هغه غواړي د «نوي اسلامي تمدن» تر شعار لاندې د سیمې هېوادونه سره راټول کړي. په راپور کې راغلي، د ایران مشر مجتبی خامنهيي د امریکا د نفوذ پر وړاندې یو سیاسي او ایډیولوژیک کمپاین پیل کړی او هڅه کوي چې د سیمې هېوادونه د تهران تر مشرۍ لاندې اسلامي همغږۍ او یووالي ته وهڅوي.
راپور زیاتوي، د تهران وروستي اقدامات یوازې څو ساعته وروسته له هغه پیل شول چې ټرمپ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، پاکستان، مصر، اردن او بحرین له مشرانو سره د ابراهیم تړون د پراختیا په اړه بحث وکړ. ټرمپ (د مئ ۲۵مه) پر ټروت خواله رسنۍ د دغه تړون د پراختیا ملاتړ هم وکړ.
د فاکسنیوز په وینا؛ یوه ورځ وروسته مجتبی خامنهيي ته منسوب یو پیغام پر اېکس پاڼه خپور شو، چې پهکې د «نوي اسلامي تمدن» د جوړېدو غوښتنه شوې وه او له اسلامي دولتونو غوښتل شوي وو چې د اسلامي امت د پرمختګ او د اسلامي نړۍ د ستونزو د حل لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.