یوه ښځه د ذبیح الله مجاهد څرګندونو ته: د طالبانو زندانونه د ظلم او تاوتریخوالي مرکزونه دي

یوې افغانې مېرمنې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي غږیز پیغام کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هغه ادعا رد کړې، چې د طالبانو په زندانونو کې هیڅ ډول ناوړه چلند نهکېږي. یادې مېرمنې ویلي: «تر ټولو بد ځای، بد تاوتریخوالی او ناوړه چلند د طالبانو لهخوا له زندانیانو سره کېږي».
