افغان ایواک ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جون په دویمه او درېیمه نېټه د کانګرس د څلورو کمېټو پر وړاندې حاضر شي او د لومړي ځل لپاره به د امریکا د افغان متحدانو د وضعیت، د ځانګړو کډوالۍ ویزو پروګرام او د کډوالو د لېږد د ځنډ په اړه له جدي پوښتنو سره مخ شي.
راپور وايي چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان لا هم د قطر په کمپ السیلیه کې بند پاتې دي. د افغان ایواک په وینا، له دې ډلې نږدې ۸۰۰ تنه ښځې او ماشومان دي او شاوخوا ۱۵۰ نور د هغو امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي چې اوس هم په پوځ کې دندې ترسره کوي.
ادارې په راپور کې ویلي: «دا یوازې د دوسیو ځنډ نه دی، بلکې هغه خلک دي چې د امریکا حکومت یې مسوولیت لري، خو له یوه کال څخه ډېر وخت کېږي چې په نامعلوم وضعیت کې پرېښودل شوي دي.»
افغان ایواک همداراز ادعا کړې چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې هېڅ افغان ته د ځانګړې کډوالۍ ویزه نه ده ورکړل شوې، سره له دې چې زرګونه افغانان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تایید مرحلې بشپړې کړې او لا هم د ویزو په تمه دي.
د راپور له مخې، کانګرس له مخکې ۵۰ زره او ۵۰۰ځانګړې کډوالۍ ویزې منظورې کړې وې، خو لا هم ۵ زره او ۹۷۰ ویزې نه دي کارول شوې، په داسې حال کې چې نږدې ۱۷۸ زره افغانان د امریکا د ماموریت د تایید له پړاو څخه تېر شوي او د خپلو دوسیو د بشپړېدو په تمه دي.
راپور زیاتوي چې د جون پنځمه نېټه د هغو افغانانو لپاره مهمه وروستۍ نېټه ده چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې په بهیر کې د ماموریت د تایید غوښتنلیکونه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له غوښتونکو غوښتي چې ټول پاتې اسناد، سپارښتلیکونه او دندې اړوند ثبوتونه تر همدې نېټې وړاندې وسپاري.
افغان ایواک د یوې افغانې کورنۍ د قضیې یادونه هم کړې چې د اخراج له خطر سره مخ وه، خو یوې فدرالي محکمې د حکومت پرېکړه رد کړه او د دغه افغان متحد په ګټه یې حکم صادر کړ. اداره وايي دا پرېکړه ښيي چې د ځینو افغانانو پر ضد د حکومت حقوقي استدلالونه په محکمو کې ننګول کېدای شي.
د راپور په پای کې افغان ایواک له امریکايي قانون جوړوونکو غوښتي چې د افغان متحدانو د قضیو په اړه له مارکو روبیو څخه واضح ځوابونه وغواړي او د هغو زرګونو افغانانو د برخلیک په اړه اقدام وکړي چې لا هم د امریکا د ژمنو د عملي کېدو په تمه دي.