نوموړې د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۰مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې لا هم د طالبانو په زندان کې د تېرې کړې مودې د رواني او ذهني اغېزو د کابو کولو لپاره مبارزه کوي.
ظریفه یعقوبي ویلي، د یوې پخوانۍ زندانۍ په توګه تاییدوي چې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شته او د دې ډلې د ویاند ادعاوې ردوي.
هغې لیکلي: «زه او زما همکاران د هغو کسانو له ډلې یو چې د عدالت غوښتنې په تور د ۴۱ ورځو لپاره د انفرادي زندان په ګډون په سختو شرایطو کې ساتل شوي وو او د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې مو بېلابېلې شکنجې او جبري اعترافونه تجربه کړل.»
دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل - پښتوسره په مرکه کې په زندانونو او توقیفخونو کې د شکنجې د شتون راپورونه رد کړل.
مجاهد ویلي وو چې د طالبانو د قوانینو له مخې د نیولو، توقیف او خوشې کېدو په ټولو پړاوونو کې هر ډول شکنجه منع ده او له تورنو کسانو سره ناوړه چلند نه کېږي.
هغه د «شکنجې» او «قانوني مجازاتو» ترمنځ توپیر ته په اشارې ویلي وو چې د افرادو سزا یوازې د شریعت د احکامو او د جرم د نوعیت له مخې ورکول کېږي، نه په خپلسرې توګه.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لړم په ۱۲مه ظریفه یعقوبي او یو شمېر نورې ښځینه فعالانې په کابل کې د دشت برچي په سیمه کې د یوې خبري غونډې پر مهال نیولې وې. نوموړې له شاوخوا ۴۰ ورځو بند وروسته خوشې شوه.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غبرګولي په اتمه په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو ځینې چارواکي او ځواکونه د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په پېښو کې ښکېل دي.
په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له خوا په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۲۱ پېښې، چې ډلهییز جنسي تېری هم پکې شامل دی، مستندې شوې دي.
ظریفه یعقوبي ټینګار کړی چې د طالبانو د زندانونو د وضعیت په اړه له نېږدې معلومات لري او د دې ډلې هغه ادعا نه مني چې ګواکې په زندانونو کې شکنجه نه ترسره کېږي.