سپاه پاسداران: په سیریک ټاپو کې د امریکا د برید سرچینه په نښه شوې

سپاه پاسداران په یوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه ځای یې په نښه کړی چې د امریکا د پوځ له لوري د هرمزګان د سیریک ټاپو پر یوه مخابراتي برج یې برید کړی و. سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، که دغه ډول برید یو وار بیا تکرار شي؛ نو ځواب به «په بشپړ ډول» توپير ولري.
سپاه پاسداران ویلي، چې د پایلو مسوولیت به د امریکا په غاړه وي. په خبرپاڼه کې د امریکا د برید له امله د احتمالي مالي زیانونو یا مرګ ژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.
په ورته وخت کې کوېټ څو شېبې وړاندې اعلان کړی، چې د دغه هېواد د هوایي دفاع سیسټمونه د دوښمن د توغندیزو او ډرون بریدونو په وړاندې دفاعي عملیات ترسره کوي؛ خو په خبرپاڼه کې په څرګند ډول د ایران نوم نهدی اخیستل شوی.
