لومړي وزیر پیتري اورپو د هزاره کلتور د ورځې په نړیوال جشنواره کې، چې د فنلنډ په یاروینپه ښار کې ترسره شوه، د ځانګړي مېلمه او ویناوال په توګه ګډون وکړ.
نوموړي په خپله وینا کې وویل چې هزاره ټولنه په فنلنډ کې د خپل فرهنګي هویت له ساتلو سره سره د دغه هېواد د ټولنیز ژوند برخه ګرځېدلې ده او دا ښيي چې کلتوري میراث او هویت د کډوالۍ له امله له منځه نه ځي.
اورپو ټینګار وکړ چې ژبه، دین، موسیقي، ادبیات او هنر د انسان د هویت بنسټیز عناصر دي او په ځانګړي ډول هغه مهال ډېر ارزښت لري چې خلک له خپلو اصلي رېښو لرې ژوند کوي.
هغه وویل چې نړۍ په یوه نازک او کړکېچن پړاو کې ده او باید هغه بحرانونه هم هېر نه کړل شي چې تل د نړیوالو رسنیو په سر کې نه وي، په ځانګړي ډول د افغانستان وضعیت.
د فنلنډ لومړي وزیر وویل چې د افغانستان وضعیت ژوره اندېښنه رامنځته کوي او په دغه هېواد کې یو له سختو بشري بحرانونو څخه روان دی، چې پکې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې او د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه شامل دي.
اورپو زیاته کړه چې فنلنډ د اروپایي ټولنې د غړي په توګه هڅه کړې او لا هم هڅه کوي چې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره نړیوالې هڅې ملاتړ کړي.
په دې غونډه کې د هزاره ټولنې استازو هم وینا وکړه او د هزاره کلتور د ورځې جشنواره یې د خپل تاریخ او فرهنګ د بیا ژوندي کولو فرصت وباله. هغوی وویل چې هزاره ټولنه په افغانستان کې له اوږدمهاله تبعیض او ستونزو سره مخ پاتې شوې، خو په فنلنډ کې یې د تعلیم، کار او ټولنیز ګډون له لارې خپل مثبت رول ثابت کړی دی.
د یاروینپه ښار مرستیالې هم وویل چې هزاره ټولنه د فنلنډ د څو کلتوري ټولنې فعال برخه ده او د زده کړو، کار او مدني فعالیتونو له لارې یې د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
د جشن په ترڅ کې د بامیانو د بودا مجسمې انځور د هزاره فرهنګي مرکز له لوري فنلنډي لومړي وزیر ته ډالۍ شو، د ماشومانو د شعرونو دکلمه، د دودیزو جامو ننداره او د هنرمندانو موسیقي نندارې هم وړاندې شوې، چې د ګډونوالو له لوري یې پراخ هرکلی وشو.