• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ: ډونالډ ټرمپ له نتنیاهو او حـ . ـزب‌الله څخه د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ رسمي اېکس پاڼه وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د حـ . ـزب‌الله له استازو سره د اړیکو او تماسونو په ترڅ کې بېروت ته د امریکايي ځواکونو د نه لېږلو او د ډزو د درېدو هوکړې ته اشاره کړې ده.

سپینې ماڼۍ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د امریکا لپاره «نوی طلايي پړاو» پیل شوی دی.

په همدې پیغام کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راغلي چې نوموړي د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره «ډېرې ګټورې خبرې» کړې دي.

ټرمپ ویلي چې د دغو تماسونو په ترڅ کې پرېکړه شوې چې لبنان ته به امریکايي پوځیان نه لېږل کېږي.

په پوسټ کې همداراز د ټرمپ له قوله ادعا شوې چې له حزب‌الله سره هم اړیکه شوې او د هغه په وینا «هغوی منلې چې ټولې ډزې به ودرول شي».

ترویج لرونکی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي
۱
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۲

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۳

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

۴

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی

۵

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

•
•
•

نور کیسې

افغان ایواک: مارکو روبیو دې د افغان متحدینو د برخلیک په اړه کانګرس ته ځواب ووایي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱

په امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږې ادارې «افغان ایواک» ویلي، چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، لا هم د قطر کې بند پاتې دي او د امریکا حکومت تر اوسه د هغوی د انتقال یا راتلونکي په اړه روښانه پلان نه دی اعلان کړی.

افغان ایواک ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جون په دویمه او درېیمه نېټه د کانګرس د څلورو کمېټو پر وړاندې حاضر شي او د لومړي ځل لپاره به د امریکا د افغان متحدانو د وضعیت، د ځانګړو کډوالۍ ویزو پروګرام او د کډوالو د لېږد د ځنډ په اړه له جدي پوښتنو سره مخ شي.

راپور وايي چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان لا هم د قطر په کمپ السیلیه کې بند پاتې دي. د افغان ایواک په وینا، له دې ډلې نږدې ۸۰۰ تنه ښځې او ماشومان دي او شاوخوا ۱۵۰ نور د هغو امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي چې اوس هم په پوځ کې دندې ترسره کوي.

ادارې په راپور کې ویلي: «دا یوازې د دوسیو ځنډ نه دی، بلکې هغه خلک دي چې د امریکا حکومت یې مسوولیت لري، خو له یوه کال څخه ډېر وخت کېږي چې په نامعلوم وضعیت کې پرېښودل شوي دي.»

افغان ایواک همداراز ادعا کړې چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې هېڅ افغان ته د ځانګړې کډوالۍ ویزه نه ده ورکړل شوې، سره له دې چې زرګونه افغانان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تایید مرحلې بشپړې کړې او لا هم د ویزو په تمه دي.

د راپور له مخې، کانګرس له مخکې ۵۰ زره او ۵۰۰ځانګړې کډوالۍ ویزې منظورې کړې وې، خو لا هم ۵ زره او ۹۷۰ ویزې نه دي کارول شوې، په داسې حال کې چې نږدې ۱۷۸ زره افغانان د امریکا د ماموریت د تایید له پړاو څخه تېر شوي او د خپلو دوسیو د بشپړېدو په تمه دي.

راپور زیاتوي چې د جون پنځمه نېټه د هغو افغانانو لپاره مهمه وروستۍ نېټه ده چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې په بهیر کې د ماموریت د تایید غوښتنلیکونه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له غوښتونکو غوښتي چې ټول پاتې اسناد، سپارښت‌لیکونه او دندې اړوند ثبوتونه تر همدې نېټې وړاندې وسپاري.

افغان ایواک د یوې افغانې کورنۍ د قضیې یادونه هم کړې چې د اخراج له خطر سره مخ وه، خو یوې فدرالي محکمې د حکومت پرېکړه رد کړه او د دغه افغان متحد په ګټه یې حکم صادر کړ. اداره وايي دا پرېکړه ښيي چې د ځینو افغانانو پر ضد د حکومت حقوقي استدلالونه په محکمو کې ننګول کېدای شي.

د راپور په پای کې افغان ایواک له امریکايي قانون جوړوونکو غوښتي چې د افغان متحدانو د قضیو په اړه له مارکو روبیو څخه واضح ځوابونه وغواړي او د هغو زرګونو افغانانو د برخلیک په اړه اقدام وکړي چې لا هم د امریکا د ژمنو د عملي کېدو په تمه دي.

اسراییلي پوځ: د حـ . ـزب‌الله د توغندیز ځواک یو قوماندان مو وژلی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د حـ . ـزب‌الله ډلې د توغندیز ځواک یو قوماندان محمد موسی متیرک یې وژلی دی. د پوځ په وینا، نوموړی پر اسراییلو د سلګونو راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د طرحه او عملي کولو مسوول و.

د اسراییلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حزب‌الله د توغندیز ځواک قوماندان محمد موسی متیرک یې له منځه وړی دی.

د پوځ په وینا، متیرک د حزب‌الله د توغندیز ځواک په بېلابېلو دندو کې کار کړی و او د لبنان د بوفور سیمې په شاوخوا کې یې د اسراییلي ملکي وګړو او د اسراییلو د پوځ د سرتېرو پر ضد د سلګونو راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د پلان جوړونې او عملي کولو مسوولیت پر غاړه درلود.

اسراییلي پوځ په خپل ایکس پاڼه کې ادعا کړې چې نوموړي د حزب‌الله د پوځي فعالیتونو په همغږۍ او د بریدونو په تنظیم کې مهم رول درلود.

حزب‌الله تر اوسه د اسراییلي پوځ د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د دې ادعا د خپلواکې سرچینې له خوا هم پخلی نه دی شوی.

ایران دوه لاریون کوونکي د جومات سوځولو په تور اعدام کړل

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۱

ایران د مهرداد محمدي نیا او اشکان مالکي په نوم هغه دوه لاریون کوونکي اعدام کړل، چې د مرغومي میاشتې لاریونونو پرمهال د تهران د کوی نصر (ګېشا) په سیمه کې د جعفري جومات د سوځولو په تور نیول شوي وو. ایراني چارواکو ویلي، چې دغه سزا د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوې.

د ایران د قضایي قوې اړوند «میزان» خبري اژانس ویلي، د دغه دوو کسانو د اعدام حکم له هغه وروسته پلی شو چې سترې محکمې تایید کړ. د راپور له مخې؛ محمدي‌نیا او مالکي د ۱۴۰۴کال د مرغومي میاشتې د لاریونونو پرمهال نیول شوي وو او قضایي چارواکو دغه دوه تنه د جعفري جومات د سوځولو اصلي عاملین بللي دي.

میزان لیکلي، چې د دغه دوو کسانو په تورونو کې د جومات ویجاړول او سوځول، د عامه شتمنیو تخریب، له امنیتي ځواکونو سره نښته، د سړکونو بندول او د خلکو د تګ‌راتګ مخنیوی شامل دی.

په راپور کې د اشکان مالکي هغه اعترافونو ته هم اشاره شوې، چې چارواکو ورته ځانګړي کړي دي. همدارا، په راپور کې ادعا شوې، چې د امنیتي کمرې پرمټ اخیستل شوي انځورونه دغه دوو کسانو ته منسوب شوې کړنې ښيي.

فاکس‌نیوز: مجتبی خامنه‌يي په منځني ختیځ کې د امریکا پر وړاندې د یوې ټلوالې جوړولو هڅه کوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۴ GMT+۱

د فاکس‌نیوز د راپور له مخې؛ مجتبی خامنه‌يي د ډونالډ ټرمپ د هغو هڅو په غبرګون کې چې غواړي د ابراهیم تړون پراخ کړي، په منځني ختیځ کې د امریکا تر مشرۍ لاندې نړۍوال نظم پرضد د یوې سیمه‌‌ییزې ټلوالې جوړولو هڅه کوي.

ویل کېږي، چې هغه غواړي د «نوي اسلامي تمدن» تر شعار لاندې د سیمې هېوادونه سره راټول کړي. په راپور کې راغلي، د ایران مشر مجتبی خامنه‌يي د امریکا د نفوذ پر وړاندې یو سیاسي او ایډیولوژیک کمپاین پیل کړی او هڅه کوي چې د سیمې هېوادونه د تهران تر مشرۍ لاندې اسلامي همغږۍ او یووالي ته وهڅوي.

راپور زیاتوي، د تهران وروستي اقدامات یوازې څو ساعته وروسته له هغه پیل شول چې ټرمپ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، پاکستان، مصر، اردن او بحرین له مشرانو سره د ابراهیم تړون د پراختیا په اړه بحث وکړ. ټرمپ (د مئ ۲۵مه) پر ټروت خواله رسنۍ د دغه تړون د پراختیا ملاتړ هم وکړ.

د فاکس‌نیوز په وینا؛ یوه ورځ وروسته مجتبی خامنه‌يي ته منسوب یو پیغام پر اېکس پاڼه خپور شو، چې په‌کې د «نوي اسلامي تمدن» د جوړېدو غوښتنه شوې وه او له اسلامي دولتونو غوښتل شوي وو چې د اسلامي امت د پرمختګ او د اسلامي نړۍ د ستونزو د حل لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

ټرمپ د سي‌اېن‌اېن راپور رد کړ؛ هوکړه په ښکاره د ایران اټومي پروګرام ته اشاره کوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۱۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران سره د احتمالي اټومي هوکړې په اړه د سي‌اېن‌اېن راپور ناسم دی او دغه هوکړه په څرګند ډول د اټومي مسایلو په اړه بحث کوي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي چې سي‌اېن‌اېن څو ځله ادعا کړې چې د هغه اټومي هوکړه له ایران سره د اټومي موضوعاتو په اړه څه نه وايي.

هغه ټینګار کړی چې په هوکړه کې په ښکاره ډول راغلي چې ایران به اټومي وسلې نه لري.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې دغه هوکړه د اټومي پروګرام له نورو اړخونو سره هم په پراخه او جدي توګه چلند کوي او د هوکړې یوه لویه برخه په همدې موضوعاتو راڅرخي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې پر سي‌اېن‌اېن او یو شمېر نورو رسنیو هم نیوکې کړې او هغوی یې «جعلي خبرونه خپروونکې رسنۍ» بللې دي.

هغه ادعا کړې چې یادې رسنۍ د لیدونکو د شمېر له پلوه له ستونزو سره مخ دي او اټکل یې کړی چې «حتی د نوي مالکیت تر چتر لاندې به هم د هغوی وضعیت د پام وړ ښه نه شي.»

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام او د واشنګټن ـ تهران د احتمالي هوکړې په اړه اټکلونه او بحثونه دوام لري.