د حزب تحریر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مسکو د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې د طالبانو د دفاع وزیر او د روسیې د امنیت شورا د منشي په حضور کې د لاسلیک شوي پوځي او تخنیکي هوکړهلیک د محتوا او جزییاتو نه شریکېدل د اندېښنې وړ دي.
دغې ډلې غوښتنه کړې چې د یاد تړون حدود او کره محتوا باید په شفافه توګه له خلکو سره شریکه شي او ټینګار یې کړی چې له روسیې سره هر ډول پوځي همکاري د مسلمانانو له تاریخي تجربو سره په ټکر کې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې «روسیه یو استعمارګر هېواد او د اسلام او مسلمانانو تاریخي دښمن دی، نو ځکه باید افغانستان یو ځل بیا د سترو قدرتونو د سیالیو په ډګر بدل نه شي».
د حزب تحریر په وینا، په حساسو پوځي او تخنیکي برخو کې هر ډول همکاري باید د شرعي احکامو، د اسلامي امت د مصلحتونو او د افغانستان د هر اړخیزې خپلواکۍ په پام کې نیولو سره وشي.
دغه ډله زیاتوي چې د روسیې نوم د افغانستان او نړۍ د مسلمانانو په ذهنونو کې له کودتاوو، اشغال، بمباردونو او د میلیونونو انسانانو له قربانیو سره غوټه شوی دی.
په خبرپاڼه کې د عثماني خلافت په کمزوري کولو کې د روسیې ونډې، د منځنۍ اسیا او قفقاز پر سیمو واکمنۍ، د افغانستان اشغال، د چیچن د مسلمانانو ځپلو او په شام کې د بشار اسد د رژیم ملاتړ ته د روسیې د استعماري تګلارې د بېلګو په توګه اشاره شوې ده.
حزب تحریر د طالبانو پر مشرانو غږ کړی چې له داسې قدرتونو سره د اړیکو په پراخولو کې له پوره هوښیارۍ او سیاسي تقوا کار واخلي.
حزب تحریر ډله د یوې بنستپالې سختدریځې اسلامي ډلې په توګه چې د خلافت لپاره فعالیت کوي، په ګڼو هېوادونو کې ممنوع ګرځول شوې او طالبانو هم پرې بندیزونه لګولي دي.