هغه وایي، چې طالبانو د ده له خوندي صندوق څخه پیسې اخیستې، د معلوماتي ټېکنالوژۍ وسایل یې ضبط کړي، په انفرادي بندخونه کې یې ساته، شکنجه کړی یې و، د اعدام ګواښونه یې ورته کول او ان بربنډ یې له چته راځوړند کړی و.
کورنوېل چې پخوا د برېتانیا د پوځ ډاکټر و د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په میاشت کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې سره د کار پرمهال په کابل کې د طالبانو لهخوا ونیول شو او ۲۷۲ ورځې یې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې.
هغه ادعا کوي، چې طالبانو هڅه کوله د ده قضیه د پیسو ترلاسه کولو، د بندیانو د تبادلې او د برېتانیا حکومت د خبرو مېز ته راکاږلو لپاره وکاروي. کورنوېل د ۱۴۰۲کال د تلې په ۱۷مه له څو نورو برېتانوي وګړو سره یوځای د طالبانو له زندانه خوشې شو.
د هغه په وینا؛ د ده او نورو بندیانو خوشې کېدل طالبانو ته د ۱۲۰ مېلیونه پونډو تر ورکړې وروسته ترسره شول. د خوشې کېدو پر مهال طالبانو ورته خبرداری ورکړی و، چې افغانستان ته دې بېرته نه راګرځي؛ ځکه نوم یې په تور نوملړ کې شامل دی.
د نیولو کیسه
کورنوېل وایي، چې د نیولو په ورځ د طالبانو استخباراتو ځواکونه په کابل کې د هغه د هوټل خونې ته ننوتل او د خوندي صندوق دننه د یوې تومانچې په اړه یې ترې پوښتنې وکړې. هغه وایي، د وسلې قانوني جواز یې لاره او یوازې د احتمالي ترهګریز برید پرمهال د ځان د دفاع لپاره ساتل شوې وه؛ خو طالبانو یې د وسلې جواز ونه مانه.
د هغه په وینا؛ طالبانو ۱۲زره ډالر ترې واخیستل، ټول معلوماتي وسایل یې ضبط کړل، بیا یې پر سر کڅوړه ور واچوله او بل ځای یې ولېږداوه. کورنوېل وایي، په لومړنیو پلټنو کې یې لاسونه تر شا تړل شوي وو.
هغه زیاتوي، چې طالبانو څو کلاشینکوفه، له مرمیو ډک شاجورونه، سیمونه او نور وسایل ورته وښودل او ادعا یې وکړه چې غوښتل یې د ترهګریز برید لپاره یې وکاروي. د کورنوېل په وینا؛ پلټونکو ورته ویل: «ته ترهګر یې، دلته راغلی یې چې د برېتانیا حکومت په استازیتوب طالبانو ته زیان ورسوې».
هغه وایي، کله یې چې دغه تورونه رد کړل، بیا هم وهل ټکول شوی او د ځمکې لاندې یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوی چې ۱۱ ورځې یې هلته تېرې کړې. هغه وایي، په ورځ کې یې یو ځل د تشناب تګ پرته له چا سره اړیکه نهلرله.
د نوموړي په وینا؛ یوازې هغه مهال به غږېده چې ساتونکي یې د وهلواو ګواښلو لپاره خونې ته ورتلل. کورنوېل وایي، وروسته هغه په یوه خونه کې له پنځو جهادي بندیانو سره واچول شو.
د ده په وینا؛ دغه کسانو درې میاشتې هڅه وکړه، چې دی له فزیکي او رواني پلوه مات کړي او افراطي فکرونو ته یې راوکاږي. هغه وایي، بندیانو به ناڅاپه ورباندې بریدونه کول او که یې له ځانه دفاع کوله؛ د طالبانو ساتونکو به بیا په لرګیو واهه.
هغه زیاتوي، چې بندیانو به قران ورته لوست او هڅه یې کوله اسلام ته یې راوبولي. د کورن په وینا؛ په بندیانو کې هغه کسان هم وو چې د وژنې، تېري او پر ماشوم تښتونې تورن وو.
هغه وایي، طالبانو به د پلټونو پرمهال د ده د پوځي دندې په هکله معلومات غوښته. هغه نږدې ۲۵کاله د بریتانیا له پوځ سره دنده کړې، چې ۱۲کاله د پوځ ډاکټر پاتې شوی و.
کورنوېل وایي، طالبانو غوښتل چې هغه اعتراف وکړي چې د برېتانیا جاسوس دی. د نوموړي په خبره؛ د وسلې په زور به یې داسې لیکنې ورباندې لوستلې، چې پهکې نوموړی ترهګر او د برېتانیا استخباراتي مامور معرفي شوی و.
هغه وایي، په قصدي ډول به یې د دغه ناسمو انګلیسي متنونو تېروتنې هماغسې لوستلې؛ څو وښيي چې دا خبرې حقیقت نهلري. د کورنوېل په وینا؛ هر ځل به یې چې د طالبانو غوښتنې نه منلې، بیا به وهل کېده.
هغه وایي، په یوه لیکنه کې لیکل شوه و: «زه کورن د برېتانیا د استخباراتو مامور یم» او په خبره یې بله لیکنه کې لیکل شوي و چې هغه افغانستان کې د برېتانیا حکومت لپاره کار کړی.