• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د نسبتا سختو بارانونو، تالندې او سېلابونو د راوتلو احتمال شته. دغې ادارې له خلکو غوښتي چې د سیندونو او هغو سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

دغه ادارې په یوه خبرتیا کې ویلي چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست او نړیوالو معتبرو بنسټونو د وړاندوینو له مخې، په پروان، پنجشېر، بامیان، غور، خوست، بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو بارانونو، دوړو، تالندې او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د خبرتیا له مخې، په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۰ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

ادارې له اوسېدونکو غوښتي چې د سیندونو، خوړونو او هغو سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي چې د سېلابونو د راوتلو خطر پکې موجود دی او د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ولایتي کمېټو له سپارښتنو سره سم اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.

همدارنګه، د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس ټولو ولایتي مسوولانو او کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره په بشپړ چمتووالي او خبرداریز حالت کې واوسي.

افغانستان هر کال د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو شاهد وي، چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي.

ترویج لرونکی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي
۱
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۲

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۳

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

۴

طالبان پر ډیورنډ کرښه امنیتي پوستو ته د اکمالاتو لپاره خندقونه باسي

۵

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

•
•
•

نور کیسې

شهرزاد اکبر: د سویلي افریقا د ازادۍ مبارزین د افغان ښځو ترڅنګ ولاړ دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، په سویلي افریقا کې د افغان ښځو غږ اورېدل شوی او د دغه هېواد د ازادۍ مبارزین نن د افغان ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې ورسره اوږه په اوږه ولاړ دي.

شهرزاد اکبر په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د افغان ښځو غږ په سویلي افریقا کې اورېدل شوی او د دغه هېواد هغه کسان چې د نژادي تبعیض پر ضد مبارزه کې یې ونډه لرله، اوس د افغان ښځو ملاتړ کوي.

اغلې اکبر د سویلي افریقا د پخواني اپارتاید رژیم پر ضد نړیوالې مبارزې ته په اشارې وویل، هغه مهال چې ځینو نړیوالو مشرانو د تعصب یا خپلو ګټو له امله هڅه کوله له دغه نظام سره عادي اړیکې ټینګې کړي، د نړۍ زړورو ښځو او سړیو د هغه رژیم پر ضد دریځ خپل کړی و.

د بشري حقونو دغې فعالې زیاته کړې چې نن هم د سویلي افریقا د ازادۍ مبارزین د افغان ښځو ترڅنګ ولاړ دي او د هغوی د حقونو او ازادیو ملاتړ کوي.

د نوموړې څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې افغان ښځې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور په اړه د طالبانو تګلارې د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د مدافعانو له پرله‌پسې نیوکو سره مخامخ دي.

پاکستانی استازی د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه غږېدلی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق ویلي چې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره یې د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت او له افغانستان څخه د فعالو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۱مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا لیدنه یې د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام د ادارې د اسیا او ارام سمندر د څانګې له اجرایوي مدیر اریک کورزویل او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره ترسره کړې ده.

د هغه په وینا، په دې کتنه کې د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه د نظرونو تبادله شوې او د روانو ننګونو په اړه بحث شوی دی.

محمد صادق زیاته کړې چې په خبرو اترو کې د ترهګرۍ او اړوندو ګواښونو موضوع ته ځانګړې پاملرنه شوې، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په څېر ډلو فعالیتونو ته، چې د ده په خبره له افغان خاورې ترسره کېږي.

هغه ویلي چې دواړو لورو د دغو ګواښونو پر وړاندې د ګډ تعامل، همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان او ځینې نورې وسله‌والې ډلې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

نصیر احمد اندېشه له هېوادونو غوښتي چې د افغان نجونو د حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱

جینوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کمېټې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله هغه فرمان غندلی چې په وینا یې د ماشومانو ودونه مشروع او د نجونو چوپتیا د رضایت په معنا ګني. هغه له هېوادونو وغوښتل چې د افغان نجونو د حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي.

نصیر احمد اندېشه په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې په یوې اعلامیه کې، چې کاپي یې د افغانستان استازولۍ ته هم استول شوې، د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده «۱۸م فرمان» په سختو ټکو غندلی دی.

اندېشه ویلي، دغه فرمان د ماشومانو د ودونو مشروعیت ته لار هواروي او د نجونو چوپتیا د واده لپاره د هغوی د رضایت په توګه ګڼي.

نوموړي له غړو هېوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د دې دریځ ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د نجونو د حقونو او راتلونکې د خوندیتوب غوښتنه وکړي.

هغه لیکلي: «له غړو هېوادونو غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو د متخصصینو د دې اعلامیې تر څنګ ودریږي او په افغانستان کې د نجونو د حقونو او راتلونکې د ساتنې غوښتنه وکړي.»

بلخوا، په جینوا کې د افغانستان استازولۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې له قوله ویلي چې د طالبانو «۱۸م فرمان» د ماشومانو ودونه مشروع ګڼي او د یوې نجلۍ چوپتیا د هغې د رضایت په توګه تعبیروي.

استازولۍ ټینګار کړی چې «چوپتیا رضایت نه دی» او نړیواله ټولنه باید د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ترڅنګ ودرېږي، څو د افغان نجونو د حقونو او راتلونکې ساتنه یقیني شي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د ملګرو ملتونو، بشري حقونو بنسټونو او ګڼو هېوادونو له پرله‌پسې نیوکو سره مخ شوي دي.

فضل محمود فضلي: د کایا کالاس دریځ افغانستان د «دویمې غزې» پر لور بیايي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې کایا کالاس پر وروستیو څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان ته د افغانستان دننه د پوځي عملیاتو د «ځان‌دفاع» حق ورکول، د افغانستان د برخلیک په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

فضل محمود فضلي په ایکس خواله رسنۍ کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې کایا کالاس څرګندونو ته په اشارې وویل چې نوموړې پاکستان ته د ځان‌دفاع حق ورکوي او دا دریځ یې د هغو پخوانیو څرګندونو دوام وباله چې په کې یې د اسراییل د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کړی و.

فضلي په خپل پوسټ کې پوښتنه کړې: «ایا کایا کالاس غواړي افغانستان د دویمې غزې په څېر وضعیت سره مخ شي؟»

نوموړي همداراز ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او لسګونه نورې سختدریځې وسله‌والې ډلې د پاکستان د امنیتي او پوځي جوړښتونو له لوري رامنځته شوې یا پالل شوې دي.

د هغه په وینا، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې وروستۍ څرګندونې د دې موضوع په اړه د «حیرانوونکې دوه‌ګونې تګلارې» څرګندونه کوي.

فضلي لیکلي: «په داسې حال کې چې دا خبره بشپړه روښانه ده چې تحریک طالبان پاکستان او لسګونه نورې افراطي وسله‌والې ډلې د پاکستان د واکمنو جوړښتونو له لوري رامنځته شوې یا روزل شوې دي، د کاجا کالاس څرګندونې د دوه‌ګوني چلند او منافقت کچه په ډاګه کوي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي وضعیت، په ډيورنډ کرښه کړکېچونو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په تړاو اندېښنې لا هم دوام لري.

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د سایبري امنیت څېړونکو موندلې چې له پاکستان سره تړلې یوې شکمنې هېکري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت، د ولایتي عوایدو ادارې او مستوفیتونه او یو شمېر ولایتي چارواکي په نښه کړي دي.

د راپور له مخې، بریدګرو د فېشنګ برېښنالیکونو، جعلي حکومتي اسنادو او د «زینو راټ» په نوم د لرې لاسرسي جاسوسي پروګرام له لارې هڅه کړې چې د چارواکو کمپیوټرونو ته اوږدمهاله لاسرسی ولري.

د سایبري امنیت هندي شرکت «سيکرايټ» په پوره باور سره دغه عملیات د «سایډ کاپي» په نوم یوې ډلې ته منسوب کړي دي چې له پاکستان سره تړاو لري او د سویلي اسیا په کچه د حکومتي، پوځي او ډیپلوماتیکو ادارو په نښه کولو له امله پېژندل شوې ده.

د راپور له مخې، بریدګرو د فېشنګ برېښنالیکونه کارولي چې له ځان سره یې زپ فایلونه لرل. په دغو فایلونو کې یو زیانمن سند شامل و چې د یوه داخلي حکومتي سند بڼه یې خپله کړې وه.

د دغه سند سرلیک په پښتو ژبه لیکل شوی و او ادعا یې کوله چې د هغو کارکوونکو نوملړ پکې شامل دی چې د فکري او رواني جګړې په اړه په یوه سیمینار کې یې ګډون کړی و.

راپور زیاتوي چې دغه زیانمن فایلونه د طالبانو د حکومتي سرورونو له لارې لېږل شوي وو، چې بریدګرو ته یې دا زمینه برابره کړې وه څو خپل ترافیک د رسمي دولتي اړیکو تر شا پټ وساتي او د شبکې د کشف له خطره ځان وژغوري.

څېړونکي وایي، لا معلومه نه ده چې «سایډ کاپي» ډلې څنګه د افغانستان د پوهنې اړوند هغه سرور ته لاسرسی موندلی و چې وروسته ترې ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.

د راپور له مخې، کله چې هدف وړ کس دغه فایل پرانیزي، په پټه توګه د «زینو راټ» په نوم د لرې لاسرسي یو ټروجن (جاسوسي ویروسي پروګرام) په کمپیوټر کې نښلول کیږي، چې بریدګرو ته دا توان ورکوي څو د ککړو شویو سیستمونو اوږدمهاله کنټرول په لاس کې واخلي.

وروسته دا مالوېیر په اروپا کې له مېشتو هغو سرورونو سره نښلېږي چې د بریدګرو تر کنټرول لاندې دي او له همدې لارې هغوی کولی شي د ککړو شویو کمپیوټرونو څارنه وکړي.

«سيکرايټ» ویلي چې د پښتو ژبې کارول ښایي قصدي وي، ځکه دا ژبه د افغانستان په دولتي ادارو او په ځانګړي ډول د ولایتي مالي چارواکو ترمنځ په پراخه کچه کارول کېږي، او همدا کسان د دغې حملې اصلي هدفونه ګڼل کېږي.

څېړونکو ویلي، هغه جعلي سند چې د خلکو د غولولو لپاره کارول شوی، دومره مشخص او هدفمند معلومات لري چې ښيي بریدګرو د عملیاتو له پیل مخکې د خپلو هدفونو په اړه څېړنه او معلومات راټول کړي وو.

د «سيکرايټ» څېړونکو لیکلي: «په داسې حال کې چې قرباني هغه څه لولي چې یو عادي داخلي حکومتي سند ښکاري، خو مالوېیر په شالید کې خپل کار بشپړ کړی وي.»

د راپور له مخې، دغه عملیاتو یوازې د افغانستان د مالیې وزارت نه دي په نښه کړی، بلکې د ولایتي عوایدو او مستوفیت ریاستونه، پښتو ژبي دولتي چارواکي او نور ولایتي کارکوونکي هم هدف ګرځول شوي دي.

«سایډ کاپي» ډله له ۲۰۱۹ کال راهیسې فعاله ده او د سایبري امنیت څېړونکو له لوري په وار وار له هغو عملیاتو سره تړلې ګڼل شوې چې د «اي پي ټي ۳۶» په نوم د پاکستان اړوند یوې هېکري ډلې له فعالیتونو سره ورته والی لري.