• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د اساسي قانون ساتنې غورځنګ د محمود خان اڅکزي پر ضد ثبت شوې قضيه غندلې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱

پاکستان کې د حکومت مخالفه ډلو اتحاد «د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» د اپوزیسیون پر مشر محمود خان اڅکزي باندې قضیه ثبت کېدل غندلي او ويلي يې دي، د چمن په غونډه کې د حقایقو د بیانولو په تور د قضيې ثبت کول د افسوس ځای او د بیان پر ازادۍ ښکاره برید دی.

دغه غورځنګ په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي، محمود خان اڅکزي د خپلې سیمې د خلکو د ستونزو او احساساتو وړاندې کولو پر مهال چې کوم دریځ غوره کړی، هغه پر استدلال، حقایقو او ځمکنیو واقعیتونو ولاړ و. له بده مرغه جبر، تسلط او د مخالفو غږونو د ځپلو عناصر دا نه شي زغملی چې کوم ولسي استازی د دولتي تګلارو په اړه پر انتقادي او حقایقو ولاړې خبرې وکړي.

غورځنګ د اڅکزي پرضد ثبت شوې قضیه بې بنسټه او پر سیاسي غچ اخیستنې ولاړه بللې ده. همداراز په بيان کې زیاته کړل شوې، «موږ دا اقدام د ډیموکراټیکو ارزښتونو او د اساسي حقونو سخته سرغړونه ګڼو. د سیاسي مشرانو او ولسي استازو پر وړاندې د دوسیو او فشارونو په وسیله د رښتیا غږ نه شي چوپ کېدای. داسې اقدامات د دولتي ادارو د وقار د لوړولو پر ځای د ولس او ادارو ترمنځ واټن نور هم زیاتوي».

ياد غورځنګ غوښتنه کړې، چې د محمود خان اڅکزي پر ضد ثبت شوې بې بنسټه قضيه دې دې سمدستي بېرته واخیستل شي او سیاسي اختلاف ته د جرم رنګ ورکولو لاره دې پرېښودل شي.

د يادونې وړ ده، چې د بلوچستان ایالت په چمن ولسوالۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون د مشر محمود خان اڅکزي پر ضدد پولیسو په یوه حوزه کې قضیه ثبت شوې ده.

محمود خان اڅکزي د مې په ۲۹مه د چمن په غونډه کې ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لګول شوی اغزن تار د امریکا په غوښتنه نصب شوی او دوی به یې لرې کړي. نوموړي دا خبرداری هم ورکړی و چې که افغانستان ټوټه شي، نو پاکستان او ایران به هم له ورته برخلیک سره مخ شي.

اڅکزي په خپله وینا کې زیاته کړې وه چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې میلیونونه کسان دوه‌ګونی تابعیت لري، نو پښتانه هم کولای شي د افغانستان تذکرې ترلاسه کړي او په ویاړ یې ښکاره کړي.

ترویج لرونکی

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی
۱

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی

۲

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

۳

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۴

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

۵

هبت‌الله په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو د شتمنیو د پلټنې او د سرغړوونکو د نیولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

افغانستان سره د لارو بنديز، ايران او منځني ختيځ جګړو د پاکستان د امونو عايد ته زیان رسولی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
•
فضل عزیز
افغانستان سره د لارو بنديز، ايران او منځني ختيځ جګړو د پاکستان د امونو عايد ته زیان رسولی
100%

په پاکستان کې د مېوو او سبزيجاتو اتحادیې ويلي، د افغانستان سره د لارو د بنديز، په ايران او منځني ختيځ کې د جګړې له امله د پاکستان څخه د امونو صادرات اغېزمن شوي، او دې سره به د صادراتو عايد په ميلينونو ډالره راکم شي.

په پاکستان کې د مېوو او سبزیجاتو د اتحاديې سرپرست وحيد احمد افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په شريکه کړې ويډيو کې وويل، «سږ کال د پاکستان څخه د امونو د صادراتو موخه ۸۰زره ټنه ټاکل شوی، او له دې صادراتو عاید له ۷۵څخه تر ۸۰ میلیونه ډالرو پورې ترلاسه کېدو احتمال دی، خو د صادراتو د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره بیا هم د حکومت او اړونده چارواکو کلک ملاتړ خورا مهم دی».

هغه زیاته کړه، سږ کال د امونو صادرات ۳۰زره ټنه راکم کړل شوي، د پاکستان څخه به افغانستان، ايران او د منځني ختيځ هېوادونو ته ۸۰ سلنه امونه صادرېدل او پاتې ۲۰ سلنه به نورې نړۍ ته تلل.

«د افغانستان سره لارې په بشپړ ډول تړلې پرتې دي، په ايران او منځني ختيځ کې جګړه ده».

هغه زیاته کړه، تېر کال د ۱۰۱زره ټنو صادراتو څخه ۱۱۰ میلیونه ډالره بهرنۍ اسعار ترلاسه شوي وو.

نوموړي د صادراتو پر وړاندې د نورو ننګونو په اړه وويل، «له پاکستان څخه خلیجي هېوادونو ته د سمندر له لارې د بار وړلو لګښت چې تېر کال له ۱۲۰۰څخه تر ۱۴۰۰ډالرو پورې وو، سږکال له ۶څخه تر ۷ زرو ډالرو پورې رسېدلی دی، په داسې حال کې چې هوايي بار وړل چې تېر فصل له ۷۰څخه تر ۹۰سينټس يو کیلو و، سږکال تر ۲ډالرو پورې لوړ شوی دی».

همداراز وحيد احمد وويل، د نړیوال بار وړلو د لګښتونو د بې ساري زیاتوالي ترڅنګ په سیمه ییزه کچه د پټرولیم محصولاتو د بیو لوړېدو له باغونو څخه تر بسته بندۍ خونو او بندرونو پورې د لېږد رالېږد لګښت هم د پام وړ زیات کړی دی.

هغه د تېر کال په پرتله د روپۍ ارزښت ښه کېدل هم د صادرونکو لپاره يوه ننګونه وبلله، «ځکه له یوې خوا لګښتونه لوړېږي او له بلې خوا د تبادلې د نرخ په ښه کېدو سره صادراتي عاید کمېږي».

د امونو د توليد په وړاندې د نورو ننګونو په يادولو سره هغه وويل، «د کرنې د نورو برخو په څېر د امونو حاصلات هم د ناروغیو په وړاندې د کمزوري مقاومت او د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په څېر له جدي ننګونو سره مخ دي، چې له امله یې په تېرو پنځو کلونو کې د امونو تولید په پرله پسې ډول کمېږي».

هغه پر حکومت نيوکه وکړه، چې په دولتي کچه ددې ننګونو لپاره کومه حل لاره نه ده موندل شوې، او سږکال هم د امونو تولید د ۱.۹ میلیونه ټنه اوسط تولید څخه ۲۰ سلنه د کمېدو وېره شته.

وحید احمد پر حکومت غږ وکړ، چې د امونو د کیفیت ښه کولو ته پاملرنه وکړي. د لوړ کیفیت لرونکي ام د تولید په صورت کې له پاکستان څخه د امونو د صادراتو کچه تر ۳۵۰ میلیونه ډالرو پورې د لوړولو وړتیا شته، خو د دې لپاره د کروندګرو استازو ټولنو ته پکار ده چې دودیز فکر پرېږدي او کروندګرو ته پوهاوی او لارښوونه وکړي او ورسره په دولتي کچه هم د څېړنې او پراختیا په وده ورکولو سره د امونو د ډوبېدونکي سوداګرۍ مخه ونیول شي.

پاکستانی استازی د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه غږېدلی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
پاکستانی استازی د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه غږېدلی
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق ویلي چې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره یې د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت او له افغانستان څخه د فعالو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۱مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا لیدنه یې د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام د ادارې د اسیا او ارام سمندر د څانګې له اجرایوي مدیر اریک کورزویل او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره ترسره کړې ده.

د هغه په وینا، په دې کتنه کې د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه د نظرونو تبادله شوې او د روانو ننګونو په اړه بحث شوی دی.

محمد صادق زیاته کړې چې په خبرو اترو کې د ترهګرۍ او اړوندو ګواښونو موضوع ته ځانګړې پاملرنه شوې، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په څېر ډلو فعالیتونو ته، چې د ده په خبره له افغان خاورې ترسره کېږي.

هغه ویلي چې دواړو لورو د دغو ګواښونو پر وړاندې د ګډ تعامل، همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان او ځینې نورې وسله‌والې ډلې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د بلوچستان په هرنايي شاهرګ کې د ۵ کسانو له وژل کېدو وروسته اعتراضي پرلت پيل شوی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۹ GMT+۱
د بلوچستان په هرنايي شاهرګ کې د ۵ کسانو له وژل کېدو وروسته اعتراضي پرلت پيل شوی
100%

د بلوچستان ايالت د هرنايي ولسوالۍ په شاهرګ سیمه کې په یوه وسله وال برید کې د ۵ کسانو د وژل کېدو له پېښې وروسته خلکو اعتراضي پرلت پيل کړی دی. پرلت والو د دغو کسانو په وژنه کې د ککړو د نيولو او په سیمه کې د هر ډول ناامنۍ د مخنيوي غوښتنه کړې.

تېره اونۍ په شاهرګ کې د ناپېژانده وسله والو پر بريد کې دغه ۵ کسان وژل شوي وو.

د پرلت لخوا په يوه بيان کې ويل شوي، «د وژل شوو کسانو کورنۍ، سیاسي ګوندونه او د ژوند له بېلابېلو برخو سره تړاو لرونکي خلک په شاهرګ کې د روانې ترهګرۍ، ناامنۍ، باج اخیستنې، غيرقانونۍ او وېرې د وضعیت او روانو پېښو مسوولیت پر ریاست، حکومت او امنیتي ادارو اچوي او غوښتنه کوي چې ریاست او ادارې دې د هرنایي ولسوالۍ په اړه خپله اوسنۍ ولس دښمنه تګلاره پرېږدي او د اساسي قانون او قانون د حاکمیت، د امنیت د تامین او د خلکو د سر او مال، سوداګرۍ او کاروبار د ساتنې مسوولیت پوره کړي».

د ملي ډيموکراټيک غورځنګ ګوند عمومي منشي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، دوی په اول سر کې په هرنايي کې پرلت پيل کړو چې پکې د ټولو سياسي ګوندونو غړي ګډون لري، او دغه لړۍ به بيا کاربنديز ته او نوره هم پراخه کړي.

هغه وويل، د پرلت او لاريونونو لړۍ ته یې د «شهدای شاهرګ» غورځنګ نوم ورکړی او د دې لارې به د خپلو غوښتنو منلو لپاره سوله ييزه او ډيموکراټيکه مبارزه او هڅې کوي.

دوی غوښتنې وړاندې کړي چې، «ریاست، حکومت او استخباراتي ادارې دې په هرنایي شاهرګ کې د دولتي ادارو پر سرپرستۍ کې د فعالو وسله والو ډلو او همدارنګه د بېلابېلو نومونو لاندې د فعالو وسله والو ډلو سمدستي مخنیوی وکړي چې پر سیمه کې په ترهګرۍ، باج اخیستنې، تښتونو، په بېلابېلو لویو لارو او سړکونو د پوستو په جوړولو، د لاریو او د کانونو د ماشینونو په سوځولو او نورو ترهګریزو پېښو کې ککړ دي او پر دغو پېښو کې ککړ کسان ونیسي، افشا یې کړي او د قضایي پروسې له لارې ورته سخته سزا ورکړي».

دوی له سيمې څخه د تښتول شوو کسانو خوشي کولو د غوښتنې ترڅنګ ویلي، سیمه دې د وسله والو ډلو څخه ازاده کړل شي، د خلکو ځورولو لړۍ دې ودرول شي او هغه پوستې چې د سوداګرۍ او کاروبار پر وړاندې خنډ جوړوي، له منځه يوړل شي.

همداراز د عوامي نشنل ګوند ايالتي مشر اصغر خان اڅکزي هم ادعا کړې، چې د ځواکمنو حلقو نظرونه د پښتنو او بلوڅو سیمو پر طبیعي زیرمو راټول شوي دي، او په همدې نظر په دغه سیمو کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ حالت ساتل کېږي.

هغه زیاته کړې، چې خلک باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د خپلو سیمو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره منظمه سیاسي او سوله‌ییزه مبارزه وکړي، څو د طبیعي زیرمو پر حق کې د ځایي ولس حق ومنل شي او د تلپاتې سولې لاره هواره شي.

بلوچستان کې اکثرله پر امنيتي او ملېشه «اېف سي» ځواکونو په چيک پوستو د خلکو د ځورولو او ورسره اړونده نور تورونه هم لګي، خو ايالتي حکومت بيا تل دغه تورونه ردوي او وايي چې دغه ځواکونو د تلپاتې سولې لپاره شتون لري.

په بلوچستان کې د جماعت اسلامي مشر په ځوانانو غږ کړی چې ډیموکراټیکه مبارزه پیل کړي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱
په بلوچستان کې د جماعت اسلامي مشر په ځوانانو غږ کړی چې ډیموکراټیکه مبارزه پیل کړي
100%

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د بلوچستان ایالت مشر هدایت‌الرحمن بلوڅ پر ځوانانو غږ کړی چې وسلې دې نه اخلي، غرونو ته دې نه خېژي، بلکې د خپلو حقونو لپاره دې ډیموکراټیکه مبارزه وکړي. هغه له خلکو وغوښتل، «سړکونو ته راووځئ. دا پارلمان د کوم خان، سردار او پانګه‌وال شخصي ملکیت نه دی.

هدایت‌الرحمن بلوڅ په اېکس خواله رسنۍ خپره کړې ویډیو کې ویلي: «ځوانانو! مه ناهیلي کېږئ، وسلې په لاس کې مه اخلئ، غرونو ته مه خېژئ. موږ به د بلوچستان په سړکونو په منظم ډول د ظالمانو پر وړاندې مبارزه وکړو، هغوی به له ګرېوانه راونيسو».

هغه، پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وویل: «دوی موږ ته د غرونو لاره راښيي او بیا راته وایي چې غرونو ته وخېژئ. وروسته به راباندې بمباري وکړي، موږ به ووژني، د ترهګرو او ورانکارو نوم به راکړي او قتل عام به راله وکړي».

نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ: «سړکونو ته راووځئ. دا پارلمان د کوم خان، سردار، پانګه‌وال او نواب شخصي ملکیت نه دی. رامخکې شئ، سیاسي ډګر ته داخل شئ، پارلمان ته راشئ او ډیموکراټیکه او سیاسي مبارزه وکړئ، څو بلوچستان د ظالمانو له منګولو خلاص کړو».

هدایت‌الرحمن بلوڅ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې یو شمېر سیاسي ګوندونه او مدني فعالان په بلوچستان کې د مرکزي حکومت پر تګلارو نیوکې کوي. د دوی په وینا، د حکومت د پالیسیو له امله په ایالت کې د بېلتون غوښتنې غږونه پیاوړي شوي او ځینې کسان د وسلوالې مبارزې لپاره غرونو ته ختلي دي.

بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۱
بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي
100%

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډزو، تاوتریخوالي او ټرافیکي پېښو له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د پولیسو او ځايي سرچینو په وینا، دغه پېښې په مکران، چمن، کوټه، ډېره بګټي، ګوادر او زیارت ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د پولیسو په وینا، د مکران ساحلي لویې لارې د چربندر کراس په سیمه کې د دوو کسانو مړي موندل شوي دي. چارواکي وایي، له لومړنیو قانوني چارو او پلټنو وروسته مړي د قربانیانو کورنیو ته سپارل شوي دي.

بلخوا، د چمن ولسوالۍ د روغاني ټاپ په سیمه کې ناپېژاندو موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر خلکو ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې، په دې برید کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، د کوټې ښار د ختیځ بایپاس په سیمه کې هم ناپېژاندو وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی دی.

راپورونه ښيي چې د کوټې د سرکي سړک په سیمه کې یو سپینږیری کس د پولیسو د ادعا شوي تشدد له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پولیسو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

همداراز، د ډېره بګټي ولسوالۍ په یوه سیمه کې د ناپېژاندو کسانو د ډزو له امله یو کس ټپي شوی دی.

په ګوادر کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او یو بل کس ټپي شوی دی.

بل لور ته، د زیارت ولسوالۍ د کُچ په سیمه کې د یوې مسافر وړونکې موټر او بل موټر ترمنځ د ټکر له امله لس کسان سخت ټپیان شوي دي.

امنیتي او د قانون پلي کوونکو ادارو ویلي چې د یادو ټولو پېښو د څرنګوالي او عاملینو د پېژندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.