• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران پوځ د اسراییل تر واک لاندې شمالي سیمو خلکو ته د سیمې د تخلیې خبرداری ورکړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه چارواکو د اسراییل تر کنټرول لاندې شمالي سیمو او پوځي ښارګونو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د اوربند د تکراري نقض په صورت کې به وضعیت لا خطرناک شي.

د یادې قرارګاه قوماندان عبداللهي ویلي، چې که اسراییل د اوربند ماتولو ته دوام ور کړي، د اشغال شویو سیمو په شمالي برخو او نظامي ښارګوټو کې مېشتو خلکو ته خبرداری ورکوي چې د احتمالي زیان د مخنیوي لپاره له دغو سیمو ووځي.

هغه زیاته کړه چې دا خبرداری د اوسني وضعیت د جدي والي له امله ورکول کېږي او د وضعیت د هر ډول احتمالي کړکېچنېدو مسوولیت به د مقابل لوري پر غاړه وي.

ترویج لرونکی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي
۱
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۲

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۳

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

۴

طالبان پر ډیورنډ کرښه امنیتي پوستو ته د اکمالاتو لپاره خندقونه باسي

۵

طالبان: په بلخ کې د اختر په ورځو کې شپږ کسان د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران دوه لاریون کوونکي د جومات سوځولو په تور اعدام کړل

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۱

ایران د مهرداد محمدي نیا او اشکان مالکي په نوم هغه دوه لاریون کوونکي اعدام کړل، چې د مرغومي میاشتې لاریونونو پرمهال د تهران د کوی نصر (ګېشا) په سیمه کې د جعفري جومات د سوځولو په تور نیول شوي وو. ایراني چارواکو ویلي، چې دغه سزا د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوې.

د ایران د قضایي قوې اړوند «میزان» خبري اژانس ویلي، د دغه دوو کسانو د اعدام حکم له هغه وروسته پلی شو چې سترې محکمې تایید کړ. د راپور له مخې؛ محمدي‌نیا او مالکي د ۱۴۰۴کال د مرغومي میاشتې د لاریونونو پرمهال نیول شوي وو او قضایي چارواکو دغه دوه تنه د جعفري جومات د سوځولو اصلي عاملین بللي دي.

میزان لیکلي، چې د دغه دوو کسانو په تورونو کې د جومات ویجاړول او سوځول، د عامه شتمنیو تخریب، له امنیتي ځواکونو سره نښته، د سړکونو بندول او د خلکو د تګ‌راتګ مخنیوی شامل دی.

په راپور کې د اشکان مالکي هغه اعترافونو ته هم اشاره شوې، چې چارواکو ورته ځانګړي کړي دي. همدارا، په راپور کې ادعا شوې، چې د امنیتي کمرې پرمټ اخیستل شوي انځورونه دغه دوو کسانو ته منسوب شوې کړنې ښيي.

فاکس‌نیوز: مجتبی خامنه‌يي په منځني ختیځ کې د امریکا پر وړاندې د یوې ټلوالې جوړولو هڅه کوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۴ GMT+۱

د فاکس‌نیوز د راپور له مخې؛ مجتبی خامنه‌يي د ډونالډ ټرمپ د هغو هڅو په غبرګون کې چې غواړي د ابراهیم تړون پراخ کړي، په منځني ختیځ کې د امریکا تر مشرۍ لاندې نړۍوال نظم پرضد د یوې سیمه‌‌ییزې ټلوالې جوړولو هڅه کوي.

ویل کېږي، چې هغه غواړي د «نوي اسلامي تمدن» تر شعار لاندې د سیمې هېوادونه سره راټول کړي. په راپور کې راغلي، د ایران مشر مجتبی خامنه‌يي د امریکا د نفوذ پر وړاندې یو سیاسي او ایډیولوژیک کمپاین پیل کړی او هڅه کوي چې د سیمې هېوادونه د تهران تر مشرۍ لاندې اسلامي همغږۍ او یووالي ته وهڅوي.

راپور زیاتوي، د تهران وروستي اقدامات یوازې څو ساعته وروسته له هغه پیل شول چې ټرمپ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، پاکستان، مصر، اردن او بحرین له مشرانو سره د ابراهیم تړون د پراختیا په اړه بحث وکړ. ټرمپ (د مئ ۲۵مه) پر ټروت خواله رسنۍ د دغه تړون د پراختیا ملاتړ هم وکړ.

د فاکس‌نیوز په وینا؛ یوه ورځ وروسته مجتبی خامنه‌يي ته منسوب یو پیغام پر اېکس پاڼه خپور شو، چې په‌کې د «نوي اسلامي تمدن» د جوړېدو غوښتنه شوې وه او له اسلامي دولتونو غوښتل شوي وو چې د اسلامي امت د پرمختګ او د اسلامي نړۍ د ستونزو د حل لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

ټرمپ د سي‌اېن‌اېن راپور رد کړ؛ هوکړه په ښکاره د ایران اټومي پروګرام ته اشاره کوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۱۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران سره د احتمالي اټومي هوکړې په اړه د سي‌اېن‌اېن راپور ناسم دی او دغه هوکړه په څرګند ډول د اټومي مسایلو په اړه بحث کوي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي چې سي‌اېن‌اېن څو ځله ادعا کړې چې د هغه اټومي هوکړه له ایران سره د اټومي موضوعاتو په اړه څه نه وايي.

هغه ټینګار کړی چې په هوکړه کې په ښکاره ډول راغلي چې ایران به اټومي وسلې نه لري.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې دغه هوکړه د اټومي پروګرام له نورو اړخونو سره هم په پراخه او جدي توګه چلند کوي او د هوکړې یوه لویه برخه په همدې موضوعاتو راڅرخي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې پر سي‌اېن‌اېن او یو شمېر نورو رسنیو هم نیوکې کړې او هغوی یې «جعلي خبرونه خپروونکې رسنۍ» بللې دي.

هغه ادعا کړې چې یادې رسنۍ د لیدونکو د شمېر له پلوه له ستونزو سره مخ دي او اټکل یې کړی چې «حتی د نوي مالکیت تر چتر لاندې به هم د هغوی وضعیت د پام وړ ښه نه شي.»

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام او د واشنګټن ـ تهران د احتمالي هوکړې په اړه اټکلونه او بحثونه دوام لري.

د فرانسې ولسمشر: له تهران سره په هوکړه کې باید اټومي پروګرام او د سیمې ثبات شامل وي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۴ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سعودي عربستان په ګډون د څلورو عربي هېوادونو له مشرانو سره په ټیلېفوني خبرو کې ویلي، له تهران سره په هوکړه کې باید د ایران اټومي او د توغندیو پروګرامونه او همداراز د سیمې ثبات شامل وي.

امانوېل مکرون د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان، د عُمان له پاچا هیثم بن طارق د متحده عربي امارات له امیر محمد بن زاید او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په ټیلېفوني خبرو کې څرګنده کړې، دا ډېره ضروري ده، چې د امریکا او ایران تر منځ د هوکړې بهیر چټک شي او له دې فرصت څخه باید همدا اوس ګټه پورته شي.

مکرون زیاته کړه، چې لومړیتوب باید د اوربند دوام او له هېڅ ډول شرط پرته او له نړۍوالو قوانینو سره سم، سمدستي د هرمز تنګي بېرته پرانېستل وي او له هغې وروسته باید د نورو مسایلو، په ځانګړې توګه د اټومي او بالستیک پروګرامونو او د سیمې د ثبات په اړه د یوې جامع او قوي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې دوام ومومي.

هغه د سیمې د ثبات په تړاو وویل: «دا باید له لبنان څخه پیل شي، چېرې چې دا ډېره بېړنۍ ده چې د وسلو غږ غلی شي، د ټولو وسلو غږ او د تل لپاره. هیڅ شی هم هغه لوی تاوتریخوالی او کړکېچ نه شي توجیه کولای چې همدا اوس په سویلي لبنان کې روان دي».

د فرانسې ولسمشر همداراز په ډاګه کړې، چې د لبنان دولت د حاکمیت د بېرته ټینګولو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په هلو ځلو کې له لبناني چارواکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې اسراییل لا هم پر لبنان هوايي بریدونو ته دوام ورکوي او ورسره یې ځینې سیمې هم لاندې کړې دي.

د ایران ولسمشرۍ دفتر د پزشکیان د استعفا راپور ته؛ پزشکیان به خلکو ته له خدمت کولو شاته نشي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د ایران د ولسمشر د دفتر د ارتباطاتو او اطلاع رسونې مرستیال سيد مهدي طباطبايي د مسعود پزشکیان د استعفا په تړاو اوازې «رسنیزې مضحکې لوبې» وبللې او په واضحو ټکو د پزشکیان د استعفا ورکړې په تړاو له څه ویلو پرته ویلي، پزشکیان به خلکو ته له خدمت کولو شاته نه‌شي.

باخبره سرچینو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) ایران انټرنشنل ته ویلي، مسعود پزشکیان «په اداره کې د سپاه پاسداران د تسلط» له امله مجتبی خامنه‌يي ته خپله استعفا لېږلې ده.

پزشکیان «په اداره کې د سپاه پاسداران د تسلط» له امله مجتبی خامنه يي ته خپله استعفا لېږلې | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دغه خبر وروسته د ایران د ولسمشر د دفتر د ارتباطاتو او اطلاع رسونې مرستیال سيد مهدي طباطبايي په روښانه ټکو د پزشکیان د استعفا له ردولو پرته په دې تړاو اوازې «رسنیزې مضحکې لوبې» بللي او ویلي یې دي، چې یادو رسنیو خپلې هیلې د واقعیت پر ځای خپرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: «ولسمشر پزشکیان به خلکو ته له خدمت کولو شاته نه‌شي، هغه ډول چې د ایران ملت له پیوستون او مقاومت څخه نه په شا کېږي».

د ایران د ولسمشر ویاندې فاطمې مهاجراني هم په خپله اېکس‌پاڼه له روښانه پیغام ورکولو پرته ویلي: «د ډاکټر پزشکیان دولت په سختو ورځو کې دا وښوده چې د خلکو تر څنګ درېږي، نن هم په هماغه لید د هېواد د مسایلو د حل او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره کار کوي».

مسعود پزشکیان هم په خپله اېکس‌پاڼه د خپلې استعفا په تړاو په واضحه توګه له څه ویلو پرته ویلي: «له لویو ننګونو سره مبارزه د سختیو له ګاللو پرته شونې نه‌ده. له دغو لوړو او ژورو لارو تېرېدل یوازې د عامه پوهاوي او همکارۍ له لارې شونې ده. موږ باید شته حقایق خلکو ته روښانه او تبیین کړو، څو د ټولنې ټولې برخې د ستونزو په حل کې برخه ولري، ځکه دا ګډ درد هېڅکله جلا جلا نه درملنه کېږي».

باخبره سرچینو ایران انټرنشنل ته ویلي، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي دفتر ته یو رسمي لیک لیږلی دی او د خپلې استعفا غوښتنه یې کړې ده. تر اوسه د هغه داستعفا او همداراز د مجتبی خامنه‌يي له لوري د منلو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

پخوا هم په راپورونو کې دې ته اشاره شوې، چې سپاه پاسداران په تدریجي ډول د ولسمشرۍ د دفتر ډېر واکونه محدود کړي او د حکومت مهمې برخې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.