• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تمیم عاصي: د پېژندپاڼو په اړه د پخوانیو سیاسیونو غبرګونونه د راولپنډۍ د لارښوونو انعکاس دی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزارت د پالیسي او ستراتیژۍ مرستیال تمیم عاصي ویلي چې د ځینو پخوانیو جهادي او جمهوري سیاستوالو ګډ او منظم غبرګونونه د افغانستان د هویت، خپلواکۍ او ملي نوم په اړه د «بهرنیو لارښوونو» له مخې تنظیم شوي دي.

تمیم عاصي په خپله ایکس پاڼه کې د محمود خان اچکزي د افغان تذکرې په اړه د یوې څرګندونې په ملاتړ کې ویلي چې د «جهاد او جمهوریت دورې ځینې فاسد سیاستوال» او د هغه په وینا د «راولپنډۍ له تازه تړونونو سره تړلي کسان» په منظم ډول او ګډ ډول غبرګون ښيي.

هغه ادعا کړې چې دا ډول غبرګونونه ښيي چې لارښوونې له کوم ځایه راځي او په وینا یې، داسې ښکاري چې «د راولپنډۍ په یوه واټس‌اپ ډله کې، د یوه پاکستاني ډګروال تر مدیریت لاندې» امر ورکړل شوی چې د افغانستان د خپلواکۍ، هویت او ملي حاکمیت پر هر ډول خبرو په ګډه غبرګون وښودل شي.

تمیم عاصي لیکلي، چې د افغان تذکرې په اړه د ځینو سیاسي څېرو دریځ د ده په وینا نه د وطن‌پالنې له امله دی او نه هم د اقلیتونو د حقونو له اندېښنې، بلکې دا د «سیاسي تابعیت، فکري وابستګۍ او د ملي وقار نشتوالی» څرګندونه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې هغه کسان چې کلونه یې د جهاد او جمهوریت له نومه ګټه اخیستې، اوس هم د هغه په وینا د بهرنیو مرکزونو د خوښې لپاره د افغانستان د ملي هویت په بدلولو چمتو دي.

هغه ویلي: «افغانستان د هېچا بې‌صاحبه ځمکه نه ده. د دې هېواد هویت، تذکره او نوم د څو ستړیو او وابسته څېرو د پرېکړې موضوع نه ده.»

تمیم عاصي په خپل پوسټ کې ټینګار کړی چې د افغانستان خلک تاریخي حافظه لري او ښه پوهېږي چې څوک د هېواد په سختو پړاوونو کې د ملت ترڅنګ ولاړ و.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی