• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل هوايي ډګر کې اته تنه په جعلي اسنادو د سفر کولو په تور نیولي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د سرحدي پولیسو عمومي ریاست ویلي، چې تېره اونۍ په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د جعلي اسنادو له لارې بهر ته تلونکي اته کسان نیول شوي دي.

د یاد ریاست ویاند عابدالله فاروقي ویلي، چې دغو کسانو غوښتل په جعلي اسنادو، د هویت په اسنادو کې د څېرې په بدلولو او نورو غیرقانوني مدارکو بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.

ترویج لرونکی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي
۱
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۲

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۳

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

۴

طالبان پر ډیورنډ کرښه امنیتي پوستو ته د اکمالاتو لپاره خندقونه باسي

۵

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

•
•
•

نور کیسې

هبت‌الله په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو د شتمنیو د پلټنې او د سرغړوونکو د نیولو امر کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۱

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اوسنیو او پخوانیو چارواکو او قوماندانانو د پخوانیو او اوسنیو شتمنیو او جایدادونو د ارزونې او پلټنې لپاره یو لوړپوړی پلاوی ټاکلی دی.

د طالبانو د چارو ادارې اړوند په یوه مکتوب کې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، راغلي چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست او د کورنیو چارو وزارت د بدخشان د امنیتي او اداري وضعیت په اړه ګډ راپور د دې ډلې مشر ته وړاندې کړی و.

د راپور له مخې، ځینې اوسني او پخواني طالب چارواکي په غیرقانوني ډول د کانونو په استخراج، د مخدره موادو په قاچاق او له خلکو سره په ناسم چلند تورن شوي دي.

له دې راپور وروسته هبت‌الله اخوندزاده د کورنیو چارو، مالیې، کانونو وزارتونو، د استخباراتو او د فرمانونو د څار ریاستونو او چارو ادارې استازي د ګډ پلاوي په بڼه بدخشان ته استولي دي.

دغه پلاوی مکلف شوی چې د طالبانو د هغو ټولو اوسنیو او پخوانیو چارواکو شتمنۍ او جایدادونه وڅېړي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته یې ترلاسه کړي دي.

په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې هر څوک د دې حکم له پلي کېدو سرغړونه وکړي، باید سملاسي ونیول شي.

همدارنګه له پلټنو وروستی راپور به مستقیم د طالبانو مشر ته وړاندې کېږي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو او ځايي طالب قوماندانانو ترمنځ د کانونو، د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو او د سیمه‌ییزو سرچینو د کنټرول پر سر شخړې او اعتراضونه زیات شوي دي.

ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو د ځینو قوماندانانو او چارواکو د نیولو لړۍ هم پیل شوې ده. د راپورونو له مخې، موسی کاکه او اسلام‌الدین، چې د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو څخه دي، دا مهال په توقیف کې دي.

ملګرو ملتونو د طالبانو د زوجینو د تفریق اصولنامه له بشري حقونو سیستماتیکه سرغړونه بللې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې د زوجینو د تفریق په تړاو د طالبانو نوې اصولنامه چې د کمکیو نجونو ودونو ته قانوني بڼه ورکوي، غندلې ده. دغې کمېټې دا پرېکړه د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو څخه یوه لویه او سیستماتیکه سرغړونه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې د طالبانو ۱۸مه ګڼه فرمان له نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه بللې او وایي، د نجونو چوپتیا د واده رضایت نه شي ګڼل کېدای.

دغې کمېټې نن د جون په لومړۍ نېټه په جنیوا کې اعلان وکړ چې دا پرېکړه د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو څخه یوه لویه او سیستماتیکه سرغړونه ده.

د ماشومانو د حقونو کمېټې په خپله اعلامیه کې روښانه کړې چې تر ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې واده یو زیانمنونکی عمل او د جبري واده یو ډول دی، ځکه ماشومان په طبیعي ډول د واده لپاره د بشپړ او خپلواک رضایت ورکولو وړتیا نه لري.

دغې کمېټې د طالبانو د ۱۸مې ګڼې فرمان په اړه وویل چې د بلوغ دوره د واده لپاره د قانوني وړتیا یا د ځوانۍ معیار نه شي کېدای او دا طرحه د ماشومانو د حقونو له نړیوال کنوانسیون سره هېڅ مطابقت نه لري.

یادې کمېټې خبرداری ورکړی چې د ماشومانو واده نجونې د تاوتریخوالي، استحصال، له وخت څخه مخکې امیندوارۍ، له زده کړو څخه د محرومېدو او د اوږدمهاله رواني او فزیکي زیانونو له جدي خطرونو سره مخ کوي.

دغه کارپوهان وایي هر هغه قانوني چوکاټ چې د ماشومانو ودونه اسانه یا عادي کوي، د هغوی حقونه تر پښو لاندې کوي او هغوی له خپلواکۍ او راتلونکو فرصتونو څخه بې‌برخې کوي.

دغې کمېټې پر طالبانو غږ وکړ چې سملاسي ټول هغه اقدامات لغوه کړي چې د ماشومانو حقونه نقضوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت او د یوناما د ماموریت پر غځېدو بحث کوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱

ټاکل شوې د جون میاشتې پر اتمه او ۱۶مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د روان سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت پر بیا غځولو بحث وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راپور له مخې ټاکل شوې د رواني جون میاشتې پر اتمه د امنیت شورا غړي د افغانستان د اوسني وضعیت هر اړخیزه ارزونه وکړي، چې د سیاسي تحولاتو ترڅنګ امنیتي وضعیت، د بشري حقونو وضعیت ، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او د کډوالو او بېځایه شویو کورنیو ستونزې پکې شاملې دي.

دغه راز د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو موضوع هم د غونډې په بحثونو کې شامله ده او د نړیوالې ټولنې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا به هم خبرې وشي.

د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې د شته خنډونو او د نړیوالې ټولنې د همغږۍ پر اړتیا هم په دې غونډه کې بحث کېږي.

د راپور له مخې د جون د میاشتي پر ۱۶ نیټه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په اړه هم پریکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جوړښت له مخې، د یوناما ماموریت ډېری په کلني ډول د امنیت شورا له خوا تمدیدیږي، خو په وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې ماموریت د درې میاشتنۍ لنډمهالې غځونې پرېکړه وکړه.

په افغانستان کې دیوناما د تاسیس بهیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ پرېکړه لیک پر بنسټ د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه پیل شو او د دې ماموریت اساسي موخه له افغان ولس سره مرسته، د بشري مرستو همغږي او د سیاسي او بشري وضعیت څارنه بلل شوې ده.

اروپايي ټولنه: د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه د جدي بشري او امنیتي پایلو لامل شوې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱

د اروپايي ټولنې لوړپوړې ډیپلوماټې ویلي چې پاکستان له افغانستان سره په شخړه کې ښکېل پاتې شوی او وروستیو نښتو جدي بشري پایلې رامنځته کړې، چې د لا بې‌ثباتۍ او افراطیت د زیاتېدو خطر لري. هغې له دواړو خواوو د زغم او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیت پالیسۍ عالي استازې کایا کالاس په اسلام‌اباد کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د ستراتیژیکو خبرو په اتم پړاو کې د ګډون پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو نښتو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، چې پاکستان له افغانستان سره په شخړه کې نښتی او د تېرو څو اونیو نښتو بشري وضعیت کړکېچن کړی او د لا بې ثباتۍ ګواښ ډېروي.

کایا کالاس وویل، « له همدې امله موږ په دوامدار ډول له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې زغم وکړي او تاوتریخوالی کم کړي».

کالاس همدارنګه د منځني ختیځ او د امریکا او ایران د شخړې په اړه د پاکستان د منځګړیتوب په اړه وویل چې د اسلام اباد ډیپلوماټیکې هڅې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره مهمې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې ناسته کې وویل، چې پاکستان د افغانستان، جنوبي اسیا، اروپا او منځني ختیځ د امنیتي وضعیت په ګډون د مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه له اروپايي ټولنې سره مفصل بحثونه کړي دي.

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د حزب تحریر ډلې د افغانستان څانګې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو او روسیې ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو د هوکړې په تړاو اندېښنه ښودلې ده. یادې ډلې ویلي، چې له روسیې سره هر ډول همکاري د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې ده.

د حزب تحریر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مسکو د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې د طالبانو د دفاع وزیر او د روسیې د امنیت شورا د منشي په حضور کې د لاسلیک شوي پوځي او تخنیکي هوکړه‌لیک د محتوا او جزییاتو نه شریکېدل د اندېښنې وړ دي.

دغې ډلې غوښتنه کړې چې د یاد تړون حدود او کره محتوا باید په شفافه توګه له خلکو سره شریکه شي او ټینګار یې کړی چې له روسیې سره هر ډول پوځي همکاري د مسلمانانو له تاریخي تجربو سره په ټکر کې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې «روسیه یو استعمارګر هېواد او د اسلام او مسلمانانو تاریخي دښمن دی، نو ځکه باید افغانستان یو ځل بیا د سترو قدرتونو د سیالیو په ډګر بدل نه شي».

د حزب تحریر په وینا، په حساسو پوځي او تخنیکي برخو کې هر ډول همکاري باید د شرعي احکامو، د اسلامي امت د مصلحتونو او د افغانستان د هر اړخیزې خپلواکۍ په پام کې نیولو سره وشي.

دغه ډله زیاتوي چې د روسیې نوم د افغانستان او نړۍ د مسلمانانو په ذهنونو کې له کودتاوو، اشغال، بمباردونو او د میلیونونو انسانانو له قربانیو سره غوټه شوی دی.

په خبرپاڼه کې د عثماني خلافت په کمزوري کولو کې د روسیې ونډې، د منځنۍ اسیا او قفقاز پر سیمو واکمنۍ، د افغانستان اشغال، د چیچن د مسلمانانو ځپلو او په شام کې د بشار اسد د رژیم ملاتړ ته د روسیې د استعماري تګلارې د بېلګو په توګه اشاره شوې ده.

حزب تحریر د طالبانو پر مشرانو غږ کړی چې له داسې قدرتونو سره د اړیکو په پراخولو کې له پوره هوښیارۍ او سیاسي تقوا کار واخلي.

حزب تحریر ډله د یوې بنستپالې سختدریځې اسلامي ډلې په توګه چې د خلافت لپاره فعالیت کوي، په ګڼو هېوادونو کې ممنوع ګرځول شوې او طالبانو هم پرې بندیزونه لګولي دي.