• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

ځایي اوسېدونکي: د سېلابونو له امله د تخار- بدخشان لارو تړل پاتې کېدو ګڼې ستونزې جوړې کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۱

د شمال ختیځ سیمو اوسېدونکي وایي، د وروستیو سېلابونو له امله د تخار-بدخشان لويې لارې ځینې برخې تړل شوې چې له امله یې ټرافیکي ګڼه ګوڼه زیاته کړې او پر دغه لارو تلونکو کسانو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

د یادو سیمو یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلو ویدیو او غږونو کې ویلي، له یوې اونۍ زیاته موده کېږي چې د یادې لارې یوشمېر تړل شړې برخې د تګ‌راتګ لپاره نه‌دي پرانیستل شوې.

د دوی په وینا؛ د اختر په ورځو کې د موټرو ګڼه ګوڼه دومره زیاته شوې، چې د یو ساعت مزل په څو ساعتونو کې وهي. د تخار یو اوسېدنکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «خلک د اختر په ورځو کې ساعتونه، ساعتونه پر سړک بند پاتې وو او ګڼې کورنۍ ونه توانېدې، چې پر وخت د خپلو خپلوانو لیدنې او کتنې ته ورسېږي. اختر د خلکو لپاره ډېر خوندور نه شو تېر».

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د اختر پرمهال د تخار او بدخشان ولایتونو ترمنځ تګ‌راتګ زیات وي؛ خو د وروستیو سېلابونو له امله د لویې لارې د یوې برخې تړل کېدو مساپر او موټرچلوونکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱
پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي
100%

له کابل څخه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په یوې رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري چې یوه نجلۍ د قرغې پر سړک دولتي تور پلېټ لرونکی موټر چلوي. د کابل یوه اوسېدونکي ویلي، چې طالبان نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه نه‌ورکوي، خو د کورنۍ ښځینه غړې یې بیا دولتي موټر چلوي.

دغه کس وویل: «زه له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې دولتي دنده لرم، خو تر اوسه مې زوړ موټرسایکل نوی نه‌شو، خو په همدې امارت کې چې نوی راغلی د طالبانو د چارواکو د کورنۍ غړې دولتي موټر کې ګرځي».

هغه نیوکه کوي، چې طالبان نجونو ته د زده‌کړو حق نه‌ورکوي، خو د دغې ډلې د کورنیو ښځینه غړې په کابل کې ان دولتي موټر چلوي. نوموړي په یوه غږیز پېغام کې زیاته کړې: «دا به حتمي د طالبانو د کوم وزیر او یا هم د کوم رییس لوري وي. موږ یو شخصي موټر نه‌لرو، خو د دوی لورګانې لا ۱۵ کلنې شوې نه‌دي او موټر یې ورکړی دی».

طالبانو لا تر اوسه د یوې نجلۍ له لوري د دولتي پلېټ لرونکي موټر د چلولو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

طالبانو په خپله واکمنۍ کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. د ملا هبت‌الله د جزایي قوانینو تر څنګ د ښځو په تړاو د محدودیتونو او بندیزونو اړوند تر سلو ډېر فرمانونه صادر شوي دي. پر کابل واکمنه ډله په نړیواله کچه د ښځو د ځپونکو په توګه پېژندل کېږي او د بشري حقونو د سرغړونو پراخې نیوکې پرې دي.

د تخار اوسېدونکي له طالبانو د ویجاړ شوي پُل د بیارغونې غوښتنه کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۱
د تخار اوسېدونکي له طالبانو د ویجاړ شوي پُل د بیارغونې غوښتنه کوي
100%

د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دشت‌روبا او فرخار ولسوالۍ ترمنځ د سېلابونو له امله د عمومي لارې یو مهم پلچک په بشپړ ډول ویجاړ شوی او تر اوسه پورې نه دی رغول شوی.

د سیمې اوسېدونکو د یوډیويي پیغام په لېږلو سره ویلي، چې دغه سړک د فرخار ولسوالۍ پر لور د عامو وګړو د تګ راتګ تر ټولو مهمه لاره ده او د دغې ستونزې له امله د یادې لارې پر سر تېرېدونکي موټر له ۴ تر ۵ ساعتونو انتظار کوي. د دغې ستونزې دوام د سیمې پر اوسېدونکو او مسافرو باندې خورا منفي اغېز کړی دی. یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو ادعا کړې چې په سیمه کې د ترافیکو او نورو اړوندو مسوولو ادارو هېڅ ډول شتون نه لیدل کېږي او تر دې دمه د لارې د پاکولو یا د موټرو د تګ راتګ د تنظیم لپاره کوم عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

د سیمې اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې یاد پُل او شاوخوا سیمه پاکه او ورغوي، څو خلک په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او ناروغان وکولای شي پرته له اوږد انتظار او ستونزو خپل سفرونه ترسره کړي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږل شوې ویډیو کې لسګونه موټر ښکاري چې په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي او د یادې سیمې له لارې د تېرېدو انتظار باسي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د تخار ولایت د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

غلو زموږ یو ملګری له تښتولو وروسته وژلی، خو طالبانو موضوع پټه ساتلې ده

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۶ GMT+۱
غلو زموږ یو ملګری له تښتولو وروسته وژلی، خو طالبانو موضوع پټه ساتلې ده
100%

د کابل د پغمان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ادعا کړې چې ناپېژاندو کسانو د عرفې په ورځ د دوی یو ملګری تښتولی او وروسته یې وژلی دی.

د پیغام لېږونکي د معلوماتو له مخې، منګل احمدزی د عرفې په ورځ له تښتول کېدو وروسته تر دویمې ورځې پورې نادرکه و او کورنۍ یې په بېلابېلو سیمو کې د هغه د موندلو پراخې هڅې کولې. سرچینه زیاتوي چې تېره ورځ د دغه ځوان بې‌ساه جسد په کابل کې د عدلي طب په مرکز کې وموندل شو. د نوموړي په وینا، د وژل شوي احمدزي پر مخ او بدن د چاقو د بریدونو ګڼې نښې لیدل کېدې او داسې ښکاري چې هغه د اختر په لومړۍ ورځ وژل شوی وي. دغه راز غلو د منګل احمدزي موټر، نغدې پیسې او ګرځنده ټیلیفون هم له ځان سره وړي دي

سرچینې په‌ خپل لېږلي پیغام کې دا ادعا هم کړې چې منګل احمدزی په سیمه کې یوازینی قرباني نه دی، بلکې په وروستیو میاشتو کې ورته نورې پېښې هم شوې دي، خو د دغو ټولو پېښو په اړه معلومات په پراخه کچه نه دي خپاره شوي؛ ځکه طالبانو د دغو جنايي پېښو د رسنیز کېدو مخه ډب کړې ده.

سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دا ادعا هم کړې چې د طالبانو امنیتي ځواکونو دوی ته خبر ورکړی و چې د پغمان په غرنیو سیمو کې د څو کسانو جسدونه موندل شوي دي. د هغه په وینا، ځینې جسدونه د اوږدې مودې تېرېدو له امله زیانمن شوي او د ځنګلي حیواناتو له خوا هم خوړل شوي وو.

د قرباني د کورنۍ او ملګرو له لوري غوښتنه شوې چې د طالبانو امنیتي بنسټونه دې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملان دې عدالت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کابل د پغمان ولسوالۍ د یوه هېوادوال روایت دی افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو شکایت؛ دوه سمستره کېږي چې بدل اعاشه نه ده راکړل شوې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱
د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو شکایت؛ دوه سمستره کېږي چې بدل اعاشه نه ده راکړل شوې
100%

د خوست د شیخ زاید پوهنتون یو شمېر محصلان شکایت کوي چې له تېرو دوو سمسترونو راهیسې ورته د بدل اعاشې پیسې نه دي ورکړل شوې او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یوه محصل ویلي چې مخکې به مسوولینو ورته ویل د بدل اعاشې لپاره بودیجه نشته، خو اوس چې بودیجه تصویب شوې، بیا هم پیسې نه ورکول کېږي.

هغه زیاتوي: «موږ په بازار کې د اوسېدو او مصرف توان نه لرو. کله چې لیلیې ته مراجعه کوو، راته وایي ځای نشته او لیلیه نه درکول کېږي».

د محصلانو په وینا، د اقتصادي ستونزو له امله ګڼ شمېر زده‌کوونکي له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او نه شي کولای د کرایې، خوړو او نورو ورځنیو اړتیاوو لګښتونه برابر کړي.

دوی له اړوندو مسوولینو غواړي چې د بدل اعاشې د ورکړې بهیر ژر تر ژره بشپړ کړي او د لیلیې ستونزې ته هم عملي حل پیدا کړي، څو محصلان وکولای شي خپلو زده کړو ته په مناسب ډول دوام ورکړي.

شیخ زاید پوهنتون د افغانستان له مهمو دولتي پوهنتونونو څخه دی چې د خوست ولایت په مرکز کې موقعیت لري. دا پوهنتون په اصل کې په ۲۰۰۰ کال کې د “افغان پوهنتون” په نوم په پېښور کې جوړ شو، خو وروسته خوست ته ولېږدول شو او په ۲۰۰۳ کال کې یې رسمي فعالیت پیل کړ. وروسته د متحده عربي اماراتو د بنسټ‌ايښودونکي شیخ زاید بن سلطان ال نهیان په نوم ونومول شو، ځکه د پوهنتون د ودانۍ او پراختیا په برخه کې یې مالي ملاتړ کړی و.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د شیخ زاید پوهنتون محصلانو روایت دی. افغانستان انټرنشنل-پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۱
له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته
100%

یوه افغان کډوال چې تازه له تاجکستان څخه په زوره اېستل شوی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په رالېږلې ویډیو کې د طالبانو له مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده څخه بښنه غوښتې او ویلي یې دي، چې غواړي په هېواد کې له خپلې کورنۍ سره عادي او ارام ژوند وکړي.

دغه کس وایي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په کابل کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د حقونو اړوند لاریونونو کې ګډون کړی و. د نوموړي په خبره، وروسته یې په ۲۰۲۴ کال کې په یوه بل اعتراض کې هم برخه اخیستې وه چې موخه یې د طالبانو د مشر موندل او ورسره حضوري لیدل وو. نوموړی ادعا کوي چې غوښتل یې له ملا هبت‌الله څخه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو، د ښځو د کار حق او نورو مدني حقونو غوښتنه وکړي، خو وایي له همدې امله له ستونزو سره مخ شو او اړ شو افغانستان پرېږدي او تاجکستان ته کډه شي.

نوموړي په خپلې ویډیو کې له ملا هبت‌الله بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې اجازه دې ورکړل شي څو افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره عادي ژوند وکړي.

دغه افغان همداراز ویلي، ګاونډي هېوادونه له افغان کډوالو سره «ناوړه چلند» کوي. هغه په ځانګړي ډول د ایران، پاکستان او تاجکستان نومونه یاد کړي او ادعا یې کړې چې افغان کډوال په دغو هېوادونو کې له فشارونو او ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې له تاجکستان څخه د یوه افغان اېستل شوي کډوال روایت دی. افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.