• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مکسیکويي چارواکو د تیخوانا او سان ډیاګو ترمنځ ۸۶۹ فوټه اوږد پټ تونل موندلی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د مکسیکو چارواکي وایي چې د تیخوانا ښار په یوه سیمه کې یې ۸۶۹ فوټه (شاوخوا ۲۶۵ متره) اوږد تونل موندلی، چې ګومان کېږي د امریکا د سان ډیاګو ښار له یوې مشهورې کوڅې سره نښلول شوی وي.

د چارواکو په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه تونل ښايي د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سان ډیاګو ښار له یوې مشهورې کوڅې سره تړاو ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو له لاندې تېر شوی وي.

چارواکي وایي د تونل د کارونې او دقیق مسیر په اړه پلټنې روانې دي، خو شک کېږي چې د ناقانونه فعالیتونو او سرحدي قاچاق لپاره ترې استفاده کېده.

ترویج لرونکی

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې
۱

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

۲

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی

۳

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

۴

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۵

طالبان پر ډیورنډ کرښه امنیتي پوستو ته د اکمالاتو لپاره خندقونه باسي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت : کویټ کې د مېشتو ځواکونو پر ضد ویشتل شوي ایراني توغندي شنډ شوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱
د امریکا بهرنیو چارو وزارت : کویټ کې د مېشتو ځواکونو پر ضد ویشتل شوي ایراني توغندي شنډ شوي
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د امریکا ځواکونو تیره شپه په کویټ کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر ضد ویشتل شوي دوه بالستیک توغندي په بریالیتوب سره شنډ کړي او کوم امریکايي سرتېری ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په فاري ژبې اېکس پاڼه ویلي چې تیره شپه د ختیځې امریکا په وخت ۱۱ بجې د ایران له لوري ویشتل شوي دوه بالستیک توغندي د کویټ په خاوره کې د مېشتو امریکايي ځواکونو هدف وو.

په بیان کې ویل شوي چې امریکايي ځواکونو دغه توغندي په فضا کې له منځه وړي او برید ناکام شوی دی.

دغه وزارت زیاتوي چې په پېښه کې هېڅ امریکايي سرتېري ته زیان نه دی اوښتی.

همداراز د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې د اوربند د ملاتړ تر څنګ به خپلو ځواکونو ته د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د بشپړ چمتووالي او دفاعي تدابیرو ته دوام ورکړي.

د حـ . ـزب الله استازی: په ټول لبنان کې د بشپړ اوربند ملاتړ کوو

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
د حـ . ـزب الله استازی: په ټول لبنان کې د بشپړ اوربند ملاتړ کوو
100%

د لبنان په پارلمان کې د حـ . ـزب‌الله استازي حسن فضل‌الله ویلي چې د لبنان په ټوله خاوره کې د بشپړ اوربند د ټینګښت ملاتړ کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي ټینګار کړی چې حزب‌الله د جګړو د درولو او د لبنان د امنیت د ټینګښت لپاره د بشپړ اوربند له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

حسن فضل‌الله ویلي: «موږ په ټول لبنان کې د بشپړ اوربند د ټینګښت ملاتړ کوو.»

هغه زیاته کړې چې د بشپړ اوربند پلي کېدل کولی شي د دې زمینه برابره کړي چې اسراییلي ځواکونه د لبنان له ټولو سیمو ووځي.

د حزب‌الله د استازي په وینا، د جګړو پای ته رسېدل او د بهرنیو ځواکونو وتل د لبنان د ثبات او امنیت لپاره مهم ګامونه ګڼل کېږي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په سیمه کې د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري او د جګړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو غوښتنې زیاتې شوې دي.

سپینه ماڼۍ: ډونالډ ټرمپ له نتنیاهو او حـ . ـزب‌الله څخه د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۱
سپینه ماڼۍ: ډونالډ ټرمپ له نتنیاهو او حـ . ـزب‌الله څخه د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې
100%

د سپینې ماڼۍ رسمي اېکس پاڼه وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د حـ . ـزب‌الله له استازو سره د اړیکو او تماسونو په ترڅ کې بېروت ته د امریکايي ځواکونو د نه لېږلو او د ډزو د درېدو هوکړې ته اشاره کړې ده.

سپینې ماڼۍ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د امریکا لپاره «نوی طلايي پړاو» پیل شوی دی.

په همدې پیغام کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راغلي چې نوموړي د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره «ډېرې ګټورې خبرې» کړې دي.

ټرمپ ویلي چې د دغو تماسونو په ترڅ کې پرېکړه شوې چې لبنان ته به امریکايي پوځیان نه لېږل کېږي.

په پوسټ کې همداراز د ټرمپ له قوله ادعا شوې چې له حزب‌الله سره هم اړیکه شوې او د هغه په وینا «هغوی منلې چې ټولې ډزې به ودرول شي».

افغان ایواک: مارکو روبیو دې د افغان متحدینو د برخلیک په اړه کانګرس ته ځواب ووایي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱
افغان ایواک: مارکو روبیو دې د افغان متحدینو د برخلیک په اړه کانګرس ته ځواب ووایي
100%

په امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږې ادارې «افغان ایواک» ویلي، چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، لا هم د قطر کې بند پاتې دي او د امریکا حکومت تر اوسه د هغوی د انتقال یا راتلونکي په اړه روښانه پلان نه دی اعلان کړی.

افغان ایواک ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جون په دویمه او درېیمه نېټه د کانګرس د څلورو کمېټو پر وړاندې حاضر شي او د لومړي ځل لپاره به د امریکا د افغان متحدانو د وضعیت، د ځانګړو کډوالۍ ویزو پروګرام او د کډوالو د لېږد د ځنډ په اړه له جدي پوښتنو سره مخ شي.

راپور وايي چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان لا هم د قطر په کمپ السیلیه کې بند پاتې دي. د افغان ایواک په وینا، له دې ډلې نږدې ۸۰۰ تنه ښځې او ماشومان دي او شاوخوا ۱۵۰ نور د هغو امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي چې اوس هم په پوځ کې دندې ترسره کوي.

ادارې په راپور کې ویلي: «دا یوازې د دوسیو ځنډ نه دی، بلکې هغه خلک دي چې د امریکا حکومت یې مسوولیت لري، خو له یوه کال څخه ډېر وخت کېږي چې په نامعلوم وضعیت کې پرېښودل شوي دي.»

افغان ایواک همداراز ادعا کړې چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې هېڅ افغان ته د ځانګړې کډوالۍ ویزه نه ده ورکړل شوې، سره له دې چې زرګونه افغانان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تایید مرحلې بشپړې کړې او لا هم د ویزو په تمه دي.

د راپور له مخې، کانګرس له مخکې ۵۰ زره او ۵۰۰ځانګړې کډوالۍ ویزې منظورې کړې وې، خو لا هم ۵ زره او ۹۷۰ ویزې نه دي کارول شوې، په داسې حال کې چې نږدې ۱۷۸ زره افغانان د امریکا د ماموریت د تایید له پړاو څخه تېر شوي او د خپلو دوسیو د بشپړېدو په تمه دي.

راپور زیاتوي چې د جون پنځمه نېټه د هغو افغانانو لپاره مهمه وروستۍ نېټه ده چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې په بهیر کې د ماموریت د تایید غوښتنلیکونه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له غوښتونکو غوښتي چې ټول پاتې اسناد، سپارښت‌لیکونه او دندې اړوند ثبوتونه تر همدې نېټې وړاندې وسپاري.

افغان ایواک د یوې افغانې کورنۍ د قضیې یادونه هم کړې چې د اخراج له خطر سره مخ وه، خو یوې فدرالي محکمې د حکومت پرېکړه رد کړه او د دغه افغان متحد په ګټه یې حکم صادر کړ. اداره وايي دا پرېکړه ښيي چې د ځینو افغانانو پر ضد د حکومت حقوقي استدلالونه په محکمو کې ننګول کېدای شي.

د راپور په پای کې افغان ایواک له امریکايي قانون جوړوونکو غوښتي چې د افغان متحدانو د قضیو په اړه له مارکو روبیو څخه واضح ځوابونه وغواړي او د هغو زرګونو افغانانو د برخلیک په اړه اقدام وکړي چې لا هم د امریکا د ژمنو د عملي کېدو په تمه دي.

اسراییلي پوځ: د حـ . ـزب‌الله د توغندیز ځواک یو قوماندان مو وژلی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱
اسراییلي پوځ: د حـ . ـزب‌الله د توغندیز ځواک یو قوماندان مو وژلی
100%

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د حـ . ـزب‌الله ډلې د توغندیز ځواک یو قوماندان محمد موسی متیرک یې وژلی دی. د پوځ په وینا، نوموړی پر اسراییلو د سلګونو راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د طرحه او عملي کولو مسوول و.

د اسراییلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حزب‌الله د توغندیز ځواک قوماندان محمد موسی متیرک یې له منځه وړی دی.

د پوځ په وینا، متیرک د حزب‌الله د توغندیز ځواک په بېلابېلو دندو کې کار کړی و او د لبنان د بوفور سیمې په شاوخوا کې یې د اسراییلي ملکي وګړو او د اسراییلو د پوځ د سرتېرو پر ضد د سلګونو راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د پلان جوړونې او عملي کولو مسوولیت پر غاړه درلود.

اسراییلي پوځ په خپل ایکس پاڼه کې ادعا کړې چې نوموړي د حزب‌الله د پوځي فعالیتونو په همغږۍ او د بریدونو په تنظیم کې مهم رول درلود.

حزب‌الله تر اوسه د اسراییلي پوځ د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د دې ادعا د خپلواکې سرچینې له خوا هم پخلی نه دی شوی.