• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو روغتیا وزارت په ننګرهار کې د یوناني‌ درملو یوشمېر هټۍ وتړلې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ننګرهار کې تر څار او پلټنې وروسته د یوناني او دودیزو درملو یوشمېر هټۍ د ناقانونه درملو د پلور په تور تړلې دي. یاد وزارت ویلي، په دغه هټیو کې یوشمېر هغه درمل پلورل کېدل چې د دوی له‌خوا پرې بندیز لګېدلی و.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دودیزو او بدیلو درملو مشر سید هارون ازاد وايي، چې وړاندې دغه وزارت د یوشمېر خطرناکو درملو نوملړ خپور کړی او پلور یې منعه اعلان کړي و. نوموړي زیاته کړې، په منعه شویو درملو کې داسې درمل هم شته چې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي او ان د سرطان د ناروغیو لامل کېږي.

ازاد ویلي، چې ننګرهار ته یې د وزارت په لارښوونه سفر کړی او هغه هټۍ یې تړلې چې ناقانونه او خطرناک درمل یې پلورل. نوموړي‌ د تړل شویو هټیو شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي.

هغه درمل پلورونکو او درملتونو ته خبرداری ورکړی، که د دوی له اصولو سرغړونه وکړي؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي او امنیتي او قضايي ادارو ته به ور وپېژندل شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۴

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

ناروې کې یوشمېر افغانانو د «ماشوم ودونو» په تړاو د طالبانو د نوي فرمان پرضد لاریون کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱

په ناروې کې یوشمېر افغان معترضو ښځو او نارینه‌و، د مدني ټولنې فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو د یکشنبې په ورځ په یوې اعتراضي غونډه کې د طالبانو د مشر هغه نوی فرمان وغانده، چې د کم‌عمره نجونو د ودونو اسانتیا او رسمیت پېژندنه په‌کې شوې ده.

په دغه فرمان کې د ماشومانو ودونه په ځینو مواردو کې معتبر بلل شوي او ویل شوي، چې ماشومه نجلۍ له بلوغ وروسته کولای شي د طالبانو له محکمې څخه د نکاح د لغوه کولو غوښتنه وکړي.

په دغه مقرره کې د پېغلې چوپتیا د واده لپاره د رضایت په توګه ګڼل کېدای شي. معترضان وایي، چې همدا ټکی د نجونو غږ له‌منځه وړي او پر هغوی د جبري ودونو د تپلو لپاره لاره هواروي.

معترضانو خبرداری ورکړی، چې د کم‌عمره ودونو دود به له نجونو د ناوړه ګتې اخیستنې زمینه لا پراخه کړي؛ هغوی به له زده‌کړو محرومې کړي او د ښځو پر وړاندې به د تاوتریخوالي او تبعیض کړۍ دوامداره وساتي.

هغوی د ناروې له حکومت او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د «بشري حقونو د پراخو سرغړونو» پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي. معترضانو وویل، چې نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو د فشار زیاتولو لپاره له ډیپلوماتیکو او حقوقي لارو چارو کار واخلي.

د دغه لاریون ویناوالو وویل، چې نجونې د زده‌کړو له حق څخه محرومول او په کم عمر کې واده ته اړ اېستل د سیسټماټیک تبعیض او د بنسټیزو بشري حقونو د سرغړونې څرګندې بېلګې دي.

هغوی غوښتنه کړې، چې دغه ډول کړنې دې په نړۍوالو بنسټونو او محکمو کې د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژندل شي. معترضانو دارنګه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د دغه تګلارو له قربانیانو دې عملي او اغېزمن ملاتړ وکړي.

د مجاهد څرګندونو ته د پخوانۍ زندانۍ غبرګون؛ د طالبانو په زندان کې مې شکنجه تجربه کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د ښځو د حقونو فعاله او د طالبانو سره پخوانۍ زنداني، ظریفه یعقوبي، د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې هغې او د هغې ملګرو د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې بېلابېل ډولونه شکنجې او جبري اعترافونه تجربه کړي دي.

نوموړې د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۰مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې لا هم د طالبانو په زندان کې د تېرې کړې مودې د رواني او ذهني اغېزو د کابو کولو لپاره مبارزه کوي.

ظریفه یعقوبي ویلي، د یوې پخوانۍ زندانۍ په توګه تاییدوي چې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شته او د دې ډلې د ویاند ادعاوې ردوي.

هغې لیکلي: «زه او زما همکاران د هغو کسانو له ډلې یو چې د عدالت غوښتنې په تور د ۴۱ ورځو لپاره د انفرادي زندان په ګډون په سختو شرایطو کې ساتل شوي وو او د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې مو بېلابېلې شکنجې او جبري اعترافونه تجربه کړل.»

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل - پښتوسره په مرکه کې په زندانونو او توقیف‌خونو کې د شکنجې د شتون راپورونه رد کړل.

مجاهد ویلي وو چې د طالبانو د قوانینو له مخې د نیولو، توقیف او خوشې کېدو په ټولو پړاوونو کې هر ډول شکنجه منع ده او له تورنو کسانو سره ناوړه چلند نه کېږي.

هغه د «شکنجې» او «قانوني مجازاتو» ترمنځ توپیر ته په اشارې ویلي وو چې د افرادو سزا یوازې د شریعت د احکامو او د جرم د نوعیت له مخې ورکول کېږي، نه په خپل‌سرې توګه.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لړم په ۱۲مه ظریفه یعقوبي او یو شمېر نورې ښځینه فعالانې په کابل کې د دشت برچي په سیمه کې د یوې خبري غونډې پر مهال نیولې وې. نوموړې له شاوخوا ۴۰ ورځو بند وروسته خوشې شوه.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غبرګولي په اتمه په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو ځینې چارواکي او ځواکونه د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په پېښو کې ښکېل دي.

په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له خوا په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۲۱ پېښې، چې ډله‌ییز جنسي تېری هم پکې شامل دی، مستندې شوې دي.

ظریفه یعقوبي ټینګار کړی چې د طالبانو د زندانونو د وضعیت په اړه له نېږدې معلومات لري او د دې ډلې هغه ادعا نه مني چې ګواکې په زندانونو کې شکنجه نه ترسره کېږي.

شاه محمود میاخېل: له مسکو سره د طالبانو نظامي- تخنیکي هوکړه د افغانستان په ګټه نه ده

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل له مسکو سره د طالبانو د نظامي- تخنیکي هوکړې لاسلیک کېدل د افغانستان په ګټه نه‌بولي او زیاتوي، په اوس وخت کې دغه ډول هوکړې افغانستان بیا د سیمې او نړۍ د سیالیو پر مرکز بدلوي.

شاه محمود میاخېل له مسکو سره د طالبانو د نظامي- تخنیکي هوکړې د لاسلیک په غبرګون کې په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، سره له دې چې د طالبانو او روسیې تر منځ د هوکړې منځپانګه لا تر اوسه پټه ده، خو له حقوقي اړخه دا ډول تړونونه له یوه«غیر مشروع» او «غیر قانونمند» حاکمیت سره حقوقي ارزښت نه‌لري. هغه زیاته کړې: «په سمبولیک ډول دغه ډول تړونونه په اوس وخت کې د افغانستان په ګټه نه دي. افغانستان بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز ګرځي».

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د میاخېل په باور، افغانستان باید لههېڅیوه هیواد سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک نه‌کړي ځکه دغه تړونونو د افغانستان په خیر نه دي. د هغه په وینا، نور هیوادونه دا تړونونه د افغانستان د ګټو په خاطر نه لاسلیکوي، بلکې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په موخه دا لوبې کوي او زیاتوي: «روسیه په دې وخت کې نشي کولې او نه واقعا غواړي چې له افغانستان سره مالي او پوځي مرستې وکړي».

په مسکو کې د طالبانو او روسیې د نظامي تخنیکي هوکړې لاسلیکېدل
100%
په مسکو کې د طالبانو او روسیې د نظامي تخنیکي هوکړې لاسلیکېدل

د تېر نظام دغه چارواکی وايي، طالبان پر دې باور دي، چې د دغه ډول هوکړو په لاسلیک کولو سره ګنې «نړۍوال مشروعیت» به ترلاسه کړي، خو د میاخېل په باور، دا ډول تړون، نور هم د نړیوال مشروعیت مسله د دوی لپاره «مغلقه» کوي او نړیوال مشروعیت نه‌شي تر لاسه کولای.

هغه وړاندیز کړی، چې په اوس وخت کې د افغانستان لپاره دا مهمه ده، چې په خپلو داخلي مسایلو او ولسي مشروعیت فکر وکړي.

هغه زیاتوي: «د افغانستان نړیوال مشروعیت په اوله برخه کې د افغانانو د ولسي مشروعیت پورې تړاو لري. که ولسي مشروعیت نه وي، نړیوال مشروعیت نشي تر لاسه کیدلې او که تر لاسه هم شي، اهمیت نه لري».

شاه محمود میاخېل په ډاګه ویلي: «تر څو چې امریکا طالبان په رسمیت ونه پیژني، زیات هیوادونه افغانستان په رسمیت نه پیژني... امریکا او اروپا د طالبانو موجوده حاکمیت چې په کوم شکل روان دی، هیڅکله په رسمیت نه پیژني».

ملا یعقوب: له روسیې سره پوځي ـ تخنیکي تړون د کوم هېواد پر ضد نه دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو دفاع وزیر له مسکو سره د نظامي- تخنیکي هوکړ له لاسلیک کېدو وروسته ویلي، دا هوکړه د افغانستان د دفاع او امنیت ساتلو لپاره لاسلیک شوې او د بل هېڅ هېواد پر ضد نه ده او زیاته کړې یې ده: «په دې اړوند انديښنې بې ځایه دي».

 

د نشه‌يي توکو د صفر کولو له ادعا سره په بلخ کې د نږدې ۲۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۱

طالبان ادعا لري، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کرکېله او کاروبار یې صفر ته رسولی، خو په بلخ کې د سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکو ترلاسه کول دغه ادعا تر پوښتنې لاندې راولي. د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ په مرکز کې یې نږدې ۲۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي دي.

طالبانو له بیا واکمنېدو سره په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کرکېله او کاروبار یې صفر ته رسولی دی. د راپورونو له‌مخې، دمګړۍ هم د هېواد په ځينو سیمو کې نشه‌يي توکي کرل شوي او کله ناکله طالبان یې د اړولو خبر هم ورکوي.

د چارو څارونکي وايي، د هېواد په ځینو برخو کې د نشه‌يي توکو کرکېله او د طالبانو له لوري د له‌منځه وړل یې د دغې ډلې یاده ادعا تر پوښتنې لاندې راولي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بلخ د مرکز اړوند د درېیمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو یې ۱۹۹ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو نشه‌يي توکو په تړاو ۷ کسان هم نیول شوي دي.

تر دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ځينې طالب چارواکي په‌خپله د نشه‌يي توکو په کاروبار کې لاس لري، نو ځکه دغه ډله یې په بشپړ ډول د مهارولو وس نه‌لري.

په هلمند کې یوه مقتدي د خپل جومات ملا د کوکنارو کروندې د افشا کولو له امله په چاقو وهلی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې یوه کس د خپل کلي د جومات ملا امام له دې امله د چاقو په برید کې ټپی کړی چې دده د کوکنارو کروندې یې د طالبانو د کوکنارو له‌منځه وړو کمپاین ته ورښودلې وې.

په عشق‌اباد کې د ترکمنستان د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۱

په عشق‌اباد کې د ترکمنستان د قالینو په ملي جشن کې، د کوربه هېواد د دودیزو قالینو تر څنګ افغاني غالۍ هم نندارې ته وړاندې شوې چې د ګډونوالو پام یې ځان ته اړولی دی.

په ترکمنستان کې د طالبانو له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه جشن چې د دغه هېواد د لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو د ستاینې لپاره جوړ شوی و، د کوربه چارواکو، بهرنیو ډیپلوماټانو او د بېلابېلو هېوادونو د استازو ترڅنګ په عشق اباد کې د طالبانو سفیر فضل محمد صابر هم په کې ګډون کړې و.

په دې نندارتون کې د افغاني غالۍ حضور د افغانستان د بډایه کلتوري میراث او د لاسي صنایعو د لوړ هنري ارزښت څرګندونه ګڼل شوې ده. د ګډونوالو له لوري د افغان غالیو د جوړښت، رنګونو او کیفیت ستاینه شوې او دا یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو لپاره د مهم محصول په توګه یاد کړی دی.

د افغان سوداګرو په وینا، په داسې نړیوالو نندارتونونو کې ګډون د افغان لاسي صنایعو د معرفي کولو او د صادراتو د پراختیا لپاره مهم فرصت بلل کېږي.

د طالبانو د سفارت د ګډون په اړه دا هم ویل کېږي چې دا ډول فرهنګي حضورونه د سیمه‌ییزو اړیکو او اقتصادي تعامل د پراختیا لپاره د نرمې ډیپلوماسۍ یوه برخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د سوداګرۍ او کلتوري اړیکو پیاوړتیا ده.

کارپوهان هم باور لري چې د افغاني غالیو نړیواله نندارې ته وړاندې کېدل کولی شي د افغانستان د اقتصاد لپاره د نوو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي او د دغه هېواد د کلتوري هویت په پېژندنه کې مهم رول ولوبوي.