سنټکام: د امریکا د شتمنیو او ګټو په وړاندې به د ایران حکومت بېبنسټه یرغل ته ځواب ورکړو

د امریکا مرکزي قوماندانۍ پر اېکس پاڼه لیکلي: «د روان اوربند پرمهال د امریکا د شتمنیو او ګټو په وړاندې به د ایران حکومت بېبنسټه یرغل ته ځواب ورکړو».
د یادې قوماندانۍ په وینا؛ په دې وروستیو ورځو کې د ګوراک په کلیوالي سیمه او قشم ټاپو کې د ایران حکومت د رادار او ډرون د قوماندې او کنټرول ځایونو په وړاندې د ځان دفاع لپاره بریدونه ترسره کړي دي.
د امریکا مرکزي قوماندې زیاته کړه، «د شنبې او یکشنبې په ورځ دغه محاسبه شوي بریدونه د ایران د تهاجمي اقداماتو په ځواب کې وو».
