• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد اندېشه له هېوادونو غوښتي چې د افغان نجونو د حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۱

جینوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کمېټې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله هغه فرمان غندلی چې په وینا یې د ماشومانو ودونه مشروع او د نجونو چوپتیا د رضایت په معنا ګني. هغه له هېوادونو وغوښتل چې د افغان نجونو د حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي.

نصیر احمد اندېشه په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې په یوې اعلامیه کې، چې کاپي یې د افغانستان استازولۍ ته هم استول شوې، د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده «۱۸م فرمان» په سختو ټکو غندلی دی.

اندېشه ویلي، دغه فرمان د ماشومانو د ودونو مشروعیت ته لار هواروي او د نجونو چوپتیا د واده لپاره د هغوی د رضایت په توګه ګڼي.

نوموړي له غړو هېوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د دې دریځ ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د نجونو د حقونو او راتلونکې د خوندیتوب غوښتنه وکړي.

هغه لیکلي: «له غړو هېوادونو غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو د متخصصینو د دې اعلامیې تر څنګ ودریږي او په افغانستان کې د نجونو د حقونو او راتلونکې د ساتنې غوښتنه وکړي.»

بلخوا، په جینوا کې د افغانستان استازولۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې له قوله ویلي چې د طالبانو «۱۸م فرمان» د ماشومانو ودونه مشروع ګڼي او د یوې نجلۍ چوپتیا د هغې د رضایت په توګه تعبیروي.

استازولۍ ټینګار کړی چې «چوپتیا رضایت نه دی» او نړیواله ټولنه باید د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ترڅنګ ودرېږي، څو د افغان نجونو د حقونو او راتلونکې ساتنه یقیني شي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د ملګرو ملتونو، بشري حقونو بنسټونو او ګڼو هېوادونو له پرله‌پسې نیوکو سره مخ شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي
۱
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۲

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۳

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

۴

طالبان پر ډیورنډ کرښه امنیتي پوستو ته د اکمالاتو لپاره خندقونه باسي

۵

حزب تحریر ډلې د روسیې او طالبانو هوکړه د مسلمانانو له ګټو سره په ټکر کې بللې

•
•
•

نور کیسې

فضل محمود فضلي: د کایا کالاس دریځ افغانستان د «دویمې غزې» پر لور بیايي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې کایا کالاس پر وروستیو څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان ته د افغانستان دننه د پوځي عملیاتو د «ځان‌دفاع» حق ورکول، د افغانستان د برخلیک په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

فضل محمود فضلي په ایکس خواله رسنۍ کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې کایا کالاس څرګندونو ته په اشارې وویل چې نوموړې پاکستان ته د ځان‌دفاع حق ورکوي او دا دریځ یې د هغو پخوانیو څرګندونو دوام وباله چې په کې یې د اسراییل د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کړی و.

فضلي په خپل پوسټ کې پوښتنه کړې: «ایا کایا کالاس غواړي افغانستان د دویمې غزې په څېر وضعیت سره مخ شي؟»

نوموړي همداراز ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او لسګونه نورې سختدریځې وسله‌والې ډلې د پاکستان د امنیتي او پوځي جوړښتونو له لوري رامنځته شوې یا پالل شوې دي.

د هغه په وینا، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې وروستۍ څرګندونې د دې موضوع په اړه د «حیرانوونکې دوه‌ګونې تګلارې» څرګندونه کوي.

فضلي لیکلي: «په داسې حال کې چې دا خبره بشپړه روښانه ده چې تحریک طالبان پاکستان او لسګونه نورې افراطي وسله‌والې ډلې د پاکستان د واکمنو جوړښتونو له لوري رامنځته شوې یا روزل شوې دي، د کاجا کالاس څرګندونې د دوه‌ګوني چلند او منافقت کچه په ډاګه کوي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي وضعیت، په ډيورنډ کرښه کړکېچونو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په تړاو اندېښنې لا هم دوام لري.

یوې سایبري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت او ولایتي چارواکي په نښه کړي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د سایبري امنیت څېړونکو موندلې چې له پاکستان سره تړلې یوې شکمنې هېکري ډلې د طالبانو د مالیې وزارت، د ولایتي عوایدو ادارې او مستوفیتونه او یو شمېر ولایتي چارواکي په نښه کړي دي.

د راپور له مخې، بریدګرو د فېشنګ برېښنالیکونو، جعلي حکومتي اسنادو او د «زینو راټ» په نوم د لرې لاسرسي جاسوسي پروګرام له لارې هڅه کړې چې د چارواکو کمپیوټرونو ته اوږدمهاله لاسرسی ولري.

د سایبري امنیت هندي شرکت «سيکرايټ» په پوره باور سره دغه عملیات د «سایډ کاپي» په نوم یوې ډلې ته منسوب کړي دي چې له پاکستان سره تړاو لري او د سویلي اسیا په کچه د حکومتي، پوځي او ډیپلوماتیکو ادارو په نښه کولو له امله پېژندل شوې ده.

د راپور له مخې، بریدګرو د فېشنګ برېښنالیکونه کارولي چې له ځان سره یې زپ فایلونه لرل. په دغو فایلونو کې یو زیانمن سند شامل و چې د یوه داخلي حکومتي سند بڼه یې خپله کړې وه.

د دغه سند سرلیک په پښتو ژبه لیکل شوی و او ادعا یې کوله چې د هغو کارکوونکو نوملړ پکې شامل دی چې د فکري او رواني جګړې په اړه په یوه سیمینار کې یې ګډون کړی و.

راپور زیاتوي چې دغه زیانمن فایلونه د طالبانو د حکومتي سرورونو له لارې لېږل شوي وو، چې بریدګرو ته یې دا زمینه برابره کړې وه څو خپل ترافیک د رسمي دولتي اړیکو تر شا پټ وساتي او د شبکې د کشف له خطره ځان وژغوري.

څېړونکي وایي، لا معلومه نه ده چې «سایډ کاپي» ډلې څنګه د افغانستان د پوهنې اړوند هغه سرور ته لاسرسی موندلی و چې وروسته ترې ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.

د راپور له مخې، کله چې هدف وړ کس دغه فایل پرانیزي، په پټه توګه د «زینو راټ» په نوم د لرې لاسرسي یو ټروجن (جاسوسي ویروسي پروګرام) په کمپیوټر کې نښلول کیږي، چې بریدګرو ته دا توان ورکوي څو د ککړو شویو سیستمونو اوږدمهاله کنټرول په لاس کې واخلي.

وروسته دا مالوېیر په اروپا کې له مېشتو هغو سرورونو سره نښلېږي چې د بریدګرو تر کنټرول لاندې دي او له همدې لارې هغوی کولی شي د ککړو شویو کمپیوټرونو څارنه وکړي.

«سيکرايټ» ویلي چې د پښتو ژبې کارول ښایي قصدي وي، ځکه دا ژبه د افغانستان په دولتي ادارو او په ځانګړي ډول د ولایتي مالي چارواکو ترمنځ په پراخه کچه کارول کېږي، او همدا کسان د دغې حملې اصلي هدفونه ګڼل کېږي.

څېړونکو ویلي، هغه جعلي سند چې د خلکو د غولولو لپاره کارول شوی، دومره مشخص او هدفمند معلومات لري چې ښيي بریدګرو د عملیاتو له پیل مخکې د خپلو هدفونو په اړه څېړنه او معلومات راټول کړي وو.

د «سيکرايټ» څېړونکو لیکلي: «په داسې حال کې چې قرباني هغه څه لولي چې یو عادي داخلي حکومتي سند ښکاري، خو مالوېیر په شالید کې خپل کار بشپړ کړی وي.»

د راپور له مخې، دغه عملیاتو یوازې د افغانستان د مالیې وزارت نه دي په نښه کړی، بلکې د ولایتي عوایدو او مستوفیت ریاستونه، پښتو ژبي دولتي چارواکي او نور ولایتي کارکوونکي هم هدف ګرځول شوي دي.

«سایډ کاپي» ډله له ۲۰۱۹ کال راهیسې فعاله ده او د سایبري امنیت څېړونکو له لوري په وار وار له هغو عملیاتو سره تړلې ګڼل شوې چې د «اي پي ټي ۳۶» په نوم د پاکستان اړوند یوې هېکري ډلې له فعالیتونو سره ورته والی لري.

شهباز شریف او کایا کالاس د افغانستان او سیمې پر وضعیت غږېدلي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، چې شهباز شریف د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مشرې کایا کالاس سره کتلي او دواړو د افغانستان او سویلې اسیا پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

یاد دفتر ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د پاکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو اترو د اتم پړاو پر پایلو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر داعلامیې له مخې، په دې کتنه کې شهباز شریف د سوداګرۍ، پانګونې، اقلیمي بدلون، امنیت، کډوالۍ، پایداره پراختیا او ارتباطاتو په برخه کې له اروپايي ټولنې سره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

له بلې خوا د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کایا کالاس نن د یوې خبري ناستې پرمهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو غوره لاره خبرې اترې بللې دي ځکه د هغې په وینا، دغه جګړه جدي بشري عواقب لري او په سیمه کې د توندلارۍ د زیاتېدو خطر لري.

هبت‌الله په بدخشان کې د طالبانو د چارواکو د شتمنیو د پلټنې او د سرغړوونکو د نیولو امر کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۱

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اوسنیو او پخوانیو چارواکو او قوماندانانو د پخوانیو او اوسنیو شتمنیو او جایدادونو د ارزونې او پلټنې لپاره یو لوړپوړی پلاوی ټاکلی دی.

د طالبانو د چارو ادارې اړوند په یوه مکتوب کې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، راغلي چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست او د کورنیو چارو وزارت د بدخشان د امنیتي او اداري وضعیت په اړه ګډ راپور د دې ډلې مشر ته وړاندې کړی و.

د راپور له مخې، ځینې اوسني او پخواني طالب چارواکي په غیرقانوني ډول د کانونو په استخراج، د مخدره موادو په قاچاق او له خلکو سره په ناسم چلند تورن شوي دي.

له دې راپور وروسته هبت‌الله اخوندزاده د کورنیو چارو، مالیې، کانونو وزارتونو، د استخباراتو او د فرمانونو د څار ریاستونو او چارو ادارې استازي د ګډ پلاوي په بڼه بدخشان ته استولي دي.

دغه پلاوی مکلف شوی چې د طالبانو د هغو ټولو اوسنیو او پخوانیو چارواکو شتمنۍ او جایدادونه وڅېړي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته یې ترلاسه کړي دي.

په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې هر څوک د دې حکم له پلي کېدو سرغړونه وکړي، باید سملاسي ونیول شي.

همدارنګه له پلټنو وروستی راپور به مستقیم د طالبانو مشر ته وړاندې کېږي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو او ځايي طالب قوماندانانو ترمنځ د کانونو، د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو او د سیمه‌ییزو سرچینو د کنټرول پر سر شخړې او اعتراضونه زیات شوي دي.

ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو د ځینو قوماندانانو او چارواکو د نیولو لړۍ هم پیل شوې ده. د راپورونو له مخې، موسی کاکه او اسلام‌الدین، چې د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو څخه دي، دا مهال په توقیف کې دي.

ملګرو ملتونو د طالبانو د زوجینو د تفریق اصولنامه له بشري حقونو سیستماتیکه سرغړونه بللې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې د زوجینو د تفریق په تړاو د طالبانو نوې اصولنامه چې د کمکیو نجونو ودونو ته قانوني بڼه ورکوي، غندلې ده. دغې کمېټې دا پرېکړه د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو څخه یوه لویه او سیستماتیکه سرغړونه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې د طالبانو ۱۸مه ګڼه فرمان له نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه بللې او وایي، د نجونو چوپتیا د واده رضایت نه شي ګڼل کېدای.

دغې کمېټې نن د جون په لومړۍ نېټه په جنیوا کې اعلان وکړ چې دا پرېکړه د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو څخه یوه لویه او سیستماتیکه سرغړونه ده.

د ماشومانو د حقونو کمېټې په خپله اعلامیه کې روښانه کړې چې تر ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې واده یو زیانمنونکی عمل او د جبري واده یو ډول دی، ځکه ماشومان په طبیعي ډول د واده لپاره د بشپړ او خپلواک رضایت ورکولو وړتیا نه لري.

دغې کمېټې د طالبانو د ۱۸مې ګڼې فرمان په اړه وویل چې د بلوغ دوره د واده لپاره د قانوني وړتیا یا د ځوانۍ معیار نه شي کېدای او دا طرحه د ماشومانو د حقونو له نړیوال کنوانسیون سره هېڅ مطابقت نه لري.

یادې کمېټې خبرداری ورکړی چې د ماشومانو واده نجونې د تاوتریخوالي، استحصال، له وخت څخه مخکې امیندوارۍ، له زده کړو څخه د محرومېدو او د اوږدمهاله رواني او فزیکي زیانونو له جدي خطرونو سره مخ کوي.

دغه کارپوهان وایي هر هغه قانوني چوکاټ چې د ماشومانو ودونه اسانه یا عادي کوي، د هغوی حقونه تر پښو لاندې کوي او هغوی له خپلواکۍ او راتلونکو فرصتونو څخه بې‌برخې کوي.

دغې کمېټې پر طالبانو غږ وکړ چې سملاسي ټول هغه اقدامات لغوه کړي چې د ماشومانو حقونه نقضوي.