د بلوچستان ایالت په چمن ولسوالۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون د مشر محمود خان اڅکزي پر ضد د پولیسو په یوه حوزه کې قضیه ثبت شوې ده.
د پولیسو د راپور له مخې، دغه قضیه د عبدالولي خان په نوم یو کس په شکایت ثبت شوې، چې پکې ادعا شوې ده محمود خان اڅکزي د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه په چمن کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال داسې څرګندونې کړې چې «د دولتي ادارو او خلکو ترمنځ د کرکې او پارونې» لامل کېدای شي.
په ثبت شوې قضیه کې ویل شوي چې اڅکزي ادعا کړې وه چې په بلوچستان کې هره ورځ موټر سوځول کېږي او ایالتي حکومت د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلی دی.
نوموړي همداراز اوسنی حکومت د "فورم ۴۷ له لارې راغلی حکومت" بللی او د پاکستان د پوځ په مقابل کې یې د بېلابېلو قبایلو له کسانو څخه د یوه لښکرجوړولو وړاندیز کړی دی.
د شکایت له مخې، اڅکزي د چمن اوسېدونکي هم هڅولي چې د افغانستان د تابعیت تذکرې ترلاسه کړي.
په قضیه کې دا هم راغلي چې د غونډې ګډونوالو د سړک پر سر د رسۍ په تړلو سره عامه لاره تړلې وه او خلک یې د دولتي ادارو پر ضد پارول.
د یادونې وړ ده چې محمود خان اڅکزي د مې په ۲۹مه د چمن په یادې غونډې کې ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لګول شوی اغزن تار د امریکا په غوښتنه نصب شوی او دوی به یې لرې کړي. نوموړي دا خبرداری هم ورکړی و چې که افغانستان ټوټه شي، نو پاکستان او ایران به هم له ورته برخلیک سره مخ شي.
اڅکزي په خپله وینا کې زیاته کړې وه چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې میلیونونه کسان دوهګونی تابعیت لري، نو پښتانه هم کولای شي د افغانستان تذکرې ترلاسه کړي او په ویاړ یې ښکاره کړي.