• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په جلا، جلا پېښو کې اووه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په جلا، جلا پېښو کې لږترلږه اووه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي. د عبدالله کلا ولسوالۍ د ټراما روغتون د معلوماتو له مخې؛ د مېزۍ اډې نادرا مارکېټ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

بلخوا د بلوچستان د نصیراباد ولسوالۍ د ډېره مراد جمالي ښار اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو موټرسایکل سپرو دوه وروڼه په ډزو وژلي دي. د پولیسو په وینا؛ پېښه د صدر تاڼې په سیمه کې د جمالي ملي لویې لارې پر سر رامنځته شوې ده.
وسله‌والو پر دواړه وروڼو ډزې کړې او خپله له سیمې تښتېدلي دي. پولیسو د پېښې دوسیه ثبت کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
همداراز د خضدار ولسوالۍ د خیراوه په سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د شخړې له امله اووه کسان ټپیان شوي دي. ځايي سرچینې وایي، په ټپیانو کې ځینې کسان سخت ژوبل دي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه درېیو پېښو د انګېزو او لاملونو په اړه لاتراوسه رسمي څرګندونې نه‌دي شوې؛ خو پولیس وایي، چې په اړه یې څېړنې او د ښکېلو کسانو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۴

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د سي‌اېن‌اېن راپور رد کړ؛ هوکړه په ښکاره د ایران اټومي پروګرام ته اشاره کوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۱۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران سره د احتمالي اټومي هوکړې په اړه د سي‌اېن‌اېن راپور ناسم دی او دغه هوکړه په څرګند ډول د اټومي مسایلو په اړه بحث کوي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي چې سي‌اېن‌اېن څو ځله ادعا کړې چې د هغه اټومي هوکړه له ایران سره د اټومي موضوعاتو په اړه څه نه وايي.

هغه ټینګار کړی چې په هوکړه کې په ښکاره ډول راغلي چې ایران به اټومي وسلې نه لري.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې دغه هوکړه د اټومي پروګرام له نورو اړخونو سره هم په پراخه او جدي توګه چلند کوي او د هوکړې یوه لویه برخه په همدې موضوعاتو راڅرخي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې پر سي‌اېن‌اېن او یو شمېر نورو رسنیو هم نیوکې کړې او هغوی یې «جعلي خبرونه خپروونکې رسنۍ» بللې دي.

هغه ادعا کړې چې یادې رسنۍ د لیدونکو د شمېر له پلوه له ستونزو سره مخ دي او اټکل یې کړی چې «حتی د نوي مالکیت تر چتر لاندې به هم د هغوی وضعیت د پام وړ ښه نه شي.»

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام او د واشنګټن ـ تهران د احتمالي هوکړې په اړه اټکلونه او بحثونه دوام لري.

د فرانسې ولسمشر: له تهران سره په هوکړه کې باید اټومي پروګرام او د سیمې ثبات شامل وي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۴ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سعودي عربستان په ګډون د څلورو عربي هېوادونو له مشرانو سره په ټیلېفوني خبرو کې ویلي، له تهران سره په هوکړه کې باید د ایران اټومي او د توغندیو پروګرامونه او همداراز د سیمې ثبات شامل وي.

امانوېل مکرون د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان، د عُمان له پاچا هیثم بن طارق د متحده عربي امارات له امیر محمد بن زاید او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په ټیلېفوني خبرو کې څرګنده کړې، دا ډېره ضروري ده، چې د امریکا او ایران تر منځ د هوکړې بهیر چټک شي او له دې فرصت څخه باید همدا اوس ګټه پورته شي.

مکرون زیاته کړه، چې لومړیتوب باید د اوربند دوام او له هېڅ ډول شرط پرته او له نړۍوالو قوانینو سره سم، سمدستي د هرمز تنګي بېرته پرانېستل وي او له هغې وروسته باید د نورو مسایلو، په ځانګړې توګه د اټومي او بالستیک پروګرامونو او د سیمې د ثبات په اړه د یوې جامع او قوي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې دوام ومومي.

هغه د سیمې د ثبات په تړاو وویل: «دا باید له لبنان څخه پیل شي، چېرې چې دا ډېره بېړنۍ ده چې د وسلو غږ غلی شي، د ټولو وسلو غږ او د تل لپاره. هیڅ شی هم هغه لوی تاوتریخوالی او کړکېچ نه شي توجیه کولای چې همدا اوس په سویلي لبنان کې روان دي».

د فرانسې ولسمشر همداراز په ډاګه کړې، چې د لبنان دولت د حاکمیت د بېرته ټینګولو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په هلو ځلو کې له لبناني چارواکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې اسراییل لا هم پر لبنان هوايي بریدونو ته دوام ورکوي او ورسره یې ځینې سیمې هم لاندې کړې دي.

د ایران ولسمشرۍ دفتر د پزشکیان د استعفا راپور ته؛ پزشکیان به خلکو ته له خدمت کولو شاته نشي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د ایران د ولسمشر د دفتر د ارتباطاتو او اطلاع رسونې مرستیال سيد مهدي طباطبايي د مسعود پزشکیان د استعفا په تړاو اوازې «رسنیزې مضحکې لوبې» وبللې او په واضحو ټکو د پزشکیان د استعفا ورکړې په تړاو له څه ویلو پرته ویلي، پزشکیان به خلکو ته له خدمت کولو شاته نه‌شي.

باخبره سرچینو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) ایران انټرنشنل ته ویلي، مسعود پزشکیان «په اداره کې د سپاه پاسداران د تسلط» له امله مجتبی خامنه‌يي ته خپله استعفا لېږلې ده.

پزشکیان «په اداره کې د سپاه پاسداران د تسلط» له امله مجتبی خامنه يي ته خپله استعفا لېږلې | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دغه خبر وروسته د ایران د ولسمشر د دفتر د ارتباطاتو او اطلاع رسونې مرستیال سيد مهدي طباطبايي په روښانه ټکو د پزشکیان د استعفا له ردولو پرته په دې تړاو اوازې «رسنیزې مضحکې لوبې» بللي او ویلي یې دي، چې یادو رسنیو خپلې هیلې د واقعیت پر ځای خپرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: «ولسمشر پزشکیان به خلکو ته له خدمت کولو شاته نه‌شي، هغه ډول چې د ایران ملت له پیوستون او مقاومت څخه نه په شا کېږي».

د ایران د ولسمشر ویاندې فاطمې مهاجراني هم په خپله اېکس‌پاڼه له روښانه پیغام ورکولو پرته ویلي: «د ډاکټر پزشکیان دولت په سختو ورځو کې دا وښوده چې د خلکو تر څنګ درېږي، نن هم په هماغه لید د هېواد د مسایلو د حل او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره کار کوي».

مسعود پزشکیان هم په خپله اېکس‌پاڼه د خپلې استعفا په تړاو په واضحه توګه له څه ویلو پرته ویلي: «له لویو ننګونو سره مبارزه د سختیو له ګاللو پرته شونې نه‌ده. له دغو لوړو او ژورو لارو تېرېدل یوازې د عامه پوهاوي او همکارۍ له لارې شونې ده. موږ باید شته حقایق خلکو ته روښانه او تبیین کړو، څو د ټولنې ټولې برخې د ستونزو په حل کې برخه ولري، ځکه دا ګډ درد هېڅکله جلا جلا نه درملنه کېږي».

باخبره سرچینو ایران انټرنشنل ته ویلي، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي دفتر ته یو رسمي لیک لیږلی دی او د خپلې استعفا غوښتنه یې کړې ده. تر اوسه د هغه داستعفا او همداراز د مجتبی خامنه‌يي له لوري د منلو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

پخوا هم په راپورونو کې دې ته اشاره شوې، چې سپاه پاسداران په تدریجي ډول د ولسمشرۍ د دفتر ډېر واکونه محدود کړي او د حکومت مهمې برخې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

احمد الشرع او ډونالډ ټرمپ د سوریې د اقتصاد او سیمه‌ییز وضعیت په اړه غږېدلي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱

د سوریې د جمهوري ریاست‌ دفتر ویلي چې د دغه هېواد د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د سوریې د اقتصاد د ملاتړ او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه بحث کړی دی.

د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۰مه، په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو د سوریې د اقتصاد د پیاوړتیا او د روان سیمه‌ییز وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د اعلامیې له مخې، احمد الشرع په دې ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې د امریکا پاتې بندیزونو لغوه کول د سوریې د اقتصاد د بیا رغونې او د بهرنیو پانګونو د جذب لپاره یو اساسي ګام ګڼل کېږي.

د سوریې د جمهوري ریاست دفتر د دې ټیلیفوني خبرو او د احتمالي پایلو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سوریه له کلونو راهیسې د جګړې، اقتصادي بندیزونو او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ ده، او د بیا رغونې لپاره یې د نړیوال ملاتړ اړتیا تر پخوا زیاته بلل کېږي.

د بلوچستان په هرنايي شاهرګ کې د ۵ کسانو له وژل کېدو وروسته اعتراضي پرلت پيل شوی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د بلوچستان ايالت د هرنايي ولسوالۍ په شاهرګ سیمه کې په یوه وسله وال برید کې د ۵ کسانو د وژل کېدو له پېښې وروسته خلکو اعتراضي پرلت پيل کړی دی. پرلت والو د دغو کسانو په وژنه کې د ککړو د نيولو او په سیمه کې د هر ډول ناامنۍ د مخنيوي غوښتنه کړې.

تېره اونۍ په شاهرګ کې د ناپېژانده وسله والو پر بريد کې دغه ۵ کسان وژل شوي وو.

د پرلت لخوا په يوه بيان کې ويل شوي، «د وژل شوو کسانو کورنۍ، سیاسي ګوندونه او د ژوند له بېلابېلو برخو سره تړاو لرونکي خلک په شاهرګ کې د روانې ترهګرۍ، ناامنۍ، باج اخیستنې، غيرقانونۍ او وېرې د وضعیت او روانو پېښو مسوولیت پر ریاست، حکومت او امنیتي ادارو اچوي او غوښتنه کوي چې ریاست او ادارې دې د هرنایي ولسوالۍ په اړه خپله اوسنۍ ولس دښمنه تګلاره پرېږدي او د اساسي قانون او قانون د حاکمیت، د امنیت د تامین او د خلکو د سر او مال، سوداګرۍ او کاروبار د ساتنې مسوولیت پوره کړي».

د ملي ډيموکراټيک غورځنګ ګوند عمومي منشي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، دوی په اول سر کې په هرنايي کې پرلت پيل کړو چې پکې د ټولو سياسي ګوندونو غړي ګډون لري، او دغه لړۍ به بيا کاربنديز ته او نوره هم پراخه کړي.

هغه وويل، د پرلت او لاريونونو لړۍ ته یې د «شهدای شاهرګ» غورځنګ نوم ورکړی او د دې لارې به د خپلو غوښتنو منلو لپاره سوله ييزه او ډيموکراټيکه مبارزه او هڅې کوي.

دوی غوښتنې وړاندې کړي چې، «ریاست، حکومت او استخباراتي ادارې دې په هرنایي شاهرګ کې د دولتي ادارو پر سرپرستۍ کې د فعالو وسله والو ډلو او همدارنګه د بېلابېلو نومونو لاندې د فعالو وسله والو ډلو سمدستي مخنیوی وکړي چې پر سیمه کې په ترهګرۍ، باج اخیستنې، تښتونو، په بېلابېلو لویو لارو او سړکونو د پوستو په جوړولو، د لاریو او د کانونو د ماشینونو په سوځولو او نورو ترهګریزو پېښو کې ککړ دي او پر دغو پېښو کې ککړ کسان ونیسي، افشا یې کړي او د قضایي پروسې له لارې ورته سخته سزا ورکړي».

دوی له سيمې څخه د تښتول شوو کسانو خوشي کولو د غوښتنې ترڅنګ ویلي، سیمه دې د وسله والو ډلو څخه ازاده کړل شي، د خلکو ځورولو لړۍ دې ودرول شي او هغه پوستې چې د سوداګرۍ او کاروبار پر وړاندې خنډ جوړوي، له منځه يوړل شي.

همداراز د عوامي نشنل ګوند ايالتي مشر اصغر خان اڅکزي هم ادعا کړې، چې د ځواکمنو حلقو نظرونه د پښتنو او بلوڅو سیمو پر طبیعي زیرمو راټول شوي دي، او په همدې نظر په دغه سیمو کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ حالت ساتل کېږي.

هغه زیاته کړې، چې خلک باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د خپلو سیمو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره منظمه سیاسي او سوله‌ییزه مبارزه وکړي، څو د طبیعي زیرمو پر حق کې د ځایي ولس حق ومنل شي او د تلپاتې سولې لاره هواره شي.

بلوچستان کې اکثرله پر امنيتي او ملېشه «اېف سي» ځواکونو په چيک پوستو د خلکو د ځورولو او ورسره اړونده نور تورونه هم لګي، خو ايالتي حکومت بيا تل دغه تورونه ردوي او وايي چې دغه ځواکونو د تلپاتې سولې لپاره شتون لري.