د پيکس لخوا د خپاره شوي میاشتني امنیتي راپور له مخې، وسله والو ډلو د می په میاشت کې، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بېرته خپل فعالیتونه ګړندي کړي دي. د بریدونو، مرګ ژوبلې، ځانمرګو بریدونو او سړي تښتونو د کچې ناڅاپي لوړېدل ښيي چې حکومت د ترهګرۍ پر ضد پرله پسې هڅو سربېره امنیتي ننګونې لا هم په جدي توګه پر ځای دي.
د پيکس د معلوماتو له مخې، د می په مياشت کې په هېواد کې ۱۲۸ وسله وال بریدونه شوي، ۷۱ ملکي وګړي، ۶۸ د امنیتي ځواکونو سرتيري او د سولې د کمېټو ۶ غړي پکې وژل شوي، په داسې حال کې چې ۱۴۷ ملکي وګړي، ۳۵ امنیتي سرتيري او د سولې کمېټې ۳ غړي ټپیان شوي هم دي.
په راپور کې ویل شوي، د اپرېل د میاشتې په پرتله په می کې، د ملکي وګړو وژنه له ۳۷څخه ۷۱ ته لوړه شوې چې ۹۲ سلنه زیاتوالی ښيي، او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله له ۲۸څخه ۶۸ ته رسېدلې چې ۱۴۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
د پيکس لخوا یو تر ټولو د اندېښنې وړ ټکی د ځانمرګو بریدونو په بې ساري ډول ډېرېدل ښودل شوي دي. ویل شوي چې د می په مياشت کې په دغه هېواد کې شپږ ځانمرګي بریدونه شوي، چې څلور یې د موټر په واسطه شوي وو. او یوازې په دغو بریدونو کې ۳۴ امنیتي سرتيري او ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.
په راپور کې زیاته کړل شوې، بلوچستان تېره میاشت تر ټولو زیات ځپلی ايالت و. په دغه ايالت کې ۷۱ وسله وال بریدونه ثبت شوي دي. او په ټول هېواد کې د ۵۴ راپور شویو تښتونو څخه ۵۲یوازې په بلوچستان کې شوې دي، چې په دغه ایالت کې د وسله والو ډلو د نفوذ زیاتوالی څرګندوي.
پيکس د امنیتي ځواکونو لخوا په ټول هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد عملياتو په اړه ويلي، امنیتي ځواکونو تېره مياشت ۲۷۰ وسله وال وژلي او ۱۵ نور یې نیولي دي. په وژل شویو وسله والو کې ۱۲۸ په پخوانیو قبایلي سیمو، ۶۲ په خیبرپښتونخوا، ۷۱ په بلوچستان او یو په پنجاب کې وژل شوی دی.
همداراز دغه څيړنيزې ادارې د روان کال د امنیت عمومي انځور لا هم د اندېښنې وړ بللی، او زیاته کړې یې ده، د ۲۰۲۶م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په دغه هېواد کې ټول ۱۹۰۴ کسان وژل شوي، چې پکې ۱۲۵۸ وسله وال، ۳۵۲ ملکي وګړي او ۲۸۱ د امنیتي ځواکونو سرتيري شامل دي.