• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس عراقچي د اوربند د دوام لپاره د پاکستان د هڅو غوښتنه وکړه

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ټیلیفون په کرښه د «سیمې روان وضعیت او د تازه پرمختګونو» په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه راغلي، چې عراقچي «په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او په ځانګړې توګه په لبنان کې د اسراییل له‌خوا د اوربند پر سرغړونې او د بیروت په ځینو برخو د احتمالي بریدونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده».
د راپور له مخې؛ هغه له پاکستان نه غوښتي، چې د روان تاوتریخوالي د کمولو او د اوربند د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. له بله پلوه د لبنان په پارلمان کې د حزب‌الله استازي حسن فضل‌الله ویلي، چې د لبنان په ټوله خاوره کې د بشپړ اوربند د ټینګښت ملاتړ کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ نوموړي ټینګار کړی چې حزب‌الله د جګړو د درولو او د لبنان د امنیت د ټینګښت لپاره د بشپړ اوربند له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري