• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو د حقونو ملاتړ بنسټ: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د بشري حقونو ښکاره نقض دی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د ښځو د «روښانه راتلونکي خوځښت» غړو د طالبانو له لوري د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د توشیح په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د کم عمره ماشومانو ودونو ته لاره هواروي او د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

دغه اعتراض کوونکو ښځو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د یاد سند تصویب د اندېښنې وړ دی او د ښځو د حقونو د وضعیت د لا خرابېدو نښه ده.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت «ناوریني او ورځ تر بلې خرابېدونکی» دی او طالبان د داسې قوانینو په تصویب سره د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لا زیاتوي.

د دغه خوځښت غړو ویلي چې د زوجینو د تفریق قانون د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي او د ښځو او ماشومانو اساسي حقونه په ښکاره ډول نقضوي.

دوی همداراز د ښځو پر وړاندې د مرموزو وژنو، د نجونو له زده‌کړو څخه پراخ محرومیت او پر ازادیو لګول شوي محدودیتونه د سیستماتیک تاوتریخوالي او تبعیض ښکاره بېلګې بللې دي.

د اعتراض کوونکو په وینا، د ښځو او ماشومانو د حقونو پر دوامدار نقض چوپ پاتې کېدل د تاوتریخوالي او بې‌عدالتۍ عادي کېدل دي، چې دا چاره د ټولنې لپاره جدي ګواښ جوړوي.

طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د ګڼو فرمانونو له لارې هغوی له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې کړي دي.

د طالبانو مشر شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د زوجینو د تفریق قانون توشیح کړ، چې د بشري حقونو فعالان یې د ښځو او نجونو لپاره یو نوی محدودوونکی ګام بولي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي چې طالبانو سره له تعامله ډډه وکړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي چې طالبانو سره له تعامله ډډه وکړي
100%

د بشري حقونو ۸۳ افغان او نړیوالو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي چې د طالبانو له استازو سره له هر ډول ډیپلوماټیک تعامل څخه ډډه وکړي. دغو بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا ډول اړیکې او تعاملات ښايي د طالبانو د عادي کېدو او مشروعیت ورکولو لامل شي.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د ۸۲ نورو سازمانونو په ملتیا یې دا لیک د طالبانو د یوه پلاوي د احتمالي سفر پر ضد خپور کړی، چې ټاکل شوې ده روانه میاشت بروکسل ته ولاړ شي.

د لیک لاسلیک کوونکو ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او هېڅ ډول ولسواکه مشروعیت نه لري. د هغوی په وینا، د طالبانو واکمني نه د ټاکنو له لارې رامنځته شوې او نه هم د یوه ټولشموله او د اساسي قانون پر بنسټ د سیاسي بهیر له لارې.

دغو بنسټونو همداراز یادونه کړې چې د طالبانو دوه لوړپوړي مشران د د جرمونو نړیوالې محکمې له‌خوا د «بشریت ضد جرم» په توګه د جنسیتي ځورونې په تور د نیولو له غوښتنې سره مخ دي. همدارنګه، د دې ډلې یو شمېر چارواکي لا هم د نړیوالو بندیزونو، په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې د بندیزونو، تر اغېز لاندې دي.

په لیک کې راغلي چې د اروپا په خاوره کې له طالبانو سره هر ډول سیاسي یا ډیپلوماټیک تعامل کولای شي مهمې حقوقي او سیاسي پایلې ولري او د دغې ډلې د ضمني رسمیت پېژندنې په توګه تعبیر شي.

د لیک لاسلیک کوونکو د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې طالبانو واک ته له بېرته رسېدو راهیسې داسې تګلارې پلې کړې دي چې له امله یې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې دي.

د دوی په وینا، د نجونو پر زده کړو بندیز، د ښځو پر کار او تګ راتګ پراخ محدودیتونه او له مدني او سیاسي ډګرونو څخه د هغوی لرې کول هغه اقدامات دي چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د جرمونو نړیوالې محکمې او یو شمېر حقوقپوهانو له لوري د «جنسیتي ځورونې» او «بشریت ضد جرم» احتمالي بېلګې بلل شوې دي.

لاسلیک کوونکو همداراز د خپل‌سرو نیونو، جبري ورکېدو، له محکمې پرته وژنو، شکنجو او د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او د پخواني حکومت د چارواکو پر وړاندې د فشارونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دوی له اروپايي ټولنې غوښتي چې د طالبانو سره د رسمي اړیکو له نه نیولو سربېره، افغانستان ته د افغان کډوالو هر ډول جبري ستنول هم ودروي. د دوی په خبره، د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، جبري بېرته ستنول د نړیوالو قوانینو د «جبري نه ستنولو» له اصل سره په ټکر کې دي او هغوی د خپلو بنسټیزو حقونو د جدي نقض له ګواښ سره مخ کوي.

په دې لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو او احتمالي نړیوالو جرمونو، په ځانګړې توګه د جنسیتي ځورونې د عاملانو د حساب‌ورکونې لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ وکړي او د جرمونو نړیوالې محکمې له څېړنو سره اغېزمنه همکاري ولري.

د لیک په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې د دغو غوښتنو له پامه غورځول به د معافیت فرهنګ پیاوړی کړي، د بشري حقونو په دفاع کې به د اروپايي ټولنې اعتبار کمزوری کړي او په افغانستان کې به د بشري حقونو قربانیان یوازې پرېږدي.

اروپايي کمېسیون تایید کړې چې د سویډن له چارواکو سره په همکارۍ د راتلونکي اوړي په بهیر کې په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د تخنیکي غونډو د کوربتوب لپاره چمتووالی نیسي، خو د سفر کره نېټه لا نه ده وروستۍ شوې.

که دا لیدنه ترسره شي، نو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له سقوط وروسته به دا لومړی ځل وي چې اروپايي ټولنه په رسمي ډول د طالبانو د چارواکو کوربه‌توب کوي.

د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامرت رسنیو ته ویلي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ ادارې او د سویډن د عدلیې وزارت طالبانو ته یو لیک استولی څو په بروکسل کې د دې تخنیکي غونډې لپاره د هغوی چمتووالی وارزوي.

په پکتیکا کې د څلورو ولایتونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
په پکتیکا کې د څلورو ولایتونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست اعلان کړی، چې د پکتیکا په کوربه‌توب د څلورو ولایتونو د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي. د دغه ریاست په وینا، دا لوبې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د رامنځته کولو په موخه تنظیم شوې دي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ارګون ولسوالۍ په قره‌خېل ورزشي لوبغالي کې پیل شوې دي. په دغو سیالیو کې د کوربه پکتیکا ترڅنګ د غزني، خوست او پکتیا ولایتونو څخه اتو پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې ده.

د دغو سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې د پکتیا او غزني ولایتونو لوبډلې سره مخامخ شوې، چې د دواړو لورو ترمنځ لوبه د یو یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده. د المپیک او سپورټ ریاست چارواکو ویلي چې دغه سیالۍ به ۱۶ ورځې دوام وکړي.

د پکتیکا په ارګون کې د دغو لوبو تنظیموونکي وایي چې د داسې سیالیو د ترسره کېدو اصلي هدف د بېلابېلو ولایتونو د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او د سالمې تفریح برابرول دي. په سیمه کې د فوټبال مینه والو هم د دغو سیالیو له پیلېدو خوښي ښودلې ده.

بل خوا، د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست هڅه کوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ورته سیمه ییزې لوبې تنظیم کړي. په همدې لړ کې، د یاد ریاست عمومي رییس احمدالله وثیق په دې وروستیو کې د روسیې په بلنه د مسکو په یوه نړیواله ورزشي غونډه کې ګډون وکړ، ترڅو د افغانستان د ورزشي ادارې لپاره بهرنی ملاتړ جلب کړي.

هوا پوهنې اداره: د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۱
هوا پوهنې اداره: د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی
100%

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ به د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو، تالندې او برېښنا ترڅنګ د سېلابونو د راوتلو احتمال موجود وي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان، تخار، کندوز، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، بامیان، میدان‌وردګ، سرپل، فاریاب، غور، خوست، لوګر، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده، چې له امله یې د سیندونو د اوبو د لوړېدو او د ځینو سیمو د سېلابي کېدو ګواښ شته.

دغه راز د هوا پوهنې ادارې په یوه جلا خبرداري کې ویلي چې په مرکزي، شمالي، سوېل‌ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو احتمال هم شته.

د خبر له مخې، د بادونو سرعت به په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي، چې له امله یې د لید کچه ټیټېدل، د سړکونو خنډونه او د ځینو سیمو لپاره د تګ راتګ ستونزې رامنځته کېدای شي.

مسوولان له خلکو غوښتنه کوي چې د احتمالي سېلابونو او سختو هوايي شرایطو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي او له اړتیا پرته سفرونه محدود کړي.

د درملو د کمښت په ترڅ کې؛ طالبانو په هرات ولایت کې شپږ درملتونونه تړلي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
د درملو د کمښت په ترڅ کې؛ طالبانو په هرات ولایت کې شپږ درملتونونه تړلي دي
100%

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د روغتیايي چارو د څارنې او ارزونې په لړ کې شپږ درملتونونه تړل شوي او مهر لاک شوي دي. د چارواکو په وینا، دغه اقدام په یادو درملتونونو کې د تاریخ تېرو او بې‌کیفیته درملو د پلورلو او وېشلو له امله شوی دی.

د هرات د درملو او روغتیايي محصولاتو د واردولو او وېشلو د څارنې او ارزونې عمومي مدیریت طالب مسوولینو ویلي، چې د دغې ادارې د منظم پلان له مخې د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۶ درملتونونو وضعیت له نږدې څارل شوی او ارزول شوی دی.

خبرپاڼه وایي،‌ د دغې ارزونې په پایله کې، پرېکړه وشوه چې شپږ متخلف درملتونونه د قانوني سرغړونو او خلکو ته د تاریخ‌تېرو درملو د ورکړې له امله وتړل شي. د طالبانو مسوولینو زیاته کړې، چې له دغو درملتونونو څخه ۱۳ قلمه بې‌لیبله، غیرمجاز او تاریخ‌تېر درمل هم راټول او ضبط کړل شوي دي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې به د درملو د کیفیت د کنټرول او د ناقانونه درملو د پلور د مخنیوي په موخه د درملتونونو د څارنې لړۍ په جدي توګه دوام ومومي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ افغان کډوال ته امریکا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې د کریس کونز د پوښتنې په ځواب کې، چې په قطر کې د السیلیه کمپ د افغان کډوالو د برخلیک په اړه یې کړې وه، وویل چې دغه کډوال به په نورو خوندي هېوادونو کې مېشت کړل شي.

کریس کونز په دې غونډه کې وویل چې شاوخوا ۱۱۰۰ پخواني افغان همکاران، ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰غړي لا هم په قطر کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

هغه خبرداری ورکړ چې دغه کسان ښايي بېرته افغانستان ته واستول شي یا هم د د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په څېر هغو هېوادونو ته ولېږدول شي چې د ایبولا ویروس له پراخېدو سره مخ دي.

دغه ډیموکراټ سناتور د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره وغوښتل چې د دغو کسانو، په ځانګړي ډول د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړو، امریکا ته د لېږد لپاره له کانګرس سره همکاري وکړي.

خو مارکو روبیو په ځواب کې وویل: «زه داسې ژمنه نه شم کولی. لومړی دا چې تېر کال پر ملي ګارډ د برید له پېښې وروسته یو اجراییوي فرمان صادر شوی دی. له همدې امله موږ اوس مهال هېڅ افغان امریکا ته نه شو داخلولی».

روبیو زیاته کړه چې امریکا له څو هېوادونو سره د دغو افغانانو د یوې برخې د منلو په اړه خبرې کړې دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د ټولو دغو کډوالو د منلو چمتووالی نه دی ښودلی.

هغه کریس کونز ته وویل: «زه به له تاسو سره همکاري وکړم څو د دغو کسانو لپاره مناسب ځایونه پیدا کړو. موږ غواړو چې دا کار ترسره شي».

د تېر کال په نومبر میاشت کې، وروسته له هغه چې یوه افغان کډوال په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې وکړې، د ډونالډ ټرمپ ادارې امریکا ته د افغانانو د سفر او منلو محدودیتونه لا سخت کړل

ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان له لارې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو امریکا ته ننوتل منع کړل. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د داسې طرحې ارزونه کوي چې له مخې یې په قطر کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي.

دغه طرحه له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده. د امریکا له ۶۰۰ څخه زیاتو پخوانیو ملکي او پوځي چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې له مارکو روبیو غوښتي چې کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد له پرېکړې تېر شي.

په ورته وخت کې، کریس کونز د کډوالو په اړه د امریکا پر اوسنیو محدودوونکو تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه کسان چې د کډوالۍ د پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي، له تر ټولو سختو امنیتي ارزونو تېر شوي او د امریکا په پرمختګ کې یې مهم رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه چې له ځپنې او بې‌ثباتۍ څخه تښتېدلي کډوال د کیوبا، وېنېزویلا، وېتنام او افغانستان په څېر هېوادونو څخه، په تېرو لسیزو کې د امریکا د پرمختګ او ودې لپاره د پام وړ ونډه لرلې ده.