• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان لوبغاړی احمدسهیل جعفري په پاکستان کې د اتلولۍ کمربند لپاره مبارزه کوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۱ GMT+۱

افغان لوبغاړی احمدسهیل جعفري به (د چنګاښ په ۱۷مه) د اتلولۍ کمربند ګټلو لپاره د پاکستان له عظیم خان سره مخ شي. دغه لوبه به د «اېنفېنیټ» اتلولۍ په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې د پاکستان د اسلام‌اباد په لیاقت لوبغالي کې ترسره شي.

د «اېنفېنیټ چمپیونشېپ» سازمان دغه لوبه تر عادي سیالیو لویه بللې ده. عظیم خان چې د «ټي‌اېف‌اېف» اسلام‌اباد کلب استازیتوب کوي، دغه سیالۍ ته له ۱۵ بریاوو او ۳ ماتو سره ننوځي.
له بلې خوا افغان لوبغاړی احمد سهیل جعفري له ۱۲ بریاوو او ۲ ماتو سره دغه سیالۍ ته ننوځي.
هغه د افغانستان د رزمي هنرونو یو له غوره استعدادونو ګڼل کېږي او اوس فرصت لري، چې د دغه تاریخي لقب په ګټلو سره د یادو سیالیو په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړي.

100%

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان مالدیف ته په ماتې ورکولو د څلور اړخیزه فوټبال سیالیو سفر په بریا پیل کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
افغانستان مالدیف ته په ماتې ورکولو د څلور اړخیزه فوټبال سیالیو سفر په بریا پیل کړې
100%

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د څلور اړخیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کوربه هېواد مالدیف لوبډلې ته ۱–۰ ماتې ورکړې او خپل سیالیز سفر یې په بریا پیل کړی دی.

دغه سیالۍ چې د افغانستان، مالدیف، بنګلادېش او پاکستان د ملي لوبډلو په ګډون د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې، د همدې میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې دوام کوي.

افغان ملي لوبډله به د دغو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د روانې میاشتې په څلورمه نېټه د بنګلادېش د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

دا سیالۍ د سیمه‌ییزو لوبډلو ترمنځ د تجربې، رقابت او چمتووالي د لوړولو په هدف ترسره کېږي.

د طالبانو د ورزش ادارې مشر د روسیې په نړیوال ورزشي فورم کې ګډون کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۱
د طالبانو د ورزش ادارې مشر د روسیې په نړیوال ورزشي فورم کې ګډون کړی
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې مشر احمدالله وثیق د روسیې په بلنه د المپیک مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې ګډون کړی او د ورزش د ودې او د هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

ددغه ریاست له خوا په ځپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي احمدالله وثیق د روسیې د ورزشي مسوولینو په رسمي بلنه د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې ګډون کړی، چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړ شوی و.

د ادارې په وینا، وثیق په دې غونډه کې د کوربه هېواد له لوري د ترسره شوي فورم ستاینه کړې او دا یې د ځوانانو د هڅونې او سالم رقابت ته د ودې ورکولو لپاره مهم ګام بللی دی.

نوموړي ویلي چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ورزش د هېواد ټولو برخو ته رسېدلی او افغان ورزشکارانو په نړیوالو سیالیو کې نږدې ۴۰۰ مډالونه ګټلي دي.

هغه زیاته کړې چې ورزش د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د یووالي د پیغام رسولو تر ټولو اغېزمنه وسیله ده او ټینګار یې کړی چې د ورته ناستو دوام د ورزشي اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی.

د غونډې په څنډه کې احمدالله وثیق د روسیې د المپیک کمېټې او د ورزش وزیر میخایل دیګتیاریوف سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ورزشي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې د هند د کرکټ غوره لیګ اتلولي وګټله

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱
رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې د هند د کرکټ غوره لیګ اتلولي وګټله
100%

د هند د کرکټ غوره لیګ (ای پي ایل) پایلوبه د رویال چلنجرز بنګلور او ګجرات ټایټنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پای کې بنګلور لوبډلې د بریا په خپلولو سره د دغه سیالیو اتلولي وګټله.

ګجرات ټایټنز لومړی توپ وهنه وکړه او بنګلور ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه. د هدف په تعقیب، رویال چلنجرز بنګلور لوبډله وتوانېده چې ټاکل شوې موخه د لوبې په ۱۸م اوور کې پوره کړي او د اتلولۍ جام خپل کړي.

دا دویم ځل دی چې رویال چلنجرز بنګلور د هند د غوره لیګ اتلولي ګټي. دغې لوبډلې تېر کال، ۲۰۲۵ کې هم د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

د پایلوبې په بریا کې د هند نامتو لوبغاړي ویراټ کوهلي مهم رول ولوباوه. نوموړي ۷۵ چټکې منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. کوهلي د خپلې غوره لوبې له امله د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د ګجرات ټایټنز په لوبډله کې افغان ستوری راشد خان هم شامل و. راشد خان د توپ اچونې پر مهال د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول او د خپلو ټولو ملګرو بالرانو په پرتله یې کمې منډې ورکړې، خو ونه توانېد چې خپله لوبډله له ماتې وژغوري.

د بنګلور دغه بریا د لوبډلې د مینه‌والو لپاره یوه بله تاریخي لاسته راوړنه بلل کېږي او د هند د روان کرکټي فصل د یادګارو شېبو له ډلې ګڼل کېږي.

پکتیا زندان کې د کرکټ اختریز جام سیالۍ د ځوان ستوري لوبډلې په اتلولۍ سره پایته ورسېدې

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱
پکتیا زندان کې د کرکټ اختریز جام سیالۍ د ځوان ستوري لوبډلې په اتلولۍ سره پایته ورسېدې
100%

د لومړي ځل لپاره د پکتیا ولایت په زندان کې د «اختریز جام ټورنمنټ» په نوم د محبوسینو تر منځ کرکټ سیالۍ ترسره شوې. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، په دې سیالیو کې ۷ لوبډلو ګډون درلود او بالاخره دغه سیالۍ د «ځوان ستوري» لوبډلې په اتلولۍ سره پایته ورسېدې.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په لومړي ځل د زندانونو چارو د تنظیم ادارې تر چتر لاندې د پکتیا په زندان کې د زندانیانو د ۷ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ اختریز جام په نوم ټورنمنټ پیل شوی وو او بالاخره دغه ټورنمنټ د ځوان ستوري په نوم د محبوسینو لوبډلې په اتلولۍ سره پایته ورسېد.

د دغه زندان مسوولینو د پایلوبې په مراسمو کې د ورزش، یووالي او سالمو فعالیتونو ارزښت ته په اشارې وویل: «دا ډول ورزشي پروګرامونو ته د زمینې برابرول، د زندانیانو د فکري، روحي او بدني وړتیاوو له لوړولو سره ډېره مرسته کوي».

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګټونکې لوبډلې ته د یاد جام د کپ ترڅنګ، د نورو لوبډلو لوبغاړو زندانیانو سره یو ځای د هڅونې په موخه یو شمېر ډالۍ هم ورکړل شوې.

سمنګان د پنځو ولایتونو د غېږنیونې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۱
سمنګان د پنځو ولایتونو د غېږنیونې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی
100%

په سمنګان ولایت کې د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ امریت وايي چې د غیږنیونې په یو ورځنیو سیالیو کې د کندز، بغلان، جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو ۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی و. سمنګان په دغو سیالیو کې بریالی ولایت اعلان شوی.

د طالبانو تر کنترول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، چې په سمنګان ولایت کې د پنځو ولایتونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش یا غېږنیونې یو ورځنۍ سیالۍ شوې دي.

د چارواکو په وینا، په دغو سیالیو کې پر کوربه ولایت سمنګان سربېره د کندز، بغلان، جوزجان او بلخ ولایتونو څخه راغلو ورزشکارانو برخه اخیستې وه او د یوې ورځې لپاره یې یو بل سره د غېږنیونې سیالۍ وکړې.

په دغو ترسره شویو سیالیو کې د سمنګان ولایت ورزشکارانو وکولای شول چې لومړی مقام خپل کړي او د اتلولۍ جام وګټي.

دغه راز د کندز ولایت ورزشکارانو دویم او د بغلان ولایت غېږنیوونکو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د طالبانو المپیک او سپورټ ریاست وایي چې د دغو سیالیو موخه د یادې ورزشي رشتې وده او د ولایتونو ترمنځ د ورزشکارانو همغږي وه.

د دغو سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته جایزې او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.