دغه سازمان په تازه راپور کې د افغانې ښوونکې فاطمې له قوله ویلي چې هغې د «بهدخت انلاین اکاډمۍ» په نوم یو مجازي ښوونځی جوړ کړی، څو د افغانستان نجونې د زدهکړو له دوام څخه محرومې نه شي.
نوموړې ویلي چې افغانستان اوس مهال یوازینی هېواد دی چې د نجونو پر منځنیو زدهکړو پکې بندیز دی او دا وضعیت یې د هغو نجونو لپاره «سخت او دردناک» بللی چې د زدهکړې ارمان لري.
فاطمه اوزګن نصرت د خپل ژوند د یادونو په اړه ویلي چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې په ماشومتوب کې ښوونځي تړل شوي وو او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ وې.
هغې ویلي: «موږ مجبور وو چې کتابونه وسوزوو او د وېرې له امله حتی ځینې کورنۍ خپل شخصي وسایل هم له منځه یوسي.»
نوموړې زیاتوي چې د سختو شرایطو سره سره یې د مطالعې مینه ژوندۍ وساتله او د همدې تجربو له امله یې اوس د نجونو لپاره د زدهکړې د بدیل سیستم د جوړولو پرېکړه کړې ده.
په راپور کې ویل شوي چې د «بهدخت انلاین اکاډمۍ» له لارې تر ۲۰۰ډېرې نجونې زدهکړې کوي، چې ډېری یې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه دي. دا سیستم د خونديتوب د سختو اصولو لاندې کار کوي، څو د زدهکوونکو هویت خوندي پاتې شي.
فاطمه اوزګن نصرت ویلي چې زدهکړه په دې اکاډمۍ کې وړیا ده، خو مالي ملاتړ نه لري او هڅه کوي د مرستو له لارې زدهکوونکو ته انټرنېټ او وسایل برابر کړي.
هغې زیاته کړې: «زما هیله دا ده چې افغانې نجونې بېرته ښوونځیو ته ستنې شي او یو داسې افغانستان جوړ کړي چې په کې برابري او عزت وي.»
راپور زیاتوي چې دا هڅې که څه هم کوچنۍ دي، خو د افغانو نجونو لپاره د زدهکړې د دوام مهمه لاره بلل کېږي.