پر اوکراین د روسیې په برید کې پنځه کسان وژل شوي دي

اوکرایني چارواکو ویلي، د سېشنبې په سهار د اوکراین د څو لویو ښارونو په ګډون پر کیف، دنیپرو او خارکیف د روسیې د هوايي بریدونو له امله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

اوکرایني چارواکو ویلي، د سېشنبې په سهار د اوکراین د څو لویو ښارونو په ګډون پر کیف، دنیپرو او خارکیف د روسیې د هوايي بریدونو له امله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د دنیپرو سیمې والي اولیکسانډر هانزا وویل، چې د اوکراین ښار په ختیځ کې د روسیې د برید په پایله کې څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. له دنیپرو څخه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې استوګنیزې ودانۍ سختې زیانمنې شوې، موټرونه سوځېدلي او د ماشومانو د لوبو یو میدان په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
په کیف کې د پلازمینې د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو ویلي، چې یو کس وژل شوی او ۲۹ نور ټپیان شوي دي. د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل، چې د استوګنې پر یوې ۲۴ پوړیزې ودانۍ د توغنديز برید له امله د ودانۍ یوه برخه نړېدلې او ښایي خلک تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.
هغه زیاته کړه، چې د یوې ۹ پوړیزې استوګنیزې ودانۍ په ګډون څو نورې ودانۍ د توغندیو د پاتې شونو د لوېدو له امله اور اخیستی دی. عیني شاهدانو ویلي، چې د کیف زرګونه اوسېدونکو د دغه هېواد په ګڼو برخو کې د هوایي بریدونو تر خبرداري وروسته د میټرو تم ځایونو کې پناه اخیستې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د روسیې د لوی برید خبرداری ورکړ او له خلکو یې وغوښتل، چې د هوایي بریدونو خبرداری جدي ونیسي. روسیې تېره اوونۍ اعلان کړی و، چې غواړي د اوکراین د پوځ اړوند هدفونه او په کییف کې د پرېکړو نیوونکو مرکزونو پر وړاندې «منظم او پرلهپسې بریدونه» ترسره کړي.
همدارنګه یې له بهرنیو وګړو غوښتي و، چې د اوکراین پلازمېنه پرېږدي. مسکو ویلي، دغه اقدام د تېرې میاشتې د هغه ډرون برید په غبرګون کې دی چې د روسیې تر کنټرول لاندې د لوهانسک سیمې پر یوې لیلیه شوی و. د روسیې په وینا؛ په هغه برید کې ۲۱ کسان وژل شوي وو؛ خو اوکراین د دغه برید مسوولیت نهدی منلی.